1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د هرات له زلزله ځپلو سره پنځه میلیونه یورو مرسته کوي

۱۴۰۲ مهر ۱۸, سه‌شنبه

د المان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د افغانستان د لودیځ ولايت هرات له زلزله ځپلو سره پنځه میلیونه یورو مرسته کوې، په دغه مرګونې زلزله کې څه د پاسه ۲۵۰۰ کسان مړه شوې دي.

هرات کې ویجاړونکې زلزله
هرات کې ویجاړونکې زلزلهانځور: Muhammad Balabuluki/Middle East Images/AFP/Getty Images

دالمان د بهرنیو چارو وزارت په پخواني ټویټر یا اکس کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ویجاړونکې زلزلې له کبله غواړي له زیانمنو کسانو سره د پنځه میلیونه یورو په ارزښت مرسته وکړي.

یاد وزارت لیکلي دي چې دغه پیسې د افغانستان له پاره د بشري مرستو له بودیجې څخه د کاریتاس، د ماشومانو خوندي ساتل، د نړۍ لیدلوری یا ورلډ ویژن او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمانونو د بشري فعالیتونو د ملاتړ له پاره ورکول کېږي.

دا چې د افغانستان واکمنه اداره د نړیوالې ټولنې له خوا لا هم په رسمیت نه ده پیژندل شوې. ځینو هیوادنو ویلې دي چې بشرې مرستې به په افغانستان کې د بشر دوستانه سازمانونو له لورې وکړي.

په هرات کې د ۶،۳ رشتره زلزلې ۱۳ کلي وران کړې دي. ډېر کورونه د هرات په لېرې پرتو سیمو کې په مکمله توګه له منځه تللې دي. په دغه ولايت کې د دوشنبې په ورځ د اکتوبر نهمه یو وار بیا ۴،۹ رشتره زلزله وشوه.

د یادې پیښې په ترڅ کې ژغورل سوې کسانو خپل هر څه له لاسه ورکړي دي، د مرستو رسولو سازمانونو د پراخې مرستو غوښتنه کړې هغوی زیاته کړې ده چې زیانمن کسان خوړو، روغتیایې خدمات او سر پناوو ته اړتیا لري.

تر دې دمه د ملګرو ملتونو سربیره یو شمیر محدودو هیوادونو د مرستې لیږلو ته چمتووالی ښودلی په داسې حال کې چې افغانستان تر دې زلزلې مخکې هم له یوه بشري ناورین سره مخ و.

د طالبانو د ادارې چارواکو د دغې زلزلې د قربانیانو شمېر ۲۴۰۰ ښودلی، خو د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو ادارې تر اوسه د ۱۰۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د ژغورنې له پاره لټون لا هم روان دی خو درې ورځې وروسته تر خاورو لاندي د ژوندي پاته کیدو چانس خورا کم دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب