البانيا: د موټر په ټکر کي ۷ مهاجر وژل سوي دي
۱۴۰۳ فروردین ۱۴, سهشنبهد البانیې چارواکو ویلي چي په اوو تنو ډک دغه موټر چي چلوونکی یې یو البانیایی وو، د سه شنبه په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل دويمه نېټه) د سهار له خوا د آووس په سیند کی لویدلی دی.
د رپوټونو له مخي دغه پیښه له یونان سره ددغه هیواد د سرحد په څوکیلومترۍ واټن، د پرمت ښار ته نیژدې رامنځته سوې ده.
د البانیا د پولیسو په حواله ، په مهاجرو ډک موټر، له دغي مرگوني پیښې یو څه مخکي، د یونان او البانیې له سرحده تیر سوی وو. مهاجر ټول له منځني ختیځ څخه وه او ښایي غوښتل یې له البانیا څخه د مونته نیگرو له لاري د اروپا نورو ځایونو ته ځان ورسوي.
البانیا په اصطلاح د بالقان پر مسیر موقعیت لري چي له دې لاري ډیری مهاجر هلي ځلي کوي چي له افریقا ، آسیا او منځني ختیځ څخه اروپا ته ځانونه ورسوي.
دفرونتکس یا د اروپا د سرحدونو د ساتلو آژانس د رپوټونو له مخي، د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه بیا تر اکتوبر میاشتي پوري تقریباً ۱۰۰ زرو مهاجرو له دې لاري څخه استفاده کړې ده.
آ./گ.غ.پ./ا.ا