اسقف ګیورګ بېتڅینګ دغه خبره المانۍ ورځپاڼي(څایټ) ته نن پنجشنبه(د سپتمبر میاشتي ۱۰ مه) وکړه او ویې ویل، چي «موږ به د کرونا پانډمۍ په سبب رامنځته سوي وقفې د عمیقو تجربو یادونه په اطمینان سره همیشه وکړو. نو دا به څنګه خبره وي، چي په راتلونکو کلونو کي موږ په دې هیواد کي دا ډول یوه رخصتي ولرو، چي هلته ټوله ادیان په مشترک ډول سره ددغي وقفې یادونه کوي.؟»
د بېتڅینګ په خبره د ادیانو تر منځ باید داسي یوه رخصتي ورځ رامنځته، چي سړی په ارامه سره فکر وکړي او ددغي ورځي یادونه وکړي:« یهودان ، مسلمانان او عیسویان د اوونی په اوو ورځو کي یوه ورځ د کارونو څخه د فراغت او ارمۍ عنعنه لري. د مسلمانانو له پاره د جمعې ورځ، د عیسویانو دا یکشنبه او یهودانو دا شنبه ورځ رخصتي ده.«
بېتڅینګ اضافه کوي ، چي جرمني، که څه هم له اقتصادي لحاظه ډیر کامیابه دی، خو کله کله ډیره لنډ فکري کوي، داسي چي د پروتستانتانو د لمانځه او توبې د رخصتۍ ورځ یې واخیستله:« داسي یوه اینده، چي د تقسیم بندۍ او تجزیې په واسطه تهدیدیږي، هرهغه څه به قیمتي او پرارزښته وي، په کوم کي چي اتحاد او اتفاق رامنځته کیږي. نو ایا داسي یوه ورځ به د مذهبي او غیر مذهبي خلکو دواړو دپاره د مشترک احساس او ارام فکر کولو په خاطر ښه نه وي؟»
د پروتستانت کلیسا د لمانځه او توبې د رخصتۍ دغه ورځ په ۱۹۹۵ م کال کي د مراقبت او پالني بیمې د تمویل په خاطر بې له ساکسن ایالت څخه په ټوله جرمني کي لغؤ سوه. خو پروتستانتان تر نن ورځي پوري دا یو غلط تصمیم بولي.
زموږ له آرشيف څخه:
پر عبادتځایونو د خونړیو بریدونو پېښې
په ټوله نړۍ کې په تیرو څو کلونو کې پر یو شمیر عباتځایونو او مذهبي ځایونو بریدونه شوي دي. پر مسجدونو، کلیساوو او د یهودانو پر عبادتځایونو د ځینو خونړیو پيښو لنډ جزئیات د انځورونو په دې ګالرۍ کې لیدلی شئ.
انځور: Reuters/J. Silva
د کرایسټ چرچ په ښار کې پر مسجدونو یرغل
د نوي زیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې پر دوو مسجدونو د فیرونو په پېښه کې ۵۱ مسلمانان ووژل شول او تر۵۰ زیات ټپیان شول. بریدګر برینټن ټیرنټ، د ۲۰۱۹م کال د مارچ پر ۱۵مه نېټه په دغه ښار کې په النور مسجد کې د جمعې د لمانځه پر مهال پر عبادت کوونکو ډزې کړې وې. دغه خونړۍ پيښه هغه د فیسبوک پر ټولنیزه پاڼه په ژوندۍ بڼه خپروله. اوس د دغه برید ګر محاکمه جریان لري.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/S. Vidanagama
امریکا متحده ایالات: د یهودانو د «هنوکا» پر مذهبي مراسمو برید