1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان یو وار بیا له افغانستان سره پرمختیایي مرستې کوي

۱۴۰۲ شهریور ۴, شنبه

د «شپیگل» المانۍ مجلې د یوه رپوټ پر بنسټ المان یو وار بیا له افغانستان سره خپلې مالي مرستې زیاتوي.

Afghanistan Besuch des Ministers für Arbeit und Soziales beim "Help"
انځور: DW/S. Tanha

نوموړي مجلې د المان د پرمختیایي چارو وزارت د ویاندې په نقل لیکلي دي چې په تیرو دوو کلونو کې د کله راهیسې نه چې طالبانو په افغانستان کې واک په خپل لاس کې نیولی دی، المان له دغه هیواد سره ۳۷۱ میلیونه یورو پرمختیایي مرستې کړي دي. په لومړیو کې المان له افغانستان سره خپلې پرمختیایي مرستې درولې وې.

دا له هغو مرستو څخه کمې دي چې المان په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسیدو مخکې له دغه هیواد سره کولې. د شپيگل په حواله د المان د پرمختیایي چارو وزارت ویاندې زیاته کړې ده چې یوازې په ۲۰۱۹ م کال کې ۳۶۵،۵ میلیونه یورو له افغانستان سره مرسته شوې ده او «نږدې ټولې دغه پيسې د بنسټیزو خدماتو د جاري ساتلو لکه، د عامو خلکو د اقتصادي پیاوړتیا له پاره، د حکومت له کنترول څخه بهر لگول شوي دي.» 

نوموړي وزارت هغه اندیښنې رد کړې چې کیدای شي طالبان له دغو میلیونونو یورو گټه پورته کړې وي: «هیڅ ډول بودیجه د وزارتونو او رسمي ادارو له لارې نه لگول کیږي. دغه اقدامات په اساسي ډول د نړیوالو سازمانونو (ملگري ملتونه، نړیوال بانک) او غیر دولتي سازمانونو له لارې عملي کیږي.»

سربیره پر دې «یوازې هغه اقدامات عملي کیږي په کوم کې چې ښځې ونډه اخلي او له کوم سره چې ښځو او نجونو ته لاسرسی ممکن کیدلی شي.«

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب