1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المانی سیاستوال: کډوال دې افریقايي هیوادونو ته ولیږل شي

۱۴۰۲ آذر ۲۶, یکشنبه

د آلمان د مسیحي دموکرات ګوند د پارلماني څانګې مرستیال ینز شپان ویلي هغه کډوال چې په غیر قانوني توګه اروپا ته راځي باید له اروپايي ټولنې بهر د افریقايي هیوادونو لکه ګانا، روانډا یا ختیځې اروپا هیوادونو ته ولیږدول شي.

Gesundheitsminister Jens Spahn BPK
انځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د المان د مسیحي دموکرات ګوند د پارلماني څانګې مرستیال شپان د «نویه اوسنا بروکه څایتونګ» په نامه له یوې آلمانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې اروپايي اتحادیې ته په ناقانونه ډول راغلي  کډوال باید افریقايي هیوادونو او یا هم د شرقي اروپا هیوادونو لکه جورجیا او مولداویا ته انتقال شي. نوموړي ویلي: «که موږ دا کار څلور، شپږ یا اته اونۍ په پرله پسې ډول وکړو، د پناه غوښتونکو شمیر به د پام وړ کم شي.» هغه زیاته کړه چې که پناه غوښتونکو ته معلومه شي چې په ۴۸ ساعتونو کې به له اروپايي ټولنې بهر یوه خوندي دریم هېواد ته وړل کېږي، نو ډېری به یې (اروپايي ټولنه) د کډوالۍ له پاره نه انتخابوي.

د آلماند مسیحي دیموکرات ګوند په نویو سیاستونو کې په یوه دریم ګړي هیواد کې د ناقانونه کډوالو میشت کول، د دې پروګرام هسته تشکیلوي. شپان څرګنده کړه چې هدف یې داسې «رسمي تړونونه دي چې له مخې یې کډوال کولی شي په دې هیوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي او که ومنل شي، هلته په خوندي توګه پاتې کیدی شي.» نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې «روانډا هیواد ښايي په دې برخه کې چمتو وي او ممکن ګانا هیواد هم توافق وکړي. موږ باید له نورو غیر اروپايي هیوادونو لکه جورجیا او مولداویا سره هم په دې هکله خبرې وکړو.»

په آلمان کی د تابعیت قانون نور هم پسی شدید سو

04:54

This browser does not support the video element.

د دغه سیاستوال په وینا، د کډوالو په تړاو د جنیوا په کنوانسیون کې دا نه دي راغلي چې د جنګ ځپلو هېوادونو شکنجه شوي کسان باید پخپله په اروپايي ټولنه کې وساتل شي. هغه زیاتوي چې «که موږ ډاډ ترلاسه کړو چې دا ډول خلک خوندي ځای لري، چیرې چې د دوی ښه پالنه کیږي او پرته له ویرې ژوند کولی شي، نو بیا د کډوالو په اړه د جینوا کنوانسیون هدف ترلاسه شوی دی.»

د شپان په خبره، که په اروپايي ټولنه کې آلمان د دغې مفکورې تر شا ودریږي، نو ډیری نور غړي هیوادونه به هم دغه کار وکړي او هغه به تائید کړي. د مسیحي دموکرات ګوند دغه غړی وايي چې که چیرته دغه خبر او معلومات کډوالو ته ورسیږي، نو په دې صورت کې به دوی هیڅکله قاچاقچاینو ته پیسې ورنکړي څو د مدیترانې په خطرناک مسیر کې يې ژوند په خطر کې ولویږي.»

شپان همدا راز په خپلو خبرو کې ویلي چې «آلمان په دې صورت کې د هغو کسانو د منلو له پاره به ځواک، ظرفیت او فضا ولري چې په ریښتیا هم زموږ ملاتړ ته اړتیا لري. زه فکر کوم چې دغه کار لا ډیر انساني کار دی.»

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب