1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د مهاجرت په سیستم کې بنسټیز اصلاحات رامنځته کوي

۱۴۰۱ آبان ۱, یکشنبه

د المان حکومت غواړي زر تر زره په هیواد کې د سلګونو زره مسلکي کسانو کمښت پوره کړي. په راتلونکي کې به المان ته د بهرنیو مسلکي کسانو راتګ او کار کول آسانه شي. په دې برخه کې بنسټیز وړاندیزونه شوي دي.

Deutschland Migration l Einbürgerung
انځور: Inga Kjer/photothek/imago Images

د المان حکومت غواړي چې د اروپایي اتحادیي له غړو هیوادونو سربیره د نورو هیوادونو مسلکي کارګرو ته هم د دغه هیواد د کار د بازار دروازې پرانیزي او د مهاجرت په برخه کې په خپل سیاست کې اصلاحات رامنځته کړي. 

اوس د المان د کار وزیر هوبرتس هایل د مهاجرت د نوي قانون د تصویبیدو له پاره مهم او اساسي ټکي وړاندیز کړي دي. د ۲۰۲۳م کال په لومړیو درو میاشتو کې باید د المان مرکزي کابینه په دې قانون کې د اړینو اصلاحاتو په هکله پریکړه وکړي.

د المان د کار وزیر له المان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې په اقتصادي توګه د کامیابه پاتې کیدو په خاطر، المان وړو مسلکي خلکو ته اړتیا لري او دې هدف ته د رسیدو په خاطر له بهر څخه د مسلکي کسانو امیګریشن یا مهاجرت ضروري دی.

اړوند: آلمان د کاري ځواک په لټه کې دی

د المان خبري آژانس ته د رسیدلي مسودې له مخې په راتلونکي کې د مسلکي ګارګرو د مهاجرت له پاره دری شرایط په پام کې نیول شوي دي. له ۳۵ کلونو د کم عمر لرونکي داسې کسان چې د خپل هیواد مسلکي تعلیمي سند او لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه ولري او څه ناڅه په الماني ژبه پوه وي، په المان کې د کار ویزې غوښتنه کولی شي.

په توګه به د انفارمیشن ټکنالوجي (IT) پورې تعلق درلودونکو کسانو ته د امیګریشن د قوانینو په برخه لا زیاته آسانتیا رامنځته کړای شي. په دې څانګه کې به د حد اقل معاش حد ختم کړای شي او ترڅنګ به یي په الماني ژبې پوهیدل هم التزامي نه وي.  

د نورو ترڅنګ المان د «چانس کارت» معرفي کولو پلان هم لري چې خلکو ته به د پوئنټس سیستم په اساس په جرمني کې د کار پیدا کولو چانس هم ورکوي. د «چانس کارت» په وسیله به مسلکي کسان بی د کار له قرارداد څخه وکولی شي المان ته سفر وکړي او هلته بیا د کار پيدا کولو په لټه کې شي.

په همدې ډول په هیواد کې موجود د سیاسي پناه ترلاسه کولو په لټه کې ځوانانو ته هم آسانتیاوې رامنځته کړای شي، څو وکولی شي مسلکي روزنه او بیا د کار په بازار کې دنده ترلاسه کړای شي.

اړوند: آلمان په کال کې ۵۰۰ زره مسلکي کاري قوې ته اړتیا لري

د المان د کار وزارت د یوې سروې له مخې که وضعیت په همدې شکل باقي پاتې شي، نو تر ۲۰۲۶ م کاله پورې به دغه هیواد د نږدې ۲۴۰ زره مسلکي کسانو له کمښت سره مخامخ شي.

له هیواد څخه بهر به د الماني ژبې زده کړې کورسونو ته لا زیات وسعت او پراختیا ورکړل شي او هڅه به وشي چې فیسونه یي هم را کم کړای شي. د دې ترڅنګ د المان حکومت غواړي د بهرنیو اتباعو له پاره د مسلکي روزنې پروګرامونو ته هم پراختیا ورکړي او دا به په ځانګړي توګه د نرسنګ یا روغتیا پالنې په برخه کې وي. 

په المان کې د پاخه عمر لرونکو کسانو شمیر مخ پر ډیریدو دی، نو له همدې امله د نرسنګ په برخه کې ښځینه روغتیا پالو ته تقاضا ډیره شوې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل