1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: افغان حکومت او طالبان بايد گډ کار وکړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

امريکا متحده ايالات په دې نظر دي چي په افغانستان کي تر وروستيو وحشي بريدونو وروسته افغان حکومت او وسله وال طالبان بايد گډ کار وکړي، څو د دغو بريدونو عاملين جواب ويلو ته راکش کړي.

USA PK Mike Pompeo in Washington
انځور: Reuters/A. Harnik

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د سه شنبې په ورځ ويلي دي تر هغه وخته پوري چي په دغه هيواد کي په تاوتريخوالي کي کمښت او له يوې سياسي لاري يوه توافق ته پرمختگ نه وي سوي، افغانستان به همداشان د ترهگرو هدف وي.

پمپيو ويلي دي چي طالبانو هم دغه بريدونه شرموونکي بللي دي. ځکه نو دواړه اړخونه (افغان حکومت او وسله وال طالبان) دي په گډه کار وکړي، څو د افغانانو په غوښتنه د سولي روانه پروسه بريالۍ سي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ په کابل، ننگرهار او لغمان کي خونړي بريدونه په يوه ويډيويي وينا کي په کلکه وغندل او وسله والو ځواکونو ته يې امر وکړ چي له دفاعي حالته ووځي او د «دښمن» پرضد تعرضي حالت غوره کړي.

خو تر دغي وينا وروسته د وسله والو طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي چي دوی د افغان ځواکونو له هر ډول حملې سره مقابلې ته چمتووالی لري: «تر دې وروسته به د لازيات تاوتريخوال او د هغه د پايلو مسئوليت په پراخه پيمانه د کابل ادارې پر اوږو وي.»  

د سې شنبې په ورځ د کابل د يوه روغتون د زېږنتون پر څانگه باندي وسله وال بريد او دغه راز په ننگرهار کي د جنازې په مراسمو کي چاودني تر ۴۰ زيات انسانان ووژل سول. په وژل سوو کي نوي زېږېدلي ماشومان هم شامل دي.

دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چي دغه بريدونه چا کړي دي. په افغانستان کي پر وسله والو طالبانو علاوه ترهگره ډله داعش هم فعاليت لري.

نړيوال غبرگونونه

ډيروهيوادونو او سازمانونو په کابل او ننگرهار کي وروستي بريدونه سخت غندلي دي. په افغانستان کي د ملگرو ملتونو سياسي دفتر(ياناما) په يوې اعلاميې کي دغه بريدونه تکان ورکوونکي بللي دي او زياته کړې ئې ده: «ملگري ملتونه په افغانستان کي عدالت ته د دغو بريدونو د عاملينو  د راکشولو غوښتونکي دي او د قربانيانو کورنيو ته تسليت وايي.»

د بخښني نړيوال سازمان ويلي دي چي دغه بريدونه بايد نړۍ بيداره کړي چي ملکيان له وحشت سره مخامخ دي. ياد سازمان د تويتر په يوه پيغام کي ليکلي دي: «په افغانستان کي د نن ورځي (سه شنبه) بې رحمه جنگي جرمونه چي يو زېږنتون او د جنازې مراسم يې هدف گرځولي ول، نړۍ بايد بيداره کړي چي ملکيان څرنگه له وحشت سره مخامخ دي.»

ناټو هم په کابل او ننگرهار کي بريدونه غندلي دي او يووار بيا ئې ټينگار کړی دی چي د ترهگرۍ پرضد مبارزه کي له افغانانو سره ولاړ دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلاميې کي په کابل او ننگرهار کي بريدونه محکوم کړي دي. په اعلاميه کي راغلي دي: «پاکستان هر ډول ترهگري غندي او د يوه سوله ايز او پياوړي افغانستان ملاتړ ته به دوام ورکړي.»

د ايران د بهرنيو چارو وزارت هم په افغانستان کي وروستي بريدونه محکوم کړي دي او په دغه هيواد کي ئې د تاوتريخوالي له ډيريدو انديښنه ښوولې ده. د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند په افغانستان کي د پوځي عملياتو د دريدو او د سولي خبرو اترو ته د زمينې برابرولو غوښتنه کړې ده.

(N.Z/G.P(dpa, AFP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل