د ځايي ورځپاڼې (La Prensa Grafica) د رپوټ پر اساس، په دغه پېښه کې مړه شوي کسان ټول ځوانان دي چې په ډله کې دوه ېې ښځې دي.
په مرکزي امریکا کې پروت د دغه هیواد پولیسو پر ټويټر ليکلي دي چې ټپيان د پلازمينې سن سلوادور لوبغالي، کسکتلان (Cuscatlan ) ته نژدې یو روغتون ته رسول شوي چې د دوو روغتيايي وضعیت ېې نازک ښودل شوی دی.
زیاته شوې چې لوبغالي ته د نجات ډلې په رارسېدلو سره، د اف سي اليانزا او سي ډي فاس تر منځ لوبه لغوه شوه.
ورته نور ولولئ:اندونیزیا: د فوټبال تر لوبې وروسته د مړو شمیر ۱۷۴ ته لوړ شوی
یاده ورځپاڼه ليکي چې د فوټبال مينه والو وار دمخه په لوبغالي کې د زښته ډېرې ګڼې ګوڼې له شتونه شکایت کړی وو په داسې حال کې چې ډير نور خلک لا له لوبغالي دباندې هم دننه کېدو ته په انتظار ول.
د فوټبال نندارې ته راغلي يو کس وويل: «د ټول لوبغالي له پاره صرف دوه دروازې خلاصې وې. دباندې په انتظار کې ولاړو خلکو غوښتل چې په زوره داخل شي، هغوي ټول پر موږ راولوېدل.»
ورته نور ولولئ: په یمن کي د مرستو د ویش پر مهال نيږدې ۸۰ کسان مړه شوي
د ساندرا ارګیوتا په نوم ېوې بلې مينه والې وويل چې تر ډېره ماشومان او د ډير عمر خاوندان اغیزمن شوي دي. هغې زیاته کړه چې د هوا د کمښت له وجې اړتیا پېدا شوه چې دروازې په زوره خلاصې شي «تر څو يو څه هوا داخله شي، ځکه خلک زښته ډير وو او موږ خفه شوي وو.» ورځپاڼې چې دغه وحشتناکه پېښه «د انسانانو واورې ښويدنې» په توګه ښودلې او ويلي دي چې هغه د لوبې د لومړي میدان پر وخت رامنځ ته شوه.
mks/mns/(dpa)
د فوټبال پر موضوع زموږ له آرشیف څخه دغه انځوریز البوم هم کتلی شئ:
د قطر نړیوال جام به د کومو لوبغاړو له پاره وروستۍ لوبې وي؟
په دې انځوریز آلبوم کې د فوټبال له نړۍ څخه د قطر د فوټبال په نړیوال جام کې تر ټولو وتلو ستورو ته لنډه کتنه کوو. دا به د فوټبال د یو شمېر ستورو له پاره وروستی نړیوال جام وي. انځور: Owen Humphreys/empics/picture alliance لیونل مسي ویلي چې دا به د هغه له پاره وروستی نړیوال جام وي. دا ۳۵ کلن ستوری په دغو نړیوالو او مهمو سیالیو کې د بریا تږی دی. هغه چې په ۲۰۲۱ کال کې د ارجانتین ملي ټیم د امریکا د کوپا تر اتلولی جام ورساوه، هیله مند دی چې د قطر په نړیوال جام کې خپله ملي لوبډله ډیرو بریاوو ته ورسوي.
انځور: Frank Augstein/AP/picture alliance کریستیانو رونالدو (پرتګال) ۳۷ کلن رونالدو اوس هم د پرتګال د ملي ټیم ترټولو غوره لوبغاړی دی. د پرتګال ملي ټیم تر اوسه د نړیوال جام په سیالیو کې کومه بریا نه لري. رونالدو چې څلور ځلې د سرو زرو توپ جایزې او همداراز د فوټبال د کلبونو په سیالیو کې مهم لوبغاړی پېژندل شوی، د قطر په نړیوال جام کې په دې هیله ګډون کوي چې دا به د نوموړي د فوټبال په ځلاندو فعالیتونو کې وروستۍ هڅه وي.
انځور: Patricia de Melo Moreira/AFP ۳۰ کلن نیمار، سږکال په نړیوال جام کې د ترټولوغوره ټیمونو له ډلې څخه د یوه هیواد د ملي ټیم مشري کوي. د هغه له پاره دا درېیم ځل دی چې په نړیوال جام کې حضور لري او په دې هڅه کې دی چې د برازیل د پخواني ستورو په څېر په نړیوال جام کې د اتلولي ویاړ ترلاسه کړي. د هغه ټیم ډېر غښتلي لوبغاړي لري. له همدې کبله د خپلې لوبډلې له پاره د هغه مشري او نوښتونه د قطر په نړیوال جام کې خورا مهم دي.
انځور: Andre Penner/AP Photo/picture alliance ۲۳ کلن کلیان امباپه، د قطر په نړیوال جام کې د اتلولي له عنوان څخه د مدافع په توګه ګډون کوي. د فرانسې ملي ټیم په ۲۰۱۸ کال کې په روسیه کې اتلولي ته ورسید. همدارنګه دا ټیم له تیر نړیوال جام را وروسته ډیرې لاسته راوړنې نه لري. امباپه د یورو ۲۰۲۰ په سیالیو کې یو پنالټي چې «برخلیک ټاکونکي وو» ونشو کړای ګول کړي او د سویس ټیم لخوا له لوبو حذف شو. هغه هیله لري چې د قطر جام به ورته ښې پایلې ولري.
انځور: Justin Setterfield/REUTERS د فوټبال په نړۍ کې یو له مشهورو بریدکوونکو لوبغاړو څخه هري کین په دې هیله د قطر نړیوال جام ته داخلیږي چې د انګلستان ملي لوبډله به له ډیرې مودې وروسته دغې سترې بریا ته ورسوي. انګلستان د ۲۰۱۸ نړیوال جام «یو څلورم فاینل» ته ورسید، نو د دې ټیم له پاره په وروستۍ پړاو کې له رسیدو پرته پرمختګ نه شمېرل کېږي. انګلستان له ۵۶ کلونو راهیسې نړیوال جام نه دی ګټلی.
انځور: Hannah Mckay/REUTERS د سینګال د ملي لوبډلې غړی او جرمني د بایرن کلب لوبغاړی سادیو مانه په داسې مهال نړیوال جام ته ځي چې د دغه کلب په لوبه کې یو څه خوږ شوی دی. دغه لوبغاړي له لاسته راوړنې ډک کال تېر کړی او د خپل هېواد له ملي ټیم سره یې د آفریقا اتلولي جام په سیالیو کې د لومړي لقب او نړیوال جام ته د لار موندلو په برخه کې ډېره مرسته کړې ده.
انځور: Celso Bayo/ZUMA/picture alliance لوانډوفسکي په تېر نړیوال جام کې ونشو کړای د پولنډ ملي لوبډله بریا ته ورسوي، خو دا ځل له ډېرې تجربې سره هیله لري چې د ګروپي پړاو په سیالیو کې پرمختګ وکړي. په دې پړاو کې د پولنډ ملي لوبډله د ارجنټاین، مکسیکو او سعودي عربستان ټیمونو سره لوبې کوي. دا لوبغاړی چې د کلبونو په لوبو کې په ځانګړې توګه په بایرن کلب کې ډېرې بریاوي ترلاسه کړي او دا به په نړیوال جام کې د ده وروستۍ لوبه وي.
انځور: Adam Nurkiewicz/Getty Images سون هیونګ مین (جنوبي کوریا ) سون هیونګ مين چې د اسيا د غوره لوبغاړي په توګه پېژندل کېږي، نړيوال جام ته په دې هيله ځي چې لوبډله يې د اسيا په نړيوال جام کې برياليتوب ته ورسېږي. جنوبي کوریا په وروستي نړیوال جام کې چې په آسیا کې په لاره اچول شوی و نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه. هغه چې د تاتنهام هاټسپر کلب له پاره لوبیږي، د انګلستان پریمیر لیګ د سرو زرو توپ له ګټونکو څخه دی او په تېر فصل کې یې ۲۳ ګولونه سر ته رسولي دي.
انځور: Lee Jin-man/AP Photo/picture alliance کوین دي بروینه په منچستر سټي ټیم کې لوبېږي، د قطر د نړیوال جام په سیالیو کې د بلجیم د سرو زرو د نسل مشري کوي. بلجیم لوبډلې په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې ماته وخوړه او دا ځل د ښې پایلې تمه لري. ۳۱ کلن بروینه د خپلې لوبډلې مشهور ستوری دی.
انځور: Stuart Franklin/Getty Images د هالنډ ملي لوبډله په داسې حال کې د قطر نړیوال جام ته ځي چې په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال نړیوال جام ته لاره موندلې نه وه. ویرجیل فن دایک د دې ټیم لوی او مهم ستوری دی او په قطر کې به د لا بریاوو له پاره هڅه وکړي.
انځور: Piroschka Van De Wouw/REUTERS