1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: افغان حکومت بايد يوه جوړجاړي ته سره ورسيږي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۶, سه‌شنبه

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع وزير مایک اسپر پر افغان حکومت غږ کړی چې د سياسي واک پرسر روانه لانجه دې حل کړي. نوموړي په عين حال کې پر طالبانو هم د تاوتريخوالي د نه کمولو له کبله انتقاد کړی.

USA Washington | Mark Esper, Verteidigungsminister
انځور: picture-alliance/dpa/divids

مايک اسپر د دوشنبې په ورځ د (د مي مياشتې ۴ نیټه) د «بروکنگس» په نوم څيړنيزې موسسې سره د خبرو پر وخت له يوه اړخه پر دې انتقاد وکړ چې طالبانو تر اوسه په تاوتريخوالي کې کمښت نه دی راوستی. هغه د خپلو خبرو په دوام کې وويل: «له بله اړخه افغان حکومت هم بايد ځان منظم کړي او يوه جوړ جاړي ته بايد ورسيږي.«

ايسپر روښانه کړه چې يوازې په دې توگه د بين الافغاني خبرو د ترسره کيدو له پاره زمينه او شرايط برابريدلی شي.

امريکا متحده ایالاتو د فبرورۍ مياشتې په پای کې له وسله والو طالبانو سره يو تړون لاسليک کړی چې هغه بايد بيا بين الافغاني خبرو ته لاره هواره کړې وای. خو دغه خبرې اترې تر اوسه نه دي ترسره شوي. په تړون کې د نړيوالو ځواکونو وتل او د زندانيانو تبادله هم په نظر کې نيول شوې وه.

اسپر په خپلو خبرو کې طالبانو او افغان حکومت ته په اشاره سره وويل: «موږ به له دواړو اړخونو سره په دې هکله خپلو خبرو ته ادامه ورکړو چې هغوی څه بايد وکړي چې له مخې یې [له طالبانو سره شوې] تړون په بشپړه توگه عملي شي.» هغه زياته کړه چې تر اوسه زندانيان تبادله شوي خو «په کافي اندازه نه.»

مایک اسپر په عين وخت کې ټينگار وکړ چې په افغانستان کې له لسیزو راهيسې روانه جگړه يوازې له سياسي لارې حل کيدلی شي. خو دغه لار د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د سياسي مخالف عبدالله عبدالله ترمنځ د واک پر سر لانجې هم سخته کړې ده. 

عبدالله عبدالله په دې وروستيو کې ويلي ول چې د لانجې د حلولو په برخه کې یې يو څه پرمختگ کړی دی. غني هم دې ته اشاره کړې چې عبدالله کولی شي د ولسمشر د مرستيال په نقش کې له طالبانو سره د سولې د پروسې مشري پر غاړه واخلي.

bs/nz (dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل