الماني ځواکونه: په چاردره کي مو ښځي نه دي وژلي
۱۳۸۹ اسفند ۱۹, پنجشنبههغه وايي چي الماني عسکرو د د چهارشنبې په ورځ يوه افغانه مېرمنه په ډزو ووژله او دوهمه يې ټپي کړله. په کندوز کي د الماني پوځ وياند ويلي دي چي، د دغو تورونو په هکله يې پلټنې پېل کړي دي او دا چي دا تر اوسه ثابته سوې نده چي الماني عسکرو دي ولسي کسان په ډزو وژلي وي.
خو د چار درې د پوليسو مشر غلام محي الدين پر خپله خبره ولاړدی او د تليفون پر کرښه دويچه ويله پښتو ويب پاڼي ته وويل چي، يوه مېرمن د يوې ودانۍ دننه د الماني عسکرو په ډزو وويشتل سوه او دوهمه چي د ودانۍ څخه دباندي وه هم ټپي سوه.
په کندوز کي د الماني پوځ وياند قضيه بل ډول تشريح کوي: هغه وايي چي په سيمه کي د گزمې پر مهال پر الماني پوځ ډزي وسوې چي په ترځ کي الماني عسکرو هم جوابي ډزي وکړې.
چاردره تر ډېره وخته د طالبانو کلا گڼل کېدله. وياند وايي چي تر نښتي وروسته د سيمي څخه يو نيم کلومتره ليري ولسي کسانو د دوی بله گزمه راوگرځوله. دغو ولسي کسانو دوی ته يوه مېرمه وسپارله چي ژوبل سوې وه. خو نوموړی وايي چي د دغې ژوبل سوي مېرمني زخمونه د ډزو له وجي نه وه رامنځ ته سوي.
وياند زياته کړې چي پداسي حال کي چي المانی پوځ همېشه په خپلو گزمو کي گرځنده طبي عمله د ځان سره لري نو د دغې ژوبل سوي افغاني مېرمني سره يوې المانۍ ښځينه ډاکټري لومړۍ طبي مرسته وکړه.
هغه وايي تر لومړنيو مرستو وروسته مېرمن د الماني پوځ په قرارگاه کي موجود روغتون ته انتقال سوه ، چيري چي هغه د خپلو زخمونو د شدت له وجي په حق ورسېده.
المانی پوځ وايي چي، دويمه مېرمنه چي پر پښه يې پرزې لگېدلي وې معمولي ټپي سوې وه پخپله د کندوز روغتون ته راغله چي د هغې درملنه وسوه.
المانی پوځ وايي چي امکان لري چي دغه مېرمن د ډزو په تبادله کښي ټپي سوي وې.
دا پداسي حال کي ده چي تيره ورځ د ملگرو ملتونو په راپور کي د ملکي وگړو د مرگ ژوبلي په اړه اندېښنه ښودل سوې ول.
زابينا/ احمد ولي اڅکزی
کتونکی: نجيب الله زيارمل