1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اقتصادي کارپوهان د افغانستان د میلیاردو ډالرو آزادیدل غواړي

۱۴۰۱ مرداد ۲۰, پنجشنبه

په لسونو اقتصادي کارپوهانو د امریکامتحده ایالاتو له حکومت څخه غوښتي چي د افغانستان د مرکزي بانک په میلیونو کنگل سوي پیسې ازادي کړي. دامریکا متحده ایالاتو بیا ویلي چي بیره لري دغه پیسې د طالبانو جیبونو ته ولوېږي.

Da Afghanistan Bank (DAB) | Kabul, Afghanistan
انځور: Massoud Hossaini/AFP/Getty Images

د اقتصادي علومو او پرمختیايي چارو ۷۱ کارپوهانو، د امریکا ولسمشر جو بایدن او د دغه هیواد د مالیې وزیري جنت یلن ته په یوه لیک کي څرگنده کړې ده چي د افغانستان د مرکزي بانک د ۷ میلیارده ډالرو کنګليدل، په دغه هیواد کي اقتصادي او بشري بحران لاپسي خطرناک کوي.

د نوموړي لیک لیکوالانو، د هغو په ډله کي د اقتصاد د نوبل د جایزې گټونکي جوزف ستیگلیتڅ او د یونان د مالیې پخواني وزیر، یانیس واروفاکیس، په افغانستان کي د اقتصادي او بشري ناورین د شدد او په ځانگړي ډول په هغه کي تر ډیره ځایه د امریکا متحده ایالاتو د نقش په اړه خپله اندېښنه ښودلې ده.

هغوی په دغه خط کي لیکلي چي د افغانستان مرکزي بانک نه سي کولای پرته له خپلو شتمنیو خپلي «اساسي او معمولي کړنلاري« سرته ورسوي، »د مرکزي بانک له فعالیتونو پرته، لکه څنگه چي تمه یې کیده، د افغانستان اقتصاد پاشل سوی دی.»

په دغه لیک کي زیاته سوې ده چي د افغانستان د مرکزي بانک خارجي اسعار به د دغه هیواد د اقتصاد په برخه کي مهم نقش ولري تر څو پولي اړتیاوي تنظیم کړي او رایجه پیسه باثباته کړي او تر ټولو د مخه د غذايي موادو او سون توکو واردات تمویل کړي.

دغو کارپوهانو د افغانستان د وضعیت یو تاریک انځور ترسیم کړی او څرگنده کړې یې ده: »د افغانستان ۷۰ سلنه بودجه نه سي کولای اساسي اړتیاوي پوره کړي. په دې ډول شاوخوا ۲۲،۸ میلیونه انسانان، یعني د دغه هیواد د نفوس نیمايي برخه د غذايي موادو له کمښت سره مخامخه ده او ۳ میلیونه کوچنیان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

د جو بایدن حکومت د فبرورۍ په میاشت کي څرگنده کړه چي د کنگل سوو پیسو نیمايي برخه به د افغانستان خلکو ته ځانگړې سي، خو په دې شرط چي دغه پیسې واقعاً هغوی ته ورسیږي. د کنگل سوو پیسو بله نیمايي برخه به د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ مي ترهگري پیښې د قربانیانو له پاره وساتل سي.

اقتصادي کارپوهانو د امریکا متحده ایالاتو حکومت ته په خپل لیک کي دغه خبره رد کړې او لیکي چي: «ټولي ۷ میلیارډه ډالر د افغانستان په خلکو پوري اړه لري. له دغو پیسو څخه د کمي اندازې ورکول، په دغه هیواد کي خراب اقتصادي وضعیت نور هم کمزوری کوي.»

دغو کارپوهانو په خپل لیک کي د افغانستان د مرکزي بانک دوه میلیارده ډالرو ته هم اشاره کړې ده چي آلمان، بریتانیا او متحده عربي اماراتو کنگل کړي دي.

GP/NZ/AG

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل