1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امارات: مریخ ته د ختلو د ماموریت تر شا یوه ښځه

۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبه

د ساره الامیري خوب او خیال هغه وخت پیل سو، کله چي یې په ۱۲ کلنۍ کي د اندرومیدا د کهکشان تصویر ولیده. خو دا چي د هغې دغه خوب او خیال دي په واقعیت تبدیل سي او د وظیفوي لحاظه مریخ ته وخیژي، هیڅ وخت یې فکر نه ؤ کړی.

Sarah Al Amiri | Vorsitzende des Wissenschaftsrates der Vereinigten Arabischen Emiraten
انځور: picture-alliance/Pacific Press/L. Radin

عربي متحده امارات د پنځو کلونو راهیسي کوښښ کوي، چي د علم او تکنالوژۍ سرحد تجربه کړي. د دغه هیواد حکومت په ۲۰۱۷ م کال کي د ټولي نړۍ په سطح د لومړني هیواد په حیث اعلان وکړ، چي د مصنوعي ځیرکتیا لپاره یو وزیر تعیينوي. دغه وزیر به د خلیج هیوادونو په ساحه کي اتوماتیکي زده کړي او نور مهم تکنالوژيکي اهداف پر مخ بیايي.

۲۰۱۷ م کال هم هغه کال هم ؤ، چي ساره الامیري د دغي مهمي وظیفې لپاره انتخاب سوه. دغه ځوانه انجینیره باید دغه هیواد تر فضأ پوري ورسوي، په داسي یوه وخت کي چي د دغي منطقې هیوادونه د کیهان لایتناهي موجودیت ته چنداني توجه نه وه کړې.

ساره الامیري د همدې جولای میاشتي په سر کي د طبیعت (Nature) په نامه بریتانوۍ علمي مجلې ته وویل چي «موږ یو ځوان هیواد یو، چي د بین المللي سټندردونو مطابق ډیر وروسته دغي مسابقې ته ورداخل سوي یو.» دغي ۳۳ کلني اضافه کړه، « دا کاملأ طبیعي خبره ده، چي خلک د دې په خاطر پر موږ باندي د لیونیانو خیال کوي.»

د هغې مطلب یوه اوونۍ وروسته مریخ ته د متحده عربي اماراتو پلان سوی د مریخ ماموریت ؤ، کوم چي په دې منځ کي یې شروع کړی دی. دغه هیواد غواړي د هغي مصنوعي سپوږمکۍ په واسطه چي د جاپان څخه کیهان ته پورته سوې، د مریخ پر شاوخوا باندي راوګرځي.

الامیري خپل کار د کمپیوټر د انجنیري په حیث شروع او بیا یې د اماراتو د فضانوردي تکنالوژۍ انستیتوت ته ځان واړاوه انځور: picture-alliance/AP Photo/K. Jebreili

الامیري خپل کار د کمپیوټر د انجنیري په حیث شروع کړ. وروسته یې د Emirates Institution for Advanced Science and Technology په نامه اماراتو د فضانوردي تکنالوژۍ انستیتوت ته ځان واړاوه. هلته یې د خپل هیواد په لومړني ستلایت کي کار وکړ. همدغه وخت ؤ، چي د ساره الامیري خوب او خیال په واقعیت باندي تبدیل او ارمان یې پوره سو.

الامیري په ۲۰۱۷ م کال کي په دوبۍ کي د TEDx نوښتونو کنفرانس ته وویل: « کله چي زه ډیره ځوانه او ۱۲ کلنه ومه، د اندرومیدا کهکشان تصویر مي ولیده، کوم چي زموږ د شیدو لار ته تر ټولو نژدې پروت دی.»

تر هغه وروسته، الامیري د ټولو هغو شیانو مطالعه وکړه، کوم چي د فضأ سره یې اړه پیدا کوله، ځکه چي په خبره یې :«ما یوازي یو تصور درلود.»

دغه زحمتکښه ښځه په ۲۰۱۶ م کال کي د اماراتو د علمي شورأ د رییسي په حیث تعيین سوله. یو کال وروسته هغه د کابینې غړې او وزیره سوه. او نن ورځ دا مریخ ته د ختو د ماموریت پروژې، چي «أمل» یا «هیله مندي» نومیږي، مرستیاله منیجره او علمي لارښوده ده. الامیري وايي چي «مریخ ته د ختو ماموریت ځکه د هیله مندۍ په نامه یاد سو، چي موږ پدې وسیلې سره د خپلي سیارې (مځکه) د نړیوال درک په لار کي رول ادأ کوو.»

د مریخ دغه ماموریت په حقیقت کي د اماراتو اجتماعي نورمونه هم تغيیر کړلانځور: picture-alliance/dpa/Mohammed bin Rashid Space Centre

په خبره یې د هغې هیواد په منطقه کي اختلافات او سیاسي کشمکشونه یوې خواته پریږدي او غواړي د علم په ساحه کي یو مثبت ګام پورته کړي.

«علم سرحد نه پيژني»

د مریخ دغه ماموریت په حقیقت کي د اماراتو اجتماعي نورمونه هم تغيیر کړل. د «طبیعت» بریتانوۍ مجلې په حواله د مریخ د اوسني مامویت ۳۴ فیصده ښځي تشکیلوي او د علمي پرسونل حتی ۸۰ فیصده پرسونل ښځي دي. دا هم په داسي حال کي ده چي په عربي اماراتو کي د ښځو وظیفوي مشغولتیا په متوسط ډول ۲۸ فیصده ده.

الامیري امیدواره ده، چي په خپلي دغي پروژې سره به په راتلونکي کي د علم، تکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضي په برخه کي لا ډيري ځواني ښځي اونارینه تشویق او راجذب کړي. دا وايي «زما لپاره علم د بین المللي همکارۍ یو ډول دی.» په خبره یې «علم سرحد نه پيژني او په شخصي علاقه مندیو باندي ژوندی دی، کوم چي د ټولو انسانانو په ګټه تمامیږي »

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (25.12.2019):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب