1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوال: د پاکستان له ۳۴ کلنې ربړې مو د وطن سخت ژوند بهتر دی

۱۴۰۲ آبان ۱۲, جمعه

د ننګرهار په لعلپوري ولسوالۍ کې له پاکستان څخه د راتلوونکو کډوالو لپاره لنډ مهالی پنډغالی فعال شوی. ډېری یې له کمو امکاناتو شکایت کوي خو یو شمېر یې په دې خوښ دي چې «په خپل وطن کې یې غوږونه ارام او له ځورولو په امن شول.»

Pakistan | Afghanen müssen das Land verlassen
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

هیبت الله او ۱۲ کسیزه کورنۍ یې له پاکستان څخه افغانستان ته له نن څخه اته ورځې وړاندې  راغلي دي.

۲۵ کلن هیبت الله وایي، په دغه لنډمهالي پنډغالي کې له دوه ورځې اوسېدو وروسته د ننګرهار په یوې بلې ولسوالۍ چپرهار دولتزیو دشته کې میشت شوي دي.

نوموړی وایي، یوازې له دوه ورځو ورکړې ډوډۍ پرته ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې او افغانستان کې له واکمنو غواړي چې د سرپنا غم یې وخوري.

« زه او د کورنۍ ۱۲ تنه مو په خېمو کې میشت یو او نه پوهېږو چې ترکومه به میشت یو ځکه موږ د اوسېدو لپاره بل هېڅ ځای نه لرو.  د لعلپوري په کمپ او دلته مو ستونزې یو ډول دي. د څښاک د پاکو اوبو نه شتون، تشنابونه نه درلودل او د ژمي سړه هوا هغه ستونزې دي چې حاضره موږ ورسره مخ یو خو یو نیکمرغي ده چې خپل وطن مو دی او پاکستان کې له ۳۶ کاله مسلسلې ځورونې خلاص شو. خدای مهربانه دی دلته به مو وضعیت ښه شي.»

د پاکستان لنډمهالي حکومت د سپتمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې په پاکستان کې ټول ۱.۷ میلیونه بې سنده او نا راجستر افغانان دې د اکتوبر له لومړۍ نېټې د نومبر تر وروستیو له دغه هېواده په خپله خوښه ووځي کنه دوی به یې په زور اخراج کړي.

تر اوسه له ۱۶۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي او ګڼ شمېر یې په تورخم کې د ښځو او ماشومانو په شمول له څو ورځو راهیسې پرته له کومو اسانتیاوو هلته شپې او ورځې تېروي.

یو شمېر کډوال چې په پاکستان کې د تیرې یوې میاشتې ضرب الاجل او له هغې وړاندې د پاکستاني پولیسو ځورولو یې ژوند سخت کړی و، افغانستان ته په خپل راتګ خوښ دي.

روح ګل چې چې د لعلپوري په پنډغالي کې له خپلې کورنۍ سره میشته ده، وایي خوشاله ده چې په خپل وطن کې له ځورولو او نیولو پرته ارامې شپې تیروي خو د کور نه شتون او ناوړه اقتصادي وضعیت یې ځوروي.

د لعلپوري پنډغالي اوسېدونکې ۴۵ کلنه یاسمین بیا شکایت کوي چې پاکستاني پولیسو اجازه ور نه کړه چې د کور وسایل او مالونه له ځان سره راوړي.

نوموړې وایي:

« ټول عمر مو د کور په جوړلو خواري وکړه خو هر څه یې ناڅاپه را وران کړل. زموږ ډېرو وسایلو ته یې اجازه ورنکړه چې له ځان سره یې راوړو»

طالبانو تورخم او سپین بولدک ته نږدې له کمپونو جوړلو سربېره ګڼ شمېر نظامي موټرې او خپل عسکر د دغه کډوالو سره د مرستې لپاره له پلازمېنې کابل او نږدې ولایتونو استولي دي او دوی ته په وخت د رسېدو ژمنې کوي.

یو شمېر طالب چارواکي بیا پاکستان ته ګواښوونکې څرګندونې کوي چې د کډوالو له ځورولو لاس واخلی.

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخوند تازه په خپله یوه خپره کې ویډیوې وینا کې پاکستانی لوری تورن کړی چې خپلو عسکرو ته یې له افغان کډوالو سره د ناسم چلند او له دوی د پیسو اخیستلو امر کړی دی.

دوی ویلي که پاکستان د افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي له دوی دې هم د ښه ګاونډیتوب تمه نه کوي.

تېره ورځ د طالبانو د حکومت د فاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد هم پاکستان ته ګواښ کړی و چې د افغان کډوالو سره دې دومره ظلم وکړي چې د ده په خبره بیا یې د پرې کولو توان ولري.

د ملګرو ملتونو په شمول ګڼو نړیوالو سازمانو او حکومتونو له پاکستانه د افغان کډوالو په ویستلو اندېښنه ښودلې او د پاکستانله حکومته یې غوښتنه کړې چې دغه لړۍ ودروي، خو یاد هېواد تر اوسه په دې برخه کې کوم نرمښت نه دی ښودلی.

پاکستان: افغان مهاجر د پاکستان له چلنده شکایت کوي

02:43

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب