1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

الکول: د انسان بدن ته زهر دي

۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

الکول ځيني وخت د خوښيو په محفلونو يا ماښامي ناستو کې کارول کيږي. خو دغه مشروب سړی ناروغه او معتادوی. الکولو ته په کتو سره، ويلای شو چې ځيني شيان چې ډېر عادي بريښي، روغتيا ته ډېر زيان رسولی شي.

Deutschland | Straßenkarneval in Köln
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د چرسو په اړه نظرونه سره ويشلي دي. د قانوني کولو په اړه یې هم نظرونه مختلف دي. خو مهمه او په بشپړه توګه مناسبه پوښتنه دا ده چې دغه نشه یي توکی څومره خطرناک دی؟

د الکولو په اړه بيا اختلاف نشته. انسانان یې په محفلونو کې د ملګرو او همکارانو سره د تودو بحثونو پر وخت څښي. خو دا چې الکول څومره خطرناک دي، دا پوښته په دې ډول غونډو کې نه مطرح کیږي.

انسانان د خوښيو د لمانځلو، ځان د آرامولو او استراحت په موخه سره راټوليږي او ځيني وخت په داسې حال کې چې خپله دغه معتاد کوونکی مشروب کاروي چې د انسان د بدن له پاره زهر دي، د نورو نشه يي موادو د خطرونو په اړه غږيږي.

حتی لږ اندازه الکول هم زيان لري

کرستينا رومل وايي: «الکول cytotoxin دي.» ساېتوتوکسين هغه مواد دي چې د بدن حجرات په بيلا بيل ډول زیانموي. دا ټولنپوهه د آلمان د اعتياد د مسايلو د مرکزي دفتر مشره ده. د نوموړې په حواله په اصل کې د الکولو هر يو ګوټ د بدن له پاره ناوړه پايلې لري.

د الکولو د استعمال له پاره د محدوديت يوه انداره ټاکل شوې ده، چې په آلمان کې ترې په منظم ډول پښه اړول کيږي.

څیړنه: د الکولو څښل په هره اندایزه چې وي، ضرر لري

رومل وایي: «دغه حد په ورځ کې د ښځو له پاره ۱۲ ګرامه او د نارينه وو له پاره ۲۴ ګرامه دی.» دا توپير د دواړو جنسيتونو په بدن کې د اوبو د مختلف تناسب پايله ده. د ښځو په بدن کې د اوبو حجم لږ وي څو پکې الکول وويشل شي. په اصل کې ۲۴ ګرامه الکول هم ډېر نه دي. دا د شرابو يو ګيلاس کیږي. خو د کرستينا رومل په حواله تر دويم ګيلاس وروسته بيا خطر زياتيږي.

د «آلمان د الکولو تازه اطلس» څرګندوي چې د الکولو ډېر او په منظم ډول استعمال، څومره خطرناک دی. دغه مشروب د تر ۲۰۰ ډېرو ناروغيو په رامنځته کيدو کې دخيل دی. په دې کې د سرطان بېلا بېل ډولونه، د زړه او وینې جريان ناروغۍ، د شکرې دويم ډول او د اينې (ينه) ناروغۍ شاملې دي. د اينې ناروغي د رامنځته کيدو له پاره خو يوازې د الکولو مصرف مسئول بلل کیږي.

د آلمان د اعتياد د مسايلو د مرکزي دفتر په حواله په آلمان کې يوازې په کال کې ۶۲ زره کسان د الکولو د څښلو له کبله مړه کیږي.

کرستینا رومل پر دې خطرونو سربیره چې هر څښوونکي ته متوجې دي، د په اصطلاح «غېر فعال» څښوونکو ته یې شديد زيان هم په ګوته کوي. په دې کې د مثال په توګه د مېندوارۍ پر وخت د الکولو کارول شامل دي چې د مور په نس کې د ماشوم د بدن غړيو ته سخت زيان رسولی شي.

همدا راز بيا د کوچنيانو له پاره په الکولو د روږدو مېندو او پلرونو سره ژوند هم يوه سخته تجربه ده چې د نشې په حالت کې په کورنۍ کې د فزيکي تاوتريخوالي خطر هم لوړوي.

همدا راز دا اقتصادي اړخ هم لري ځکه د الکولو نشه د ډېرو پېسو د مصرف سبب هم ګرځي. رومل په دې اړه وايي: «مستقيم او غير مستقيم مصارف په کال کې کابو ۵۷ ميليارده يورو دي.» د نوموړې په خبره هغه پېسې چې موږ ټول یې ورکوو.

الکول؛ په نورو نشه يي توکو د روږدي کیدو دروازه

دا چې الکول د يوه انسان له پاره څومره خطرناک دي، بېلا بېل فاکتورونه لري. نه يوازې جنسيت پکې رول لري، بلکې د انسان وزن، د خوړو ډول او يا د درملو کارول هم کيدای شي د الکولو ويجاړونکی اغیز نور هم چټک کړي.

د سيګريتو هغه کاروونکي چې وزنونه یې ډېر وي او نورې ناروغۍ هم ولري، چې په ډېرو مواردو کې همداسې وي – ډېر زيات زيانمنيږي. پر دې سربيره سن هم پريکړنده دی: څومره په کم سنۍ کې چې يو بېر څښل شوی وي، هومره یې د اوږده مهاله زيان خطر هم ډېر وي او همدا راز د معتاد کیدو خطر يې لوړ وي.

د کرستينا رومل په خبره له همدې کبله د تنکيو ځوانانو پوهاوی ډېر مهم دی. خو د هغې په خبره ډېر لویان یې هم د خطرونه په اړه ډېر نه پوهیږي. نوموړې زياتوي: «الکول زموږ په ټولنه کې ډېرې ژورې رېښې لري.»

ب. ص/ ن. ز (Julia Vergin)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل