د امازون د ځنګله اور؛ برازیل تر نړیوال فشار لاندې دی
۱۳۹۸ شهریور ۲, شنبهبرازیل په ټوله نړۍ کې د باران له اوبو خړوبیدونکی تر ټولو د ستر ځنګل یعنې امازون ځنګله څښتن دی. په دغه ځنګله کې د تیرو څو میاشتو په ترڅ کې د اور لګیدنې د پیښو له کبله د جنوبي امریکا دغه هیواد د نړیوالو له پراخ غبرګون سره مخامخ دی. په برازیل کې د امازون په نامه دغه ځنګل د ټولې نړۍ د باراني اوبو ۶۰ سلنه ځنګل تشکیلوي. دغه ځنګل ته د ځمکي سږي هم ویل کیږي ځکه د دې ځنګل ونې د ټولې نړۍ ۲۰ فیصده اکسیجن تولیدوي. د چاپیریال د برخې د کارپوهانو په وینا، که چیرته د دغه ځنګل د لمنځه تلو د مخنیوي په برخه کې جدي ګامونه پورته نه شي، نړۍ به له پراخو ستونزو لکه اقلیمي بدلون او همدا راز د باران د وریدو له کمښت سره مخا مخ شي.
په دې ترڅ کې د جمعې په ورځ برلین پر برازیل باندې د ځنګله د خوندي ساتلو په هکله د نه اقدماتو له کبله د جنوبي امریکا او اروپايي ټولنې ترمنځ د سوداګریز تړون د تعدیل ګواښ وکړ. د آلمان د چاپیریال وزیرې سونیا شولڅه د برازیل په باراني ځنګله کې د پراخې اور لګیدنې د پیښې په ځواب کې د دغه راز یوه اقدام خبر ورکړ.
د برازیل په امازون ځنګله کې د ونو د ناقانونه وهلو له کبله د اور لګیدنې په پیښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. شولڅه وویل چې له برازیل، ارجنتینا، یوروګوای او پاراګوای سره د اروپايي ټولنې د ناتمام شوي سوداګریز تړون په برخه کې پرمختګ بې تر هغې پورې یو «بې مسولیته» کار وي، ترڅو پورې چې د امازون د ځنګله د خوندي ساتلو په برخه کې تضمین پکې شامل نه شي.
د اروپايي ټولنې – میرکوسور په نامه دغه تړون تر شلو کلونو بحثونو او مذاکراتو وروسته په تیره جون میاشت کې نهايي شو، خو ښايي د راتلونکو دوو کلونو په موده کې به هم دغه تړون تصویب نه شي او دا په دې معنی ده چې د لغوه کیدو امکان یې موجود دی.
د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۲۳مه نېټه) د برازیل ولسمشر جیر بولسونارو وویل چې د امازون د ځنګله د لمنځه وړلو له پاره د برازیل د پوځ د ګمارنې په هکله فکر کوي. د کارپوهانو په وینا، سږ کال د برازیل په ځنګلونو کې د اور لګیدنې په پیښو کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په برازیل کې د فضايي څیړنو د ملي مرکز د تازه شمیرو له د روان میلادي کال د جنوري میاشتې نه تر اګست میاشتې پورې، په برازیل کې شاوخوا ۷۳ زره د ځنګل د اور پیښې ثبت شوي دي. دغه مرکز چې د امازون په سیمه کې له فضا څخه د اور پیښې هم څاري، وايي چې په ټول ۲۰۱۸م کال کې د امازون په ځنګله کې ۳۹ زره او ۷۵۹ د اور لګیدنې پیښې ثبت شوي دي. په دې ترتیب سره، د اور لګیدنو د پیښو د ثبت له پیل راهیسې، دا تر ټولو ډیرې پیښې دي چې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ۸۰ سلنه زیاتوالی ښيي.