المان د یبلاروس پوځیان روزلي دي
۱۳۹۱ شهریور ۳, جمعهد المان د کورنیو چارو وزارت د «Tagessspiegel» ورځپاڼې ته ویلي دي چې د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ لږ تر لږه سل بیلاروسي سرتیري د المان له خوا روزل شوي دي.
په یوه رپوټ کې چې د جمعې په ورځ خپور شوی دئ راغلی دي چې الماني افسرانو دې هیواد ته سفر کړی وو چې د بیلاروس ۴۰۰ تنه نور پوځیان هم وروځي.
د المان د کورنیو چارو د وزارت یوه ویاند ویلي دي چې د دې روزنې هدف په اروپایي معیارونو د بیلاروس د ځواکونو برابرول وو.
د روزنې په ترڅ کې د بیلاروس ځواکونو له الماني سرتیرو سره د دې هیواد په Lower Saxony ایالت کې د اتمي فاضله موادو پر ضد د یوې مظاهرې د کنترولولو په عملیاتو کې هم برخه اخیستې وه.
هغوی لیدلې وو چې الماني پولیسو څرنگه مظاهره کوونکي د ابو او اوښکي بهوونکي گاز له کارولو سره له سیمې څخه لیرې کړي ول. ورځپاڼې د ځینو فعالینو به حواله لیکلي دي چې په دې مظاهرو کې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان ټپیان شوي ول.
د بیلاروس ولسمشر الکسندر لوکاشینکو، ته ډیر وخت د اروپا د وروستي دیکتاتور خطاب کیږي. هغه له ۱۹۹۴ کال راهیسي د خپل هیواد د واک ولکه په لاس کې لري. پر هغه باندې ډیر وخت د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو تورونه لگول کیږي.
په ۲۰۱۱ کال کې اروپایي اتحادیې د بیلاروس د ادارې د یو شمیر چارواکو پر سفر کولو باندې بندیزونه ولگول او د هغوی شتمنۍ ئې کنگل کړې. الماني پولیسو هم په همدې کال کې د بیلاروس د پوځیانو د روزنې بهیر ته د پای ټکی کیښود.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض