1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

امرالله صالح: د اسلم فاروقي نیول کیدل لویه لاسته راوړنه ده

۱۳۹۹ فروردین ۱۷, یکشنبه

د تیرو پنځو کلونو راهیسې د «اسلامي دولت» یا داعش ډله په افغانستان کې له خپلو بریدونو سره په خلکو کې وحشت خپور کړی دی. اوس د افغان ځواکونو ځانګړې قطعې د دغې ډلې یو مهم مشر، دوه قوماندانان او نورغړي نیولي دي.

Afghanistan Kämpfe gegen IS und Flucht von Zivilisten
آرشیف ا نځورانځور: DW/Omid Deedar

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح هم په خپل تویتري پيغام کې په افغانستان کې د داعش ترهګرې ډلې د مهم مشر اسلم فاروقي د نیول کیدو له کبله د افغانستان د ملي امنیت ادارې سرپرست ضیاء سراج ته مبارکي ویلي ده او دا یې یوه لویه لاسته راوړنه بللې ده.

اسلم فاروقي چې د مولوي عبدالله په نوم هم پيژندل کیږي، د نږدې یوه کال راهیسې په افغانستان کې د داعش یا«اسلامي دولت» ډلې مشري کوله. د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر په کابل کې ویلي دي چې د ځانګړو عملیاتو په ترځ کې یي اسلم فاروقي او ۱۹ تنه نور جنګیالي نیولي دي. نور جزویات به د ملي امنیت ادارې له خوا په راتلونکو ورځو کې وړاندې شي.
په زرګونو داعش جنګیالي په افغانستان کې

د داعش ډله په افغانستان کې د ۲۰۱۵ م کال له اوایلو څخه د کوچنیو ډلګیو په شکل کې فعاله شوه چې ځان په عراق او سوریي کې د اعلان شوي خلافت جنګیالي بولي. په اوایلو کې چې یو شمیر افغان او پاکستاني طالبان له داعش سره یوځای شوي ول مجبوره شول له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې خپل تر کنټرول لاندې سیمې له لاسه ورکړي.
د استخباراتي سرچينو په حواله اوس د دغې ډلې د جنګیالیو شمیر زرګونو ته رسیږي. په دوی کې د مرکزي آسیا د هیوادونو، هند، منځني ختیځ او چیچنیا جهادي اسلامستان هم شامل دي.

په افغانستان کې مستقر امریکایي ځواکونه او افغان سرتیري له هم هغه پیل راهیسې د دوی پر ضد په شدت سره جنګیدلي دي. د داعش د فعالیت اصلي مرکز د دغه هیواد په شمال کې غرنۍ سیمه ده. د ملګرو ملتونو د اسنادو په اساس داعش تر ټولو ډیر بریدونه په ننګرهار، کونړ او پلازمېنې کابل کې ترسره کړي دي چې اکثره وختونه یي د شعیه مذهبو جوماتونه او غونډې په نخښه کړي دي.
په دې وروستیو کې په مارچ میاشت کې د یوه شیعه سیاستوال د تلین په مراسمو برید کې تر ۳۰ ډیر انسانان ووژل شول. تیره اونۍ بیا په کابل کې د سِکانو پر یوه معبد د داعش ډلې په یوه برید کې ۲۵ تنه ملکیان ووژل شول.

آژانسونه: ش.ن/ ق.ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب