1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

الکول او غیري صحي خواړه هر کال د لس ملیونه خلکو ژوند اخلي

۱۴۰۲ آذر ۱۵, چهارشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې هر کال لس میلیونه انسانان د الکولو د څښلو او غیر صحي خوړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یو انسان د الکولو د څښلو پر مهال
یو انسان د الکولو د څښلو پر مهالانځور: Johnny Green/empics/picture alliance

دغه سازمان د مړیني د کمولو په موخه پر الکولو او بوره لرونکو مشروباتو د لا زیاتو مالیاتو د لګولو غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې هر کال لس میلیونه انسانان د الکولو د څښلو او غیر صحي خوړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغه سازمان د مړیني د کمولو په موخه پر الکولو او بوره لرونکو مشروباتو د لا زیاتو مالیاتو د لګولو غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان راپور ورکړی دی چې هر کال ۲.۶ميلیونه خلک د الکولو او ۸ ميلیونه انسانان د غیر صحي خوړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یاد سازمان ویلي دي چې حکومتونه کولای شي پر الکولي او بوره لرونکو مشروباتو د لوړو مالیاتو په لګولو سره د مړینې اندازه راکمه کړي. دې سازمان د سه شنبې په ورځ یو لارښود خپور کړ چې پر الکول باندې د لوړو مالیاتو لګولو له پاره عملي سپارښتنې پکې وړاندي شوې.

دغه سازمان پر اروپايي هېوادونو نیوکه کړې ده چې پر شرابو مالیه نه لګوي. په دې راپور کې راغلي دي چې په نړیواله کچه د بیر په غوره پلورل شوي برانډ باندې مالیه ۱۷.۲سلنه ده او د تر ټولو غوره پلورونکي الکولي مشروبات (spirits) مالیه ۲۶.۵ سلنه ده چې د دې سازمان په وینا دا خورا لږه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: « د ۲۰۱۷م کال یوه څیړنه ښیي چې د مالیې سیسټم چې د الکول بیه شاوخوا ۵۰ سلنه لوړوي په ۵۰ کلونو کې به د ۲۱‍ ميلیونه کسانو د مړینې په مخنیوي کې مرسته وکړي، او سربیره پردې په دې موده کې به د ۱۷ تریلیونه ډالرو اضافي عاید ترلاسه شي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو پر بنسټ، په ۱۴۸ هيوادونو کې د الکولو پر څښاک مالیه شته، خو په ځینو هيوادونو کې پر معدنی اوبو هم مالیه وضع شوې ده، چې د ملګرو ملتونو د دغې ادارې له خوا نه ده وړاندیز شوې.

دا په داسې حال کې ده چې شراب لږ تر لږه په ۲۲ هيوادونو کې چې زیاتره یې اروپايي هېوادونه دي له مالیې معاف دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، لوړه مالیه د کم مصرف لامل کیږي، چې په پایله کې ېې د مړینې، په ترافیکي پیښو کې د ټپیانو او د سرطان، زړه ناروغۍاو شکر ناروغۍ خطر را کموي.

دې سازمان ویلي دي چې پر دې سربیره به د لا زیاتو مالیاتو لګول تولیدي شرکتونه وهڅوي چې صحي محصولاتو ته مخه کړي.

په یوه تازه نظر پوښتنه کې چې د روغتیا نړیوال سازمان په مرسته ترسره شوې، په کولمبیا، هند، اردن، تانزانیا او امریکا متحده ایالاتو کې ۷۰۰۰ ګډونوالو د مړینې د مخنیوي له پاره پر الکولو باندې د ۶۰ سلني مالیې ملاتړ وکړ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب