1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

الیس ویلز: ټولو نوماندانو د ټاکنو د پایلو د منلو ژمنه کړې

۱۳۹۸ آبان ۳, جمعه

په داسې حال کې چې افغانان د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلو ته په بې صبرۍ سره شیبې شماري، امریکا متحده ایالاتو بيا د رایو د عادلانه شمیرلو له پاره د زغم او صبر غوښتنه کړې. تر اوسه معلومه نه ده چې پایلې کله اعلانیږي.

USA New York | Mona Kazim im Gespräch mit Alice Wells
انځور: DW

په داسې حال کې چې افغانان په بې صبرۍ سره د تیرو ولسمشریزو ټاکنو پایلو ته شیبې شماري، امريکا متحده ايالاتو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د اکتوبر۲۴مه نیټه) له ټولو اړوندو اړخونو څخه د رایو د عادلانه شمیر له کبله د ټاکنو د پایلو د اعلان د ځنډ په برخه کې د صبر او زغم غوښتنه کړې ده.

د مرکزي او جنوبي آسیا له پاره د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز، د کابل تر سفر وروسته وویل چې هغه خوښه ده چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو مهم نوماندانو د پایلو د منلو ژمنه کړې ده.

ویلز په واشنګټن کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «ما [په کابل کې] د رایو پر شفافو او با اعتماده پروسس باندې او همداراز د افغانستان د ټاکنو د ادارو پر وړتیا ټینګار وکړ، څو پرته له فشار او مداخلې څخه دغه لړۍ پرمخ یوسي.»

نوموړې همدا راز زیاته کړه: «په اوسنۍ مرحله کې، د پایلو د ثبت په برخه کې دقت تر سرعت ډیر ارزښت لري او ټول نوماندان وهڅول شول څو له زغم څخه کار واخلي او د ټاکنو د پایلو رسمي اعلان ته انتظار وباسي.»

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې د تیرې شنبې په ورځ اعلان شي، خو د ټاکنو کمیسیون د تخنیکي ستونزو او د شفافیت د رامنځ ته کولو په موخه د پایلو اعلان وځنډاوه.

سږ کال د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د طالبانو پر شدیدو ګواښونو سربیره ترسره شوې. د کارپوهانو په وینا دغه ټاکنې د ۲۰۱۴م کال د ولسمشریزو ټاکنو په پرتله په ښه توګه ترسره شوي دي، خو د خلکو ونډه یې پکې کمه بللې ده.

(kh.h/n.z(AP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل