امانويل ماکرون په یو دولتي سفر برلین ته رسېدلی
۱۴۰۳ خرداد ۶, یکشنبه![د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون له خپلې مېرمنې بريژيت ماکرون سره د می په ۲۶مه په برلین کې](https://static.dw.com/image/69185725_800.webp)
که څه هم امانويل ماکرون په پرله پسې توګه برلین ته سفرونه کوي، خو په تېرو ۲۴ کلونو کې دا برلین ته د فرانسې د یو ولسمشر لومړنی دولتي سفر دی. تر دې مخکې د فرانسې پخواني ولسمشر، ژاک شيراک، په ۲۰۰۰ميلادي کال کې برلین ته دا ډول سفر کړی وو.
د جګړې راوروسته دور کې برلین ته د فرانسې لومړنی دولتی سفر په ۱۹۶۲ کې د هغه وخت ولسمشر، شارل دوګل، کړی وو، چې تر هغه وروسته د ماکرون ننۍ سفر برلین ته د فرانسې شپږم دولتی سفر کیږي.
د فرانسې خبري آژانس په حواله، ماکرون خپل دغه درې ورځنی سفر چې په کې به څلور توقفونه ولري، د برلین په یوه هوايي ډګر کې د هغه د طیارې په ناستې سره پیل شو. له هغه سره په دغه سفر کې ېې مېرمن برېژيت ماکرون هم مله ده.
دغه سفر د برلین او پاریس تر منځ د سیاسی اختلافاتو په منځ کې کیږي، خو تمه ښودل شوې چې دا به د دوی ترمنځ د وروستيو اختلافاتو په هوارولو او د اړېکو په لاپیاوړولو کې مرسته وکړي.
یاد آژانس زیاتوي چې ماکرون به د اروپايي اتحادېې دغو دوو کلیدي هېوادونو تر منځ تر جګړې وروسته تاريخي ارزښتونو باندې ټینګار وکړي. دا په داسې حال کې ده چې فرانسه راتلونکې میاشت د دي-دې، اتیایمه کلیزه لمانځي.
ټاکل شوې چې هغه به د یکشنبې په ورځ ماسپښین د آلمان له ولسمشر، فرانک والتر شتاین مایر، سره وګوري، چې تر ډېره ېې نقش تشریفاتي دی. ماکرون به د دوشنبې په ورځ د آلمان په درېسدن کې یو اروپايي فيستیوال کې اروپا ته وينا وکړي. د سه شنبې ورځې په جریان کې به ماکرون د آلمان مونستر ښار او بیا به ناوخته له برلینه بهر، میسبرګ ښار ته ولاړ شي. په مېسبرګ کې به د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ او د آلمان-فرانسې ګډې کابېنې سره خبرې وکړي.
(AFP)mks/akh
له آرشیف څخه: