د هیلري کلنټن د نوو ایمیلونو په موضوع کې د امریکا متحدو ایالاتو فدرالي پولیسو یا اف بي آی د احتمالي جرمي نکاتو په هکله هیڅ نخښې نښانې نه دي موندلي. هیلري کلنټن د متحدو ایالاتو ولسمشریزو انتخاباتو ته د دیموکراتانو نومانده ده. د اف بي آی مشر جیمز کومي، کانگرس ته لیکلي دي چې د نوو ایمیلونو تر موندل کیدو سملاسي وروسته اړونده ټیم ۲۴ ساعته کار کاوه.
جمیز کومي په خپلو څرگندونو کې زیاته کړې ده چې د دغو پلټنو په ترڅ کې اف بي آی د جون میاشتې پریکړې ته ژمن پاتيږي، چې د دغه ۶۹ کلنې میرمن پر ضد د دغې افتضاح له کبله باید کومه جرمي قضیه تعقیب نه شي.
په جولای کې د اف بي آی مشر دې پریکړې ته رسیدلی وو چې کلنټن ډیر زیات بې پروا چلن کړی وو، خو داسې څه یې نه وو تر سره کړي چې قانوني تعقیب مدلل کړي. په پلټنو کې دا موضوع مطرح وه چې کلنټن له ۲۰۰۹م کال څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې د بهرنیو چارو وزارت پر مهال یو شخصي سرور چې ډیر خوندي نه وو په خپل کور کې د رسمي ایمیلونو یا بریښنا لیکونو د راکړې ورکړې له پاره کاروه. دا چې دې کار د متحدو ایالاتو امنیت ته زیان اړولای شوای، نو له دې کبله څیړنې کېدلې.
د دونالد ټرمپ او هيلري کلينټن په اړه په زړه پوري حقايق
داسې فکر کوئ چې د دونالد ټرمپ او هيلري کلينټن په اړه ډېر معلومات لرئ؟ ځينې شيان به مو هرومرو حيران کړي، مثلا دا چې دواړه د خپلو وېښتانو سره ځانګړې مينه لري.
انځور: Reuters/J. Youngد امريکا په متحده آيالاتو کې له ډېرې مودې راهيسې د دغو دواړو کانديدانو تر منځ سيالي روانه ده چې ډېر ژر به يې پايله هم معلومه شي. د هغوی څېرې د څه پاسه يوه کال راهيسې ورځ په ورځ ليدل کيږي. خو دواړه بيا داسې ځانګړتياوې هم لري چې ډېر نه په ګوته کيږي.
انځور: DW/M. Santosهيلري کلينټن د ايلينوي په آيالت کې په يوه محافظه کاره کورنۍ کې رالويه شوه. پلار يې د ټوکرو يا تکې سوداګر وو. په پېغلتوب کې دا جمهوري غوښتونکې وه چې د پخوانو ولسمشرانو ګولدواټر او نيکسون څخه يې ملاتړ کاوه. هغې بيا وروسته د دموکرات ګوند غړيتوب ومانه. وروسته يې خپل د سر وېښته هم لنډ کړل.
انځور: picture-alliance/dpa/Ron Sachsدونالد د سياسي خنډ په توګه
په ځوانۍ کې ګرانه وه د دې اټکل وشي چې ټرمپ له کوم ګوند څخه ملاتړ کوي. پخوا به يې د دموکراتو کانديدانو ملاتړ کاوه لکه د بيل او هيلري کلينټن. د ده ځينې څرګندونې پخوا خورا ليبرال او آزادې وې. د ژوند په وروستي پړاو کې يې جمهوري غوښتونکي ګوند ته مخه کړه چې نور غړي ورته اوس د خنډ په سترګه ګوري.
انځور: Getty Images/AFP/T. A. Claryبيل او هيلري د جوړې په توګه
هيلري کلينټن په دې هم مشهوره شوې ده چې د متحده آيالاتو له پخواني ولسمشر سره يې واده کړی دی. خو کله چې بيل غوښتل په ځوانۍ کې ورسره واده وکړي، نو هيلري دا وړانديز رد کړی وو. بيل څو ځله ورڅخه هيله وکړه څو هغې ورسره واده کولو ته زړه ښه کړ.
انځور: picture-alliance/AP/Greg Gibsonټرمپ د ښکلا د ملکو د مشر په توګه
له ۱۹۹۶ تر ۲۰۱۵ کاله پورې ټرمپ د «ميس يونيورز» او د امريکا متحده آيالاتو د ښکلا د بېلابېلو سياليو ونډه لرونکی وو. داسې ويل کيږي چې د جامو بدلولو ځايونو ته به يې سر ورښکاره کاوه څو وګوري چې آيا هر څه ... سم دي که نه. په انځور کې د کاليفورنيا د ښکلا ملکه ورته ځکه په حيرانۍ سره ګوري.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Laneد وال مارټ مغازو د بورډ لومړنۍ ښځينه غړې
کلينټن لومړنۍ مېرمن وه چې د امريکايي وال مارټ نومو ارزانو مغازو د اجرائيوي هئيت غړې وه. دغه شرکت د خپلو کارکوونکو سره په ناوړه چلن تورنه ده. يو څو کاله وروسته هيلري خپله بيوګرافي هم په داسې يوه مغازه کې نندارې ته ايښې وه.
انځور: picture-alliance/dpa/Jim Lo Scalzoد ټرمپ نورې سوداګريزې هلې ځلې
سره له دې چې ټرمپ له املاکو سره تجارت شروع کړی وو، خو هغه په ډېر شمېر فلمونو او تلويزيوني نندارو کې هم کار کړی دی. هغه د فلمي لوبغاړو د ټولنې غړيتوب لري او په کال کې څه باندې ۱۱۰ زره ډالره له دې لارې ګټي. په ۲۰۰۷ کال کې ورته په هاليووډ کې دغه ستوری ډالۍ شو چې اوس اوس تازه ترميم شوی هم دی.
انځور: picture-alliance/dpa/N. Sternپه دغه عکس کې بيل په ځير سره يوې غوا ته ګوري، خو هيلري ورسره بيا ډېره تجربه لري. د ۷۰ يمو کلونو په پای کې هغې د دې تجارت له لارې ۱۰۰۰ ډالره په کابو ۱۰۰ زرو ډالرو بدل کړل. ځينې منتقدين وايي چې د غواګانو په دغه تجارت کې فساد هم موجود وو، خو هيڅکله ورباندې دغه تور رسما پورې شوی نه دی.
انځور: Getty Images/AFP/S. Hondaټرمپ د حرفوي غېږې يا کشتي کج په نړۍ کې هم ډېر ځله راڅرګند شوی دی. د حرفوي غېږې د مشر، وينس مک ماهون، سره يې شايد اختلافات هم لرلي وي. اوس ټرمپ د سختو سياليو له پاره ډېر آماده شوی دی. داسې ښايي چې د دغې صحنې تکرار يې له هيلري سره هم خوښ شوی وای؟
انځور: Getty Imagesد لومړۍ مېرمن په توګه کلينټن په دې مشهوره وه چې مختلفې بڼې او د مود ډولونه به يې ښکاره کول. په ۱۹۹۶ کال کې د «وېنيتي فېر» مجلې ادعا وکړه چې په سپينه ماڼۍ کې يې ۴۳ ځله خپلو وېښتانو ته تغيير ورکړی وو. دغه ډول مود يې هغه مهال غوره کړی وو چې د مونيکا لېوينسکي په هکله غږېدله، يعنې هغه ښځه چې مېړه يې ورسره اړيکې درلودلې وې.
انځور: Getty Images/AFP/J. Naltchayanدونالد ټرمپ په دې ټينګار کوي چې هيڅکله يې هم الکول او سېګريټ نه دي څکلي. د ډېرو ادعاګانو څخه يې ښايي دغه يوه رښتيا وي. هغه څوک چې ورسره پېژني يا يې ورسره کتلي دي، دا خبره تائيدوي چې هغه دغه مواد نه کاروي. خو داسې هم ويل کيږي چې اصلي نشه په قدرت کې وي، که څنګه؟
انځور: Getty Images/AFP/K. Betancourد بهرنيو چارو د وزيرې په توګه کلينټن د نورو پخوانو وزيرانو په پرتله له زياتو يعنې ۱۱۲ هېوادونو څخه ليدنه کړې ده. کله چې يې په ۲۰۱۳ کال کې خپله دغه وظيفه پرېښودله نو همکارانو ورته د امريکايي فوټبال داسې يو کميس ډالۍ کړ چې د ۱۱۲ شمېره ورباندې راغلې وه.
انځور: Getty Images/Department of Stateد دويمې مناظرې مخکې ټرمپ او کلينټن سره لاسونه ورنه کړل چې ډېر غبرګونونه يې راوپارول. خو دونالد په رښتيا سره نه غواړي چې چا ته لاس ورکړي. هغه د ميکروبونو څخه وېريږي. دغه ځانګړتيا نورو هم لرله، لکه مايکل جېکسن يا آدولف هيټلر.
انځور: picture alliance/AP Images/S. Walshکلينټن، د ګرېمي جايزې ګټونکې
ډېر شمېر مخالفين او يو شمېر پلويان هم د هيلري کلينټن آواز غوږ ته آزار ورکوونکی بولي. خو سره له دې هم هغې په ۱۹۹۷ کال کې د ګرېمي جايزه د «الفاظو د ښې شفاهي ادا» په برخه کې وګټله کله چې يې د خپلې بيوګرافۍ غږيزه بڼه بازار ته وړاندې کړه. په ورته کال کې سېلين ديون د تر ټولو ښه البوم په برخه کې عين جايزه وګټله. قضاوت خپله وکړئ.
انځور: picture-lliance/dpaد ټرمپ او د هغه د ژوند په هکله هر څه لا ستر او لا پړسېدلي برېښي. نو د هغه قانوني شاليد هم همداسې بوله. دغه جمهوري غوښتونکی سياستوال په څه نا څه ۳۵۰۰ حقوقي قضيو کې ښکېل وو چې د متحده آيالاتو په فدرالي او مرکزي محکمو کې څېړل شوي دي. دا د ګينس د رکارډونو کتاب ته د لار موندلو له له پاره کافي نه دي، خو بيا هم خورا ډېرې قضيې دي. يادونه: دونالد، ته بايد زياته هڅه وکړې!
انځور: Reuters/J. Young د کلنټن انتخاباتي تیم ویلي دي چې «موږ خوشحاله یو چې دغه موضوع حل او فصل شوه.» خو د کلنټن سیال او د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونلډ ټرمپ په خپل لومړني غبرگون کې شک څرگند کړی چې کلنټن د یوه «انحصار کوونکي سیستم» له لوري خوندي ساتل شوې.
د بریښنا لیکونو افتضاح په ټاکنیز کمپاین کې تل کلنټن تر فشار لاندې رواسته. دغه موضوع یوه نیمه اوونۍ تر مخه لا پسې توده شوه چې د اف بي آی مشر وویل چې د يوه پخواني پارلماني استازي په کمپیوټر کې په ظاهري توگه اړونده بریښنا لیکونه موندل شوي دي، چې باید په هکله یې پلټنې وشي. دونالد ټرمپ له دې څخه د خپلې سیالې پر ضد استفاده وکړه او آن په نظر پوښتنو کې وړاندي شو.
ټرمپ او کلنټن د شنبې په ورځ د متحدو ایالاتو هغو ایالتونو ته چې د سختي سیالۍ اټکل په کیږي سفرونه وکړل، څو د نومبر میاشتې د اتمې نیټې بریا له پاره احتمالي پریکړنده رای ترلاسه کړي.
د تلویزوني چېنل ABC او واشنگټن پوسټ ورځپاڼې له لوري د یکشنبې په ورځ خپره شوې نظر پوښتنه ښيي چې هیلري کلنټن له خپل سیال څخه پنځه سلنه نمرې مخکې ده. د NBC او وال سټریټ ژورنال له لوري شوي اروزنه بیا د کلنټن له پاره څلور پواینټه د مخکي والې وړاندوینه کوي.