1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان: ۶ میاشتو کې ۵۰۰۰ افغانانو د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې

۱۴۰۲ فروردین ۲۳, چهارشنبه

د المان حکومت ویلي دي چې په دې وروستیو شاوخوا شپږو میاشتو کې یعنې د اکتوبر له ۱۷ نیټې څخه تر اوسه پورې نږدې ۵۰۰۰ افغانانو چې له خطر سره مخامخ ول، د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې ده.

Konflikt in Afghanistan - Operation Allies Refuge - Ramstein Air Force Base Germany
انځور: Airman Edgar Grimaldo/U.S. Air/Planet Pix via ZUMA Press Wire/picture alliance

د المان حکومت په پارلمان کې د دغه هیواد د کیڼ اړخي فراکسیون د پوښتنې په ځواب کې ویلي دي: «په پرله پسې ډول په ځانګړي ډول له خطر سره مخامخ افغانانو او د هغوي د کورنۍ غړو ته د منل کیدو ژمنه ورکول کیږي.»

المان د افغانانو د منلو بهیر په مؤقت ډول درولی دی

د المان حکومت ویلي دي چې دا پروګرام په دې شکل نه دی چې تقاضا کوونکي دې پخپله غوښتنلیک وړاندې کړي، بلکې مشخص شوي سازمانونه او ادارې کولی شي له خطر سره مخامخ کسانو د منل کیدو وړاندیز د المان حکومت ته وړاندې کړي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د المان مرکزي حکومت د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۱م کال په اګست کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د واک تر نیولو وروسته تر اوسه پورې ۴۴ زره افغانانو د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې ده چې له دې ډلې تر اوسه پورې ۳۰ زره کسان یي له افغانستان څخه المان ته انتقال شوي دي.

«د افغانانو د منل کیدو پروګرام ناکافي دی»

په دوی کې د الماني پوځ او مرستندویه ادارو پخواني کارمندان، له خطر سره مخامخ کسان او د دغو دواړو ډلو د کورنۍ غړي شامل دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل