المان لا ډیرو محصلیونو ته بورسونه ورکوي
۱۳۹۰ شهریور ۱۰, پنجشنبهد روان کال د فبروري په میاشت کې د المان د لوړو زده کړو وزیرۍ، انیته شاوان، د المان د تحصیلې بورس پروگرام په ډیر شور او شوق سره معرفې کړ. هغې دغه پروگرام د المان د تحصیل د تمویل په برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه ؤ بلله.
د المان په پلازمینې برلین کې د هومبولت د پوهنتون د طعام خورۍ په دروازې یو ډیر امیدوار کونکی پوستر نصب شوی دی. په دغه پوستر کې لیکل شوي: «50 سلنه د دولت لخوا او 50 سلنه د یو خصوصي مرسته کونکي او یا مؤسسې لخوا.»
په دې ترتیب سره به هر هغه محصل چې په المان کې تحصیلي بورس تر لاسه کوي د دوو سمسترونو لپاره هره میاشت حداعقل 300 یورو تر لاسه کړي. دا په داسې حال کې دی چې ډیری محصلین خو یا د دغه پروګرام څخه خبر نه دي او یا هم ور ته د شک په سترګه ګوري. د بیلګې په توګه د تاریخ د رشتې محصلین وایې چې مرسته کوونکي تر ټولو د مخه هغه ټولنې دي چې د خپلو موسساتو لپاره د اقتصاد او انجینرۍ د څانگو ملاتړ کوي او محصلینو سره یې مالي مرستې تر سره کوي.
د داسې خصوصې سازمانونو پیدا کول چې د تحصیلې بورسونو ملاتړ وکړي کوم اسانه کار نه دی. یواځې په سلو کې لس پوهنتونونو سږ کال د اوړې په سمستر کې محصلینو ته تحصیلې بورسونه ورکړي دي.
تر ټولو زیات د اقتصاد او د تخنیکي علومو پوهنتونونه وتوانیدل چې د خصوصي مؤسساتو مرستې ترلاسه کړې. دا په داسې حال کې ده چې په وړو ښارونو کې پوهنتونونه نشي کولای چې په اسانۍ خپلو محصلیونو ته بورسونه پیدا کړي.
کارپوهان د دغې ستونزې یو عامل د هغو کسانو کمښت بولي چې د مرستکونکو سازمانونو د جلبولو لپاره تبلیغ کوي.
اوس مهال د دا ډول کسانو شمیر 120 تنو ته رسیږي چې دغه شمیره په المان کې د موجودو پوهنتونونو د شمیر څخه هم لږ دی یعنی د هر پوهنتون پر سر یو نفر هم نه رسیږی.
د دغو کسانو له ډلۍ څخه یوه هم میرمن ماریانا بولاتې ده، چی د برلین د هومبولت د پوهنتون لپاره په روان کال کی باید د 120 تحصیلې بورسونو لپاره پیسی راټولۍ کړی.
نوموړې تر اوسه پورې توانیدلې چې یواځې د 31 بورسونو لپاره خصوصی مرستې ترلاسه کړي.
خو یواځی د خصوصې اعانه ورکونکو ستونزه د جرمنې د ټولو پوهنتونونو نه ده بلکې د جرمني د پوهنتونونو لپاره د وړتیا لرونکو محصلینو انتخابول هم زیات وخت ته ضرورت لري. میرمن ماریانا بولاتې په خپلې طرحې سره غواړی چې د بهرنیو او نسبتآ د بې وزلو کورنیو محصلینو ته جانس ورکړل شي.
د «المان د تحصیلې بورس» پروگرام د محصلینو لپاره په زړه پورې دی ځکه چې د دا ډول بورس د ترلاسه کولو لپاره د محصل خپل او یا د مور پلار عاید ته نه کتل کیږی بلکې د محصل وړتیا او لیاقت مهم دی خو د دې تر څنگ محصل باید په پراخه پیمانه فعالیت ولرې.
په بورس کاندید محصلین باید د نورو خڼډونو د له منځه وړلو توان هم ولری. د بیلګې په توګه دغه محصلین باید د خپلو زده کړو تر څنگ وکولای شي چې یو ماشوم ؤ روزي او یا هم په ټولنیزو فعالیتونو کې پراخه ونډه واخلي. دغه موضوع په زیاته پیمانه د بهرنیو محصلینو په اړه صدق کوی.
ریچارد فوخز/ شمس الرحمن ناصر
کتونکی: مسعود جهش