1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او ایران يوې هوکړې ته سره رسيدلي دي

بريښنا صابر | د آلمان خبري آژانس، ای پي
۱۴۰۵ خرداد ۲۵, دوشنبه

د ايران او متحده ایالاتو ترمنځ د سولې خبرې اترې په دې وروستيو کې يو ځل بیا د سقوط په درشل کې ښکارېدې، خو اوس پکې د پرمختګ اعلان شوی او دواړه هېوادونه يوې هوکړې ته رسيدلي. د هرمز تنګی به د جمعې په ورځ پرانيستل شي.

پر يوه دیوال د ایران بیرغ او مخې ته یې يوه ښځه ليدل کيږي.
ایران او امريکا يوې هوکړې ته رسېدلي. انځور: AFP

د څو اونيو تر خبرو اترو وروسته اوس امريکا متحده ايالاتو او ایران د يوه تړون په چوکاټ کې د جګړې د ختمولو اعلان کړی دی. دا خبره د متحده ایالاتو د حکومت ترڅنګ ایران او منځګړي هېواد پاکستان هم تائيد کړې ده.

د ولسمشر دونالد ترمپ، د ۸۰مې کلیزې په ورځ اعلان شوې هوکړه به د نورو خبرو اترو له پاره د بنسټ ډبره وي چې د ایران د اتومي پروګرام پر موضوع به راڅرخي. د هوکړې د اعلانيدو يو څو ساعته تر مخه پورې لا د جګړې د پراخيدو ګواښونه موجود و.

کارپوهانو د وخت د مخه خوشبینۍ څخه خبرداری ورکوي

دا هوکړه به د جمعې په ورځ د سويس په ژنيو کې لاسليک شي. په داسې حال کې چې د آلمان د صدراعظم فريدرش میرڅ، په ګډون اروپايي هېوادنو د هرمز تنګي د محافظت په برخه کې د مرستې وړاندیز کړی، کارپوهان د وخت د مخه خوشبينۍ څخه خبرداری ورکوي. د کارپوهانو په حواله دا هوکړه په يوه سياسي پروسه کې يوازې يو منځمهاله ګام دی چې ستر خنډونه په مخکې لري.

اړونده موضوع: ایران او امریکا پر کومو ټکو ښايي توافق وکړي؟

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف، د ټولنیزو رسنيو د ايکس شبکې له لارې وويل چې دواړه غاړې پر ټولو جبهو د پوځي عملياتو په سملاسي او نهايي توګه پر ختمولو باندې سلا شوي دي. هغه زياته کړې ده چې دا حزب الله پلوه هېواد لبنان او د اسرائيل ترمنځ پر شخړه هم صدق کوي.

د هرمز تنګی به د جمعې په ورځ پرانیستل شي

د هرمز تنګي هم د دې خبرو اترو په مرکز کې قرار درلود. د نړۍ د ګازو او نفتو د سوداګرۍ له پاره دا مهم تنګی به د جمعې په ورځ د هوکړې تر لاسليک کیدو وروسته د کښتيو د تګ راتګ له پاره پرانيستل شي. دا خبره ولسمشر دونالد ترمپ، په خپل دويم پوست کې کړې ده.

د نوموړي په لومړي پوست کې چې د توافق د ترلاسه کيدو په اړه یې کړی وو، داسې بريښېدل چې دا تنګی به په سملاسي توګه پرانیستل کيږي. نوموړي د ماينونو د پاکولو اړين کارونه د دې دليل وبلل. 

د فيبرورۍ میاشتې په پای کې د جګړې تر پېليدو وروسته د نفتو بیې ډېرې لوړې شوې وی چې د هوکړې تر اعلان وروسته اوس په څرګند ډول راټيټې شوي دي. همدا راز د جاپان، چين او جنوبي کوريا د ونډو په بازارونو کې د دوشنبې په ورځ تر پرانيستل کيدو وروسته سملاسي د اسعارو بیې لوړې شوې.

ترمپ د سمندري کلابندۍ ختمولو لارښوونه کړې

د هرمز تنګي په اړه د ايران له خوا د ژمنه شويو امتيازاتو په بدل کې ولسمشر دونالد ترمپ، د هغه د خپلو معلوماتو په حواله د ایران د بندرونو کلابندي هم په سملاسي توګه له منځه وړل شوې ده.

متحده ايالاتو له دې کلابندۍ سره غوښتل چې ایران د تېلو د صادراتو له لارې د عايداتو د ترلاسه کولو منع کړي – هغه عايدات چې د ایران د واک د اسلامي دستګاه تر ټولو مهمه اقتصادي تکيه ده. له دې سره د ایران يوه مرکزي غوښتنه سملاسي پوره شوې ده، په داسې حال کې چې متحده ایالات به تر جمعې ورځې د هرمز تنګي پرانيستل کيدو ته انتظار باسي.

هوکړه د سقوط په درشل کې وه

آلمان، فرانسې، بريتانیې او ايټالیې د توافق سملاسي وروسته چمتووالی وښود چې په هرمز تنګي کې به د کښتو د تګ راتګ د بیرته پېليدو په برخه کې مرسته وکړي.

د آلمان صدراعظم فريدرش میرڅ، د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، د بريتانیې لومړي وزیر کېر ستارمر او د ايټالیې لومړۍ وزیرې جورجيا ميلوني، د ګډ دريځ په خپلولو سره وويل چې په دې مرسته کې به «يو دفاعي موخې لرونکی خپلواک ماموريت شامل وي څو د تجارتي کښتيو له تګ راتګ سره مرسته وکړي او د ماين پاکۍ عمل ترسره شي.»

د هوکړې له اعلانيدو ترمخه دا تړون څو ځلي د سقوط تر درشله رسېدلی وو. د دې علت د اسرائيل او لبنان د حزب الله ملیشو ترمنځ نوي متقابل بريدونه ول.

يکشنبه غرمه موده د اسرائیل پر شمال باندې تر يوه بريد وروسته اسرائيل د بیروت په شا او خوا کې بريدونه وکړل. ترمپ، تر دې وروسته اسرائيل ته د آرام پاتېدو لارښوونه وکړه او پر ټولو غاړو یې غږ وکړ چې له زغم څخه کار واخلي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب