1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پنټاګون د لسو ميليارډو ډالرو يو قرارداد مايکروسافت ګتلی

۱۳۹۸ آذر ۳, یکشنبه

د لس ميليارډو دالرو په ارزښت د امريکا د دفاع وزارت د زيربناو د عصري کولو يو قرارداد، له امازون شرکت څخه د مایکروسافت شرکت ګټلی دی. آمازون، محکمې ته شکايت کړی چې په دغه تصميم کې «ترمپ نفوذ» درلود.

USA Orlando Amazon Logistik-Zentrum setzt Roboter ein
انځور: picture-alliance/NurPhoto/P. Hennessy

د لس ميليارډو دالرو په ارزښت د امريکا د دفاع وزارت د زيربناو د عصري کولو يو قرارداد، له امازون شرکت څخه د مایکروسافت شرکت ګټلی دی. آمازون، محکمې ته شکايت کړی چې په دغه تصميم کې «ترمپ نفوذ» درلود.

د امريکا د دفاع وزارت يا پنټاګون د دغه لوی او ګټور قرارداد داوطلبۍ ته د امازون او مايکروسافت شرکتونه ولاړ ول، چې مایکروسافت يې ګټونکی شوی دی.

د جېدي (Jedi) په نوم د شاوخوا لس ميليارډو ډالرو دغه قرارداد د ۲۰۱۸م کال په مارچ مياشت کې اعلان شو چې موخه يې د امريکا د دفاع وزارت د زيربناوو عصري کول دي.

د ګټونکي په توګه د مايکروسافت تر اعلانيدو څخه د مخه داسې فکر کيده چې د امازون شرکت به دغه قرارداد وګټي. خو تر دغه اعلان وروسته، امازون شرکت په دغې معامله کې د «سياسي دخالت» څخه خبره کړې ده.

د امازون شرکت، محکمې ته شکايت ليک کې د نورو مواردو تر څنګ، د خپل شرکت په هکله د ولسمشر دونالد ترمپ منفي نظرونو ته اشاره کړې ده. د امازون بنسټ ايښودونکی له ډير وخت راهيسې د ترمپ د لفظي حملو هدف ګرځيدلی دی.

د واشنګټن پوست د رپوټ په حواله، امازون په پام کې لري چې څلور ويډيوګانې د اسنادو په توګه محکمې ته وسپاري.

د دغه انترنيتي شرکت په وينا، ترمپ په يوه ويډيو کې غوښتنه کړې چې امازون شرکت ته د پنټاګون د قرارداد له ورکړې څخه دې مخنيوی وشي. امازون ادعا کړې ده چې ترمپ دغه څرګندونې د ۲۰۱۶م کال په فبرورۍ مياشت کې له «فاکس نيوز» تلويزيون سره د يوې مرکې پر مهال کړي دي.

اينترنيتي شرکت امازون او مايکروسافت د امريکا دوه تر ټولو ستر شرکتونه دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب