1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الازهر کاتولیکانو ته د نوي پاپ تبريکي ورکړه

مسعود جهش (Reuters, dpa, AP, AFP)۱۳۹۱ اسفند ۲۴, پنجشنبه

د الازهر پوهنتون چې په نړۍ کې د اسلامي زده کړو تر ټولو لوی مرکز دی، د پنجشنبې په ورځ وویل چې غواړي په واتيکان کي د کاتوليکانو له نوي رهبر سره ښې اړیکې ولري.

Newly elected Pope Francis, Cardinal Jorge Mario Bergoglio of Argentina waves from the steps of the Santa Maria Maggiore Basilica in Rome, March 14, 2013. At left is Cardinal Santos Abril of Spain and Cardinal Agostino Vallini, Vicar General of Rome at right. REUTERS/Alessandro Bianchi (ITALY - Tags: RELIGION POLITICS)
Papst Franziskus am Tag nach der Papstwahl in Santa Maria Maggioreانځور: Reuters

د دینونو تر منځ د خبرو اترو په برخه کې د دې پوهنتون مشاور محمود عزب، په دې اړه وویل: «موږ د نوي پاپ تر مشرۍ لاندي د واتیکان له کلیسا سره د لا ښو اړیکو غوښتونکو یو.»

د واتیکان او الازهر تر منځ خبرې اترې د ۲۰۱۱ کال په لومړیو میاشتو کې ودرول شوې. ښاغلي محمود عزب ویلي دي: «کله چې یوه نوې پالیسي رامنځ ته شوه، نو موږ به له واتیکان سره خپلې خبري اتري چې د ۲۰۱۱ کال په لومړیو کې درول شوې وي، بیرته پیل کړو.»

په ۲۰۰۶ کال کې د واتیکان او الازهر تر منځ هغه وخت خبري اتري ودرول شوې چې پاپ بیندیک د هغې بېلګې په اړه خبري وکړې چې پکښې د اسلام ستر پیغمبر محمد (ص) د یوه داسي کس په توګه انځور شوی وو چې خپلي پالیسۍ یې د توري په زور عملي کولې.

دغه خبري اتري بیا بیرته په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوې خو په ۲۰۱۱ کال کې یو ځل بیا ودرول شوې.

خورخې ماریو بیرگولیو د نوي پاپ په توګه وټاکل شو. هغه تر دې مخکې د ارجنتاین د کاتولیکې کلیسا مشر وو. بیرگولیو د لاتین امریکا لومړی اوسیدونکی دی چې د پاپ په توګه ټاکل کیږي.

بیرگولیو ۷۶ کلن دی چې خپل ټول ژوند یې د ارجنتاین په کلیسا کې تیر کړی دی. هغه له دې کبله ډیر شهرت لري چې د ارجنتاین کلیسا یې ډیره عصري کړې ده. تر هغه مخکې د دې هیواد کلیسا په لاتین امریکا کې د ډیرو محافظه کارو کلیساو له ډلې څخه یوه وه.

خورخه ماریو بیرگولیو ديني لقب فرانسیسکوس اول دی او د لومړي ځل له پاره د چهار شنبې په شپه د پاپ په کاليو کې د کاتولیکې کلیسا په «بالکن» کې راڅرگند شو او هغو کسانو ته یې وینا وکړه چې د نوي پاپ د ټاکل کیدو په تمه ول.

بیرگوليو د خپل ساده ژوند له کبله ډیر شهرت لري. هغه خپله ډوډۍ پخپله پخوي او له عامه ترانسپورت څخه کار اخلي. هغه لومړی پاپ دی چې د لاتینې امریکا څخه ټاکل کیږي.

د نوي پاپ ټاکنې ته ډیر شمیر کاتولیکان سترګې په لار ول. ډیر شمیر کسان د کاتولیکې کلیسا مخې ته راټول شوي ول او د کلیسا له «دودکش» څخه د سپین لوګي د راوتلو په تمه ول. کله چې نوي پاپ ټاکل کیږي، د دې کار د ترسره کیدوه نښانه دا وي چې د کاتولیکې کلیسا له دودکش څخه سپین لوګی هوا ته پورته کیږي. دغه کار د چهارشنبې په ماښام پر اوو بجو تر سره شو چې د ډیر شمیر کسانو انتظار یې پای ته ورساوه.

تر دې مخکې پاپ بیندیکت شپاړسم، له خپلې دندې څخه په ناڅاپي ډول استعفا کړې وه او د نوي پاپ د ټاکل کیدو له پاره یې لاره هواره کړې وه. د پاپ بیندیکت شپاړسم تر استعفا وروسته ډیر شمیر کسانو فکر کاوه چې نوی پاپ به یا له لاتین امریکا او یا هم له اسیا څخه وي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل