المان د بشري حقونو د شورا غړی شو
۱۳۹۱ آبان ۲۳, سهشنبه د ملگرو ملتونو عمومي غونډې د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۱۲مه) دغو هیوادونو ته د بشري حقونو د شورا غړيتوب ورکړ.
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا چي په ۲۰۰۶ کال کې تاسيس شوه، ۴۷ غړي لري چې په يوه ځانگړي سيستم سره د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه غوره کيږي. دغه شورا د ملگرو ملتونو د غړو د اساسي حقونو د ساتلو څارنه کوي.
د غربي هیوادونو له ډلې څخه پنځه نوماندان
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا د درو څوکيو له پاره د لوېديځو هيوادونو له ډلي څخه پنځه هيوادونونه کانديد شوي ول. متحده ايالات چي اوس هم د دغي شورا غړيتوب لري، د ۱۳۱ رايو په گټلو سره د درو نورو کلونو له پاره هم د دې شورا د غړي هیواد په توګه پاتې شو.
د امریکا تر څنګ المان هم د دې شورا غړی شو. دریم غربي هیواد چې وتوانید د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب تر لاسه کړي، ایرلند دی. دغه هیواد ټول ټال ۱۲۴ موافې رایې تر لاسه کړې او په دې ترتیب سره د دې شورا غړی شو. دا په داسې حال کې ده چې سویډن او یونان په شورا کې د کافي رایو په ګټولو و نه توانیدل.
په څلورو نورو ډلو کې د نومول شوو هیوادونو شمیره د څوکیو له شمیرې سره مساوي وه. د بشري حقونو یو شمیر فعالانو د دغه وضعیت له کبله نیوکه کړې ده او ویلي یې دي چې د دغو هیوادونو په ډله کې داسې هیوادونه هم شامل دي چې خپله د بشري حقونو په تر پښو لاندې کولو باندې تورن دي.
«پر المان باندې د باور نښانې»
د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویستر ویله، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له خوا المان ته د مثبتې رایې ورکول «پر دې هیواد باندې د بارو شتون او په نړیواله کچه د بشري حقونو په برخه کې د المان ښکیلتیا» وبلله.
ویستر ویله وویل چې د بشري حقونو شورا د المان له پاره یو داسې نړیوال سازمان دی چې په نړیواله کچه له بشري حقونو څخه ساتنه کوي. د ویستر ویله په خبره د بشري حقونو ساتنه د المان د بهرني سیاست اصلي محور دی.
د بشري حقونو د فعالو ډلو نیوکې
د بشري حقونو یو شمیر نړیوالو سازمانو لکه د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار او ازدي خونې د اتلس ټاکل شوو هیوادونو له ډلې څخه، پر نیمو یې نیوکه وکړه ځکه د دغو سازمانونو په حواله دغه ټاکل شوي هیوادونه په خپله د بشري حقونو په تر پښو کولو باندې تورن دي.
دې سازمانونو د برازیل، کینیا او سیرالیون هیوادونه چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب یې تر لاسه کړی دی د بشري حقونو د ارزښتونو په مراعتولو کې «مشکوک» وبلل. دا په داسې حال کې ده چې دې سازمانونو د ایتوپیا، عاج ساحل، ګابن، قزاقستان، پاکستان، عربي اماراتو او وینزویلا هیوادونه د بشري حقونو د شورا د عضویت له پاره په بشپړه توګه نامناسب بللي دي.