1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المانی سیاستوال: باید کابل ته دیپلوماتان واستوو

۱۴۰۳ تیر ۱۰, یکشنبه

یوه الماني سیاستوال ویلي دي چې کابل ته د دیپلوماتانو په استولو سره کولی شو د دغه هیواد خلک له لا زیاتې بدبختۍ څخه وژغورو. المان نه هم د طالبانو اداره په رسمیت پيژني او نه هم ور سره رسمي دیپلوماتیک تعامل لري.

Deutschland Berlin 2023 | SPD-Bundesparteitag | DW-Interview mit Nils Schmid
انځور: DW

د بهرني سیاست په برخه کې د المان د سوسیال دیموکرات (SPD) ګوند سیاستوال نیلز شمید، په دې نظر دی چې د المان حکومت باید یو وار بیا خپل دیپلوماتان افغانستان ته واستوي. نوموړی په دې باور دی چې له دې لارې کیدای شي په افغانستان کې د بدبختۍ د لا زیاتیدو مخه ونیول شي.

نوموړي ویلي دي «دا یوازنۍ لاره ده چې کولی شو د دې هیواد له وضعیت څخه ځانته دقیق انځور ترلاسه کړو. دا کار کیدای شي په سیمه کې د المان د معقول او هدفمند مشارکت له پاره یوه مبنا وي.»

شمید د یکشنبې په ورځ په قطر کې د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو کنفرانس له پیلیدو څخه مخکې د «ټاګس شپيګل» المانۍ مجلې ته په یوه مقاله کې دی لیکلي دي «مونږ باید دا پوښتنه له ځان څخه وکړو چې په راتلونکي کې به له دغه هیواد سره څنګه چلند وکړو. داسې تصور نه شي کیدلی چې طالبان به د وړاندوېنې وړ راتلونکي کې خپل واک دوباره له لاسه ورکړي.»

د بهرني سیاست په برخه کې د سوسیال دیموکرات ګوند د پارلماني ډلې دغه ویاند زیاته کړې ده «دا د المان په ګټه نه دی چې د درک کولو وړ دلایلو له مخې دې د طالبانو له ديپلوماتیک په رسمیت پيژندنې او پراختیایي مرستو څخه انکار وکړای شي.»

شمید وایي چې له دې کار سره «مونږ په ناپوهۍ کې په دې هیواد کې د بدبختۍ له ډیریدو سره مرسته کوو.»

تر اوسه پورې هیڅ کوم هیواد په کابل کې د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پيژندلې.

د منهایم برید؛ آیا افغانستان ته اخراج ممکن دی؟

05:51

This browser does not support the video element.

شمید ویلي دي چې اوس د طالبانو په منځ کې هم داسې کسان شته چې په دې پوهیږي چې د دغه هیواد ستونزې یوازې د نړیوالې ټولنې په همکارۍ سره حل کیدلی شي.

په دوحه کې د یکشنبې ورځې غونډه د دریم ځل له پاره ترسره کیږي او دا لومړی وار دی چې د طالبانو یو پلاوی هم په کې ګډون کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې یو وار بیا په افغانستان کې واک په خپل لاس کې ونیوه او له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې په کابل کې د المان سفارت تړلی دی.

په افغانستان کې بشري وضعیت په ځانګړي ډول خراب ګڼل کیږي. په دې وروستیو کې افغانستان یو وار بیا په المان کې د توجه وړ ګرځیدلې دی، ځکه په منهایم ښار کې د چاقو په وسیله له ترسره شوي برید وروسته د المان صدراعظم اولاف شولڅ اعلان وکړ چې یو وار بیا د جنایتکاره او خطر پيښوونکو افغان او سوریایي مهاجرو د اخراجولو پروسه ممکن ګرځوي.

اوس مهال د المان حکومت له دریمو هیوادونو سره د مذاکراتو په حال کې دی، څو د هغو له لارې دغه ډله افغانان خپل هیواد ته بیرته ستانه کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب