1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل:«موږ عمل کولو ته مجبوره یو»

۱۳۹۹ آذر ۲۳, یکشنبه

د ډسمبر د ۱۶ مي څخه په جرمني کي عامه ژوند نورهم محدودیږي: مکتبونه او دوکانونه تړل کیږي، مامورینو او کارکونکو ته باید د کورڅخه د کار زمینه برابره سي. په کرسمس کي د کرونا دمحدودیتونو نرمښت هم نور معلوم ندی:

Deutschland Covid-19 | PK im Bundeskanzleramt Merkel
انځور: Rainer Keuenhof/Getty Images

په کرونا د اخته کیدو لوړ تعداد ته په کتو سره به په جرمني کي د راتلونکي چهارشنبې څخه د کرونا سخت محدودیتونه تطبیق سي. په کرونا د اخته کیدو د دغه لوړ تعداد په ارتباط انګیلا میرکل وویل، چي«سړی عمل کولو ته مجبوره دی او دا کار موږ همدااوس کوو.»

د جرمني د ۱۶ ایالتونو د صدراعظمانو سره یو ځای میرکل د کرونا د مقرراتو نور سختیدل هم تصویب کړل. داسي چي، د چهارشنبه څخه به دوکانونه او مغازې وتړل سي، خو نه د اولیه ضروري او غذايي موادو مغازې او دوکانونه. هغه مسلکونه چي د بدن سره نژدې تماس پیدا کوي، لکه سلمانۍ او نور خدمات به نه تر سره کیږي. مکتبونه او وړکتونونه هم د عین وخت څخه تړلي پاتیږي، خو ورته به د انلاین پواسطه درسونه ورکول کیږي او هغو کوچنیانو او شاګردانو ته، چي والدین یې پر کور نسي پاتیدلای، د پالني فوق العاده امکانات مساعد کیږي.

میرکل همدارنګه د کارفرمایانو څخه هیله وکړه، چي د امکان تر حده پوری خپلو مامورینو او کارکونکو ته په کورو کي د کار او یا مؤسسې لخوا د رخصتیو زمینه مساعده کړي، ترڅو په کار کي یې د نورو سره تماس ترډیره حده پوري راکم سي.

همدارنګه هغه رستورانونه چي تر اوسه پوري تړلي دي، یوازي د خلګو فرمایشونه واخلي او داخل ته څوک ورپرې نږدي.

د کرمس اختر د محدودیتونو لیري کیدل هم نور د امکانه وتلي دي

د کرسمس اختر په جریان کي جرمنیانو اصلأ د کرونا د محدودیتونو پلان سوي نرمښت ته امادګي نیولې وه، کوم چي اوس یې تر ډیره حده پوري نورامکان نسته. اوس یوازي د ډسمبر د ۲۴ مي څخه تر ۲۶ مي پوري مؤقت نرمښت رامنځته کیږي او هغه هم د یوه فامیل سره څلور نژدې خپلوان یوځای کیدلای سي. میرکل د خلګو څخه هیله وکړه، چي تر کرسمس اختر دمخه په اصطلاح یوه اوونی ځانونه مطلق منزوي کړي، تر څو بیا د فامیلونو سره د یوځای کیدو پر وخت یې په کرونا د اخته کیدو خطر راکم سي.

د نوي عیسوي کال د راداخلیدو یا نوي کال په شپه بیرته سخت مقرررات نافذیږي . پردې سربیره په دغه شپه دپټاکیو او راکټانو خرڅلاو منع سو. د کرونا د ویروس دغه محدودیتونه به په لمړي سر کي د راتلونکي جنورۍ میاشتي تر لسمي پوري اعتبار ولري.

آ./ق.م./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور (04.12.2020):

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب