1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
کډواليسوریه

المان سوریې او افغانستان ته د کډوالو اخراج بیا پیلوي

امید دیدار | فرانس پریس خبري اژانس
۱۴۰۴ مهر ۵, شنبه

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د دې کال تر پایه به له سوریې د رد شویو کډوالو د اخراج توافق تر لاسه کړي او په نیږدې وخت کې به افغانستان ته هم په منظم ډول د اخراج بهیر ترسره شي.

المان سوریې او افغانستان ته د کډوالو اخراج بیا پیلوي
المان سوریې او افغانستان ته د کډوالو اخراج بیا پیلويانځور: Bernd Elmenthaler/ESDES.Pictures/IMAGO

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې د دې کال تر پایه به له سوریې د رد شویو  کډوالو  د اخراج توافق تر لاسه کړي او په نیږدې وخت کې به افغانستان ته هم په منظم ډول د اخراج بهیر ترسره شي. دا طرحه د بشري حقونو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوې.

د  جرمني  د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینټ پلان لري، چې د دې کال تر پایه سوریې ته د رد شویو کډوالو اخراج بیا پیل کړي. نوموړي «راینیشه پوسټ» المانۍ ورځپاڼې ته وویل: «موږ غواړو د همدې کال تر پایه له  سوریې  یو هوکړه تر لاسه او په لومړي قدم کې مجرمین اخراج کړو، ورپسې هغه کسان چې د اقامت حق نه لري. هغه کسان چې ښه مدغم شوي او کار کوي، له هغو کسانو سره باید توپیر وشي، چې د پناه هېڅ حق نه لري او په ټولنیزو خدماتو ژوند تېروي.»

اړوند: د آلمان حکومت د طالبانو سره د اخراج په اړه خبرو دفاع وکړه

هغه دغه راز زیاته کړه، چې د جرمني د کډوالو او پناه غوښتنې اداره یا بامف دا دنده لري، چې د ځینو هغو سوریايي وګړو درېدلې دوسیې بیا وڅېړي، څو د رد کېدو په صورت کې یې اخراج ممکن شي.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

32:06

This browser does not support the video element.

افغانستان ته به هم اخراج پیل شي؟

د مسیحي ډیموکراټ او سوسیال مسیحي له سوسیال ډیموکراټ ګونډ ګډ ایتلافي حکومت پر سوریې سربېره، افغانستان ته هم د اخراج پلان لري.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر طالبانو سره  افغانستان  ته د اخراج د پلان شویو خبرو اترو په اړه وویل: « دا تخنیکي خبرې اترې دي، چې په تېرې پارلماني دورې کې هم وې. د انالینا بیربوک د وزارت پر مهال، باندنیو چارو وزارت دا وړ شپږ ماموریتونه تنظیم کړي وو.»

دوبرینټ ټینګار وکړ، چې د هغه موخه داده، چې په راتلونکي کې « افغانستان ته منظم او دوامدار اخراج ترسره شي.»

اړوند: دوبرینت: د افغانانو د منلو په اړه پریکړه به وخت ونيسي

هغه زیاته کړه: « اوس مهال دا بهیر د قطر په مرسته ممکن دی؛ خو په راتلونکي کې غواړم دا بهیر له کومې واسطې پرته تنظیم شي. د دې کار له پاره باید مستقیمآ کابل کې له مسئولینو سره خبرې وشي.»

د نیږدې یو کال په ځنډ سره، تېره جولای میاشت کې  افغانستان  ته یوه اخراجي الوتنه شوې. د دوبرینت په خبره، دغې الوتنه کې «ډېر سخت او درانه مجرمین» اخراج شوي. هغه مهال دغه ګام د بشري حقونو او د کډوالو مدافع بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوی و.

په لومړي ځل رایه ورکوونکي افغانان څه هیله لري؟

04:20

This browser does not support the video element.

امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل