اف بي آی: ایران او چین په امریکا کي خپل مخالفان له منځه وړي
۱۴۰۲ فروردین ۳۱, پنجشنبهد امریکا متحده ایالاتو فدرالي پولیس«اف بي آی» د چهار شنبې په ورځ (اپريل ۱۹) خبرداری ورکړ چي د ايران او چین له خوا د «متحده ایالاتو په خاوره کي د خپلو مخالفانو د چوپ کولو او همدارنګه د امریکا پر سیاستونو خپل اغیز په ګستاخۍ سره لوړ کړی دی.»
د« اف بي آی» د جاسوسۍ ضد مسؤلانو په یوې خبري ناسته کي د چین او ایران له خوا د متحده ایالاتو له قانون څخه سرغړوني ته په اشارې سره له قربانیانو وغوښتل چي د ځاني ګواښونو په اړه دوی ته پر وخت خبر ورکړي.
اړوند: اف. بي. آی: د کوید ویروس «احتمالاً» د چین له لابراتوار څخه اشتباهاً خپور شوی
د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي پولیسو د راپور پر بنسټ، چین او ايران د ځانګړو کارپوهانو په ګومارلو سره د خلکو او اپوزیسیوني بنسټونو کارونه د امریکا په خاوره کي په لوړه کچه څاري.
«اف بي آی» د یو ګواښ په ترڅ کي ځانګړو کارپوهانو ته ور یاده کړه چي د دغو دواړو هیوادونو کړني د دې ښکارندويي کوي چي «دا نوي تاکتیکونه دي، چي د ايران او چین له خوا په لوړه کچه تر سره کېږي، تر اوسه دا ډول کړني د امریکا په خاوره کي سابقه نه لري.»
اړوند:اف. بي. آی د لادرکه افغان ماشومې د لټون عملیات کوي
همدا سبب دی چي د امریکا متحده ایالاتو څارنوالۍ یوشمېر ورته دوسيې څېړي
دا خبري ناسته دوې ورځي وروسته تر هغه جوړیږي چي د امریکا متحده ایالاتو فدرالي پولیسو د نیویارک دوه اوسیدونکي چي د «چین د پټو پولیسو تمځای» سرپرستي يې په چینايي مېشتي سیمه منټهن کي پر غاړه درلوده ونیوله.
اړوند: امريکا نړۍ ته د ايران له سايبري حملو څخه خبرداری ورکړ
په اروپا کي مېشت د بشري حقونو بنسټ «Safeguard Defenders»په وروستیو میاشتو کي یوشمېر راپورونه خپاره کړي، چي څرګندوي «د چین د پولیسو په لسهاوو تمځایونه» د ټولي نړۍ په لویو ښارونو کي د هغې جملې څخه نیویارک او لاس انجلس هم شامل دي فعالیت لري.