1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المپیک: چین تر ټولو ډیر مډالونه گټلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۹, دوشنبه

د المپیک د لوبو په جدول کې د چین هیواد خپل برلاس توب برقراره ساتلی دئ. تر چین وروسته دویم مقام متحده ایالاتو او دریم مقام ایټالیې خپل کړی دئ. چین تر اوسه ۱۲ مډالونه خپل کړي دي چې پکښې ۶ د سرو زرو، څلور د سپینو زرو او دوه د نقرې مډالونه شامل دي. د متحده ایالاتو ورزشکاران پر دې توانیدلي دي چې په مجموعي توگه یوولس مډالونه وگټي. چې پکښې درې د سرو زرو مډالونه شامل دي. له اروپا څخه د ایټالیې هیواد دریم ځای خپل کړی دئ. ایټالیې ټولټال ۷ مډالونه گټلي دي چې پکښې یو د سرو زرو مډال شامل دئ. د دوه، دوه مډالونو د گټوونکو هیوادونو په لست کې جنوبي کوریا، فرانسه، قزاقستان او شمالي کوریا شامل دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب