په افغانستان کې ۱۵ پاکستاني طالبان وژل شوي دي
۱۳۹۴ شهریور ۲۱, شنبهدرو تنو پاکستاني استخباراتي چارواکو د پاکستان جنوبي وزيرستان سيمې ته څېرمه تر سره شوی دغه بريد تاييد کړی دی. يوه امنيتي چارواکي وويل چې «د وژل شويو اورپکو ۱۵ مړي به ډېر ژر د هغوی اصلي سيمې دېره اسماعيل خان ته يوړل شي. ديره اسماعيل خان د پاکستان په شمال لويديځ کې قرار لري. درو واړو چارواکو دا هم تاييد کړې ده چې وژل شوو کسانو د ملا فضل الله تر مشرۍ لاندې د پاکستاني طالبانو په ګنډه پور نومې ډلې پورې اړه درلوده.
دغه ډله د ۲۰۱۴ م کال په دسمبر مياشت کې د پاکستان د پوځ له خوا پر چليدونکي يو مکتب باندې د هغه پراخ بريد پړه منلې وه چې څه باندې ۱۳۰زده کوونکي په کې په پېښور کې وژل شوي ول.
په دې وروستيو کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ډېر شوي دي
په افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په ليرې پرتو سيمو کې تر سره کيږي چې په اړه يې رپوټونه ډېر کم خپريږي. خو د طالبانو قوماندانان وايي چې د تېر کال له پای راهيسې د دوی جنګيالي په ډېرېدونکې کچه په نښه کيږي. تازه بريدونه يوه اونۍ وروسته له دې تر سره کيږي چې پاکستان او افغانستان پر يو باندې متقابل تورونه لګول پرې ايښي دي، چې لامل يې د تېر کال له پای راهيسې د اورپکو ډېرېدونکي بريدونه دي.
افغان ولسمشر، اشرف غني، له پاکستان سره ټينګې اړيکې د خپلې کاري دورې يو لومړيتوب وګاڼه کله چې ده تېر کال ولسمشري پر غاړه واخيستله. د غني هيله دا وه چې اسلام آباد به د افغاني طالبانو مشران دې ته وهڅوي چې د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو له پاره هغوی د مذاکراتو ميز ته حاضر کړي.
د پاکستان د بهرنۍ تګلارې مشر، سرتاج عزيز، تېره اونۍ د يوې سيمه يزې اقتصادي غونډې په ترڅ کې له افغان پلازمېنې کابل څخه ليدنه وکړه چې په دې لړ کې يې له افغان ولسمشر، د بهرنيو چارو له وزير او د امنيتي چارو له مشاورينو سره وکتل. خو دواړو غاړو وويل چې له افغاني طالبانو سره د سولې د خبرو اترو موضوع په دغو بحثونو کې مطرح نه شوه.