1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي جنرال په افغانستان کي د کورنۍ جګړې خطر ويني

۱۴۰۰ تیر ۹, چهارشنبه

لوړ پوړي امريکايي جنرال سکاټ ميلر ويلي دي چې د طالبانو له خوا د يو شمیر مهمو ولسواليو نيول د انديښنې وړ دي. ميلر په دې اړه هم خبرداری ورکړ چې د امنيتي ځواک د ملاتړ له پاره د مليشو ګمارل د کورنۍ جګړې لامل کيدلی شي.

Afghanistan | Tote und Verletzte bei hochrangigem Sicherheitstreffen in Kabul
انځور: picture-aliance/U.S Air Force/S. Jackson

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو دغه مشر د سې شنبې په ورځ د امنيتي وضعيت په اړه د يوې محتاطې ارزونې په ترڅ کې زياته کړه: «که وضعيت همداسې دوام پيدا کړي نو کورنۍ جګړه له تصوره ليرې نه ده چې بايد د نړۍ د انديښنې سبب هم وي.»

ميلر په کابل کې خبريالانو ته وويل چې امريکا د اوس له پاره له افغان امنيتي ځواک سره د مرستې وړتيا لري. نوموړي زياته کړه: «خو زه یې په اړه وړاندوينه نه شم کولی چې په راتلونکي کې به [مرسته] څنګه وي.«

جنرال ميلر دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د سپينې ماڼۍ د مطبوعاتې دفتر د مشرې جين ساکي په حواله ولسمشر جو بايدن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شورا له رئيس عبدالله عبدالله سره د ملاقات پر وخت له افغانستان سره د بشري او امنيتي مرستو ډاډ ورکړی وو.

خو ولسمشر بايدن همدا راز وويل چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو نه را ايستل به د ترمپ حکومت او طالبانو ترمنځ د هوکړې خلاف کړنه وي او دا هغه خطر دی چې نوموړی یې منلو ته تيار نه دی.

خو وسله والو طالبانو د می مياشتي تر لومړۍ نېټې پورې د ټولو ځواکونو په نه ايستلو سره امريکا د هوکړې په نقضولو تورنه کړې ده. امريکايي چارواکي هم وايي چې طالبانو د هوکړې په عملي کولو کې لږ پرمختګ کړی دی، خو روښانه نه ده چې تر پايه به پرې عمل وکړي او که نه.

طالبانو که څه هم چې خپلو قوماندانانو ته لارښوونه کړې چې بهرني جنګيالي له خپلو ليکو وباسي خو اوس هم داسې شواهد شته چې بهرني جنګيالي یې په ليکو کې جنګيږي.

خو جنرال میلر په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې يوازې سياسي حل افغانستان ته سوله راوړلی شي.

ناټو: افغان ځواکونه په يوازې سر امنیت ټينگولی شي

تر دې مخکې امريکايي چاراکو ويلي ول چې د جولای مياشتي تر څلورمې نېټې پورې به ښايي ټول امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي خو ميلر د يوې نېټې او يا وخت له ښوولو څخه ډډه وکړه او يوازې دومره يې وويل چې د ولسمشر بايدن له خوا تر اعلان شوې نېټې پورې به یې د ځواکونو اخراج بشپړ شي.

د وسله والو طالبانو له خوا د ولسواليو د نیولو په اړه میلر وويل چې د دغو سيمو سقوط ډېر وجوهات لري چې د عسکرو ستړيا او تسليمیدل پکې شامل دي چې دا بيا د رواني او پوځي ماتې باعث ګرځي. خو هغه زياته کړه چې د تاوتريخوالي ډېرېدل هيواد په خونړۍ کورنۍ جګړه کې د ښکيليدو له خطر سره مخامخ کوي.

ميلر وويل چې افغان امنيتي ځواک د خپل قوت په منسجم کولو سره بايد د ستراتيژيکو سيمو د ساتنې زمينه برابره کړي. هغه زياته کړه چې د ولسواليو سقوط طالبان د دې جوګه کوي چې د ولایتونو د مرکزونو ترانسپورت او مواصلات تهديد کړي.

که څه هم چې د میلر دا څرګندونې مخه ښې ته ورته وې، خو نوموړي په دې اړه څه ونه ويل چې د امريکايي او ناټو ځواکونو د اخراج پروسه تر کومه ځایه رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې آلمان پرون، سې شنبه (د جون ۲۹ مه نېټه) خپل وروستي ځواکونه له افغانستان څخه را وايستل.

ميلر د امريکا د تاريخ پر دې اوږدې جګړې له تبصرې پرته وويل چې په دې اړه به پريکړه تاريخ وکړي: «نور قضاوت به تاريخ کوي. موږ چې بايد څه وکړو دا دي چې د هغه څه په اړه چې په تېرو کالونو کې مو په ښه شان سره سرته رسولي او د هغه په اړه چې دومره ښه نه ول، يوه صادقانه ارزونه وکړو.»

ب. ص/ ن. ز (APE)