د الماني وېروس پېژندونکي کریسټین دروسټن په باور، د کرونا وېروس خپاروی نور پای ته رسېدلی دی. د برلین د «شاریته» روغتون دا رئیس وایي: « سږکال موږ په دې ژمي کې د کرونا لومړۍ اندمي څپه له (Sars-CoV-2) سره تجربه کوو او زما په نظر د کرونا وېروس خپرېدنه نور پای ته رسېدلې ده.«
دا وتلی الماني وېروس پېژندونکی زیاتوي چې وروسته له دې ژمي څخه به د خلکو خوندیتوب دومره لوړ او ځواکمن وي چې په راتلونکي دوبي کې وېروس نشي کولای دا مصونیت مات کړي. یوزانۍ استثنی ته چې دا وېروس پېژندونکي اشاره کړې ده، هغه د نورو وېروسونو پرمختللې بڼه ده. خو په وينا يې په اوس وخت کې دا تمه نه کېږي.
په نړۍ کې د کرونا د پيښو ډېرښت او په اروپا کې شدید مقررات
د ځانګړو روغتیایي خدمتونو ډاکتر او د المان د فدرالي دولت د متخصصینو شورا غړی کریسټین کاراګیانیدیس له یو المانۍ رسنیزې شبکې ((RND سره د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د وېروس خپاروي به وروسته له ژمي څخه پای ته ورسېږي که نه، ویلي دي: « زه تمه لرم چې د (کرونا وېروس خپرېدل) اوس په تدریج سره پای مومي. خو د ډاډ لپاره به بیا هم دا یا هغه کوچنۍ څپه ښايي رامنځه ته شي.»
انځور: Frank Ossenbrink/imago images په داسې حال کې د خلکو د خوندیتوب وضعیت ځواکمن شوی او د ځانګړو پاملرنو واحدونو کې د کوویډ ناروغانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
ډیری کارپوهان لکه د (STIKO) واکسیناسیون د دایمي کمیسیون مشر توماس مارټینز، اوس دا ارزونه شریکوي چې کرونا اوس یوه اندمي ناروغي ده.
د هغه په وینا یوه ساري ناروغۍ (پاندمي) په ابتدايي توګه داسې تعریف کېږي کله چې یو ناپیژندل شوې نړیواله وبا چې انسانان یې هیڅ معافیتي تجربه نلري او په ټولنه کې نفوذ کوي. اندمي بيا هغې وبا ته ويل کیږي چي تر يوې جغرافيايي سيمي پوري محدوده وي. د اکتوبر په پای کې میرټینس وویل چې موږ نور د پاندمۍ له وضعیت سره مخ نه یو.
م.ا/ا.اڅ
انځورونه: پر له پسې کرونا، سیاحت او نوي معلومات
کرونا هره ورځ په نړۍ کې خلک ګواښي. ډېرو ځایونو ته سفرونه بند دي او تر ډيره هغه خلک زیانمن شوي چې کاروبار يې د توریزم له صنعت سره تړلي دی. د نړۍ تر ټولو ښایسته سیاحتي ځايونو انځورونه او وروستي پرمختګونه وګورئ! انځور: Lakomski/Jan Huebner/imago images په فرانسه کې تر شپږ نیمې مياشتې ځنډ وروسته رستورانټونه او کافي شاپونه د خلکو پر مخ خلاص شوي دي.
انځور: Michel Euler/AP Photo/picture alliance په فرانسه کې تړل شوي موزیمونه، رستورانټونه، کافیانې او ځينې نور ځایونه بیرته د مشتریانو پر مخ خلاص شول.
انځور: Lewis Joly/AP Photo/picture alliance اتریش هم د تیرې چهارشنبې ورځې د می له ۱۹ مې له آلمان څخه ورتلونکو مساپرو پر مخ له قرنطين پرته د سفر امکانات برابر کړل. خو د کرونا واکسین او د منفي تیست تصدیق اوس هم مهم دی.
انځور: Patrick Daxenbichler/Zoonar/picture alliance پراګ هم د اکثرو اروپايي هیوادونو پر مخ خپلې دروازې پرانیستلې. هغه اروپايي هیوادونه چې په ۱۴ ورځو کې په هر ۱۰۰ زره کسانو کې د کرونا له ۵۰۰ کمې مثبتې پيښې ولري کولای شي پراګ ته سفر وکړي.
انځور: Frank Hoermann/SvenSimon/picture alliance د بالئاري خپلواکې ټاپو ولسمشرې فرانسیا ارمينګول ويلي دي چې روان دوبي کې يوازې په هغه صورت کې د خلکو پر مخ مېلې او سيل ځایونه خلاص وي چې د کرونا واکسیناسیون په لوړه کچه تطبیق شوی وي. ممکن دغه وضعیت سږکال دوبي کې رامنځ ته نه شي.
انځور: Lakomski/Jan Huebner/imago images واټیکان د می مياشتې پر ۳مه نېټه خپل موزیم د سیلانیانو پر مخ بيرته خلاص کړ. د موزیم مشرې باربارا جتتا وويل چې د لومړۍ ورځي له پاره شاوخوا ۱۰۰۰ سیلانیانو ځانونه راجستر کړي ول. واټیکان د ايټالیا د روم ښار په يوه برخه کې پروت د نړۍ تر ټولو کوچنی هیواد دی.
انځور: Mauro Scrobogna/LaPresse/AP/picture alliance په آلمان کې د کرونا مثبتې پيښې کمې شوي او له دې سره ټولنيز محدودیتونه هم مخ پر کميدو دي. د بيلګې په توګه مشتریان اوس کولای شي د برلین ښار د کافيانو مخې ته کښينې غذا او قهوه وخوري. په نورو ښارونو کې هم د کرونا د مثبتو پيښو په کمیدو سره محدوديتونه کمیږي.
انځور: Sammy Minkoff/imago images په آلمان کې د کرونا مثبتې پيښې کمې شوي او له دې سره ټولنيز محدودیتونه هم مخ پر کميدو دي. د بيلګې په توګه مشتریان اوس کولای شي د برلین ښار د کافيانو مخې ته کښينې غذا او قهوه وخوري. په نورو ښارونو کې هم د کرونا د مثبتو پيښو په کمیدو سره محدوديتونه کمیږي.
انځور: Reuters امریکا متحده ایالاتو د کرونا وبا له کبله سفري محدوديتونه سخت کړي، خو اوس يې آلمان او نورو اروپايي هیوادونو ته د سفر اضافي محدوديتونه اعلان کړي دي. دغه هیوادونه د امريکا حکومت د کرونا ویروس له اړخه د خطر سیمې ګڼي.
انځور: picture-alliance/robertharding/T. Auzins اسرائيل پلان لري چې د می مياشتې په پای کې هغو سيلانیانو ته چې د کرونا واکسين يې کړی وي، د ورتلو اجازه ورکړي.
انځور: Anton Starikov/Zoonar/picture alliance یونان د می مياشتې پر ۱۴مي وپتېيله چې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو او د بریتانيا او سربیا په څير ځينو نورو هیوادونو پر مخ خپل سرحدونه خلاص کړي. یونان دغه اقدام د خپل کورني توریزم صنعت د خوندي ساتلو په موخه وکړ.
انځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance کرواسيا آن د اپریل میاشتې له لومړۍ څخه سفري محدودیتونه لري کړل. خو شرط يې دا دی چې مساپر باید د کرونا د واکسین تصدیق ولري.
انځور: Pablo Camacho/PhotoAlto/picture alliance مالتا هیواد غواړي چې د جون میاشتې له پيل څخه خپل سرحدونه په پراخه توګه د سیلانيانو پر مخ پرانیزي.
انځور: AGF-Masci/Bildagentur-online/picture alliance د کرونا وبا پر وخت د کروز سترې سیاحتي کښتۍ هم ودریدې. تر څنډ وروسته په لومړي ځل د دسامبر پر ۵ نېټه د آيده کروز کښتۍ د قناري ټاپو پر لور د یوې اوونۍ سفر پلان جوړ کړ. په دغې کښتۍ کې ۳۳۰۰ کسان ځایږي خو هغه وخت په رپوټونو کې ويل شوي ول چې نیمايي مساپر پکې ول.
انځور: Ingeborg Knol/imabeBROKER/picture alliance د استرالیا هوايي شرکت، کانتاس ويلي دي چې غواړي په خپلو پروازونو کې د واکسين کول اجباري کړي. دغه شرکت ويلي: «موږ به د نړیوالو مساپر له پاره بورډ ته تر تلو مخکې د واکسين تصدیق لازم وګرځوو.»
انځور: Bai Xuefei/Xinhua News Agency/picture-alliance/dpa هندوستان د وروستيو څو اوونيو په جریان کې د کرونا له تر ټولو سخت بحران سره لاس او ګریوان وو. تازه په دغه هیواد کې د کرونا پيښې يو څه کمې شوي دي. د رپوټونو له مخې په هند کې د کرونا له کبله د مړو شمیر له ۳۰۰ زرو څخه اوښتی دی. په انځور کې د هندوستان تر ټولو مشهور ځای تاج محل.
انځور: Pawan Sharma/picture-alliance/AP Photo