1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امريکا او سعودي عربستان د يوه «ستر تړون» په درشل کې

۱۴۰۳ خرداد ۱۱, جمعه

ریاض او واشنګټن غواړي د ملکي موخو له پاره کاریدونکي هستوي انرژۍ په برخه کې همکاري وکړي. کارپوهان انديښنه لري چې سعودي کولی شي د اتوم بم د جوړولو له پاره د امريکا په مرسته له چليدونکي ملکي اتومي پروګرام څخه استفاده وکړي.

Saudi Arabien US-Präsident Biden und MSB
انځور: BANDAR ALGALOUD/REUTERS

تېره اونۍ په يو شمیر رسنيو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې سعودي عربستان او امريکا متحده ايالات يوه «Mega-Deal» يا ستر تړون ته ډېر نږدې شوي دي.

دا چې دا تړون به د اتومي پروګرام، خپلمنځني دفاعي تړون او مصنوعي ځېرکتيا په څېر مخ پر وده تکنالوژيو په برخه کې د همکارۍ  له لارې امريکا او سعودي عربستان ډېر سره نږدې کړي، له همدې امله ورته د «ميګا ډېل» او يا «ستر توافق» په څېر کلمات کارول کیږي.  

دې ډول تړون ته له اسرائيل سره د سعودي عربستان د اړيکو د عادي کولو په نظر هم کتل کيږي خو دا چې اوس سعودي عربستان پر دې ټینګار کوي چې له اسرائيل سره به د اړيکو د عادي کولو هر ډول پروسه يوازې په هغه صورت کې امکان ولري چې تل ابیب د فلسطين دولت په رسميت پيژندلو کې یو څه نرمښت وښيې خو اسرائيل پر دې خبره کلک ولاړ دی چې داسې به ونه کړي.

د می میاشتې له پېل څخه د رويترز، نیویارک ټایمز، د بريتانيا رسنيزې ادارې فایننشل ټايمزاو دي ګاردين له لوري د خپرو شویو مختلفو رپوتونو پر اساس اوس له اسرائيل پرته د سعودي عربستان او امريکا ترمنځ د «ستر تړون امکان» په چټکۍ د ډېريدو په حال کې دی.

د دې وړاندیز شوي تړون ټول جزئیات لا روښانه نه دي خو دا خبره واضح ده چې په دې کې به ښايي د سعودي عربستان د ملکي اتومي انرژۍ په برخه کې د اوږمهاله همکارۍ غوښتنې هم شاملې وي.

ډېری شنونکي وايي چې د کوم ستر تړون په اړه چې خبرې کیږي، په هغه کې به د اتومي انرژۍ په برخه کې د همکارۍ د امريکا تضمين هرو مرو شامل وي ځکه سعودي عربستان له مودو راهېسې د دې غوښتونکی دی او د دې تړون تر ټولو لانجمن اړخ هم همدا دی.

په واشنګټن کې د وسلو د کنترول په اتحاديه کې د وسلو د خپريدو د مخنيوي د تګلارې د برخې مشر لیکسي ډيوين پورټ، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې شخړه د دې حقيقت له مخې پيدا کيږي چې سعودي عربستان هوډ لري، يورانيم په خپله خاوره کې دننه غني کړي.

د يورانيمو د غني کولو له پاره کاريدونکي تکنالوژي د ملکي اتومي دستګاو له پاره سوند توکي هم جوړوي خو په نتيجه کې یې د اتومي وسلو له پاره مناسب يورانيم هم رامنځته کيدلای شي.

کيلسي وايي چې «سعودي عربستان پر دې خبره کلک ولاړ دی چې که چېرې ورته د يورانيمو د غني کولو حق ور نه کړل شي نو رياض به له واشنګټن سره د اتومي همکارۍ له تړونه ووځي.»

د تير میلادي کال په سپتمر میاشت کې د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان، هغه وخت په ټوله نړۍ کې د سرليکونو برخه وګرځيد چې کله یې وويل چې که سيمه ایز سيال یې، ایران، د اتوم بم په جوړولو کې بريالی شي نو سعودي عربستان به هم دې ته اړتيا ولري.

«پر سعودي عربستان باور نه شي کيدلای»

کله چې د می میاشتې په سر کې د امريکا او سعودي عربستان ترمنځ د دې تړون په اړه رپوټونه خپاره شول، امريکايي سناتور ايدورد مارکي، ولسمشر جو بايدن، ته يو خط وليکه. مارکي د امريکا د حکومت د اتومي وسلو او د دې د کنترول اړوندې کاري ډلې مشر دی.

نوموړي ليکلي ول: «زه ویره لرم سعودي عربستان چې له بشري حقونو څخه د سرغړونو يوه ويروونکي مخينه لري، خپل د ملکي اتومي انرژۍ پروګرام په بشپړه توګه د سوله ایزو موخو له پاره وکاروي، پر هغه باور نه شي کيدلی. هغه به يورانيم غني کوي او د اتومي وسلو د جوړولو هڅه به کوي.»

په دې تړاو خو انديښنې شته چې سعودي عربستان کولی شي اتوم بم جوړ کړي خو له دې سره په دې اړه هم انديښنه موجوده ده چې که چېرې دغه هېواد ته د يورانيمو د غني کولو اجازه ورکړل شي نو په سيمه کې به يوه سيالي پېل شي.

متحده عربي امارات لومړی عربي هېواد دی چې په ۲۰۲۱م کال کې خپله لومړۍ اتومي بټۍ فعاله کړهانځور: Yonhap/picture alliance

د اتومي وسلو پر مخنيوي متمرکز د يوه ايتالوي څيړنیز مرکز يوه څيړونکي مينويل هيريرا، د تېر کال په پای کې ليکلي ول: «سعودي عربستان ته د دې ډول وړتيا د ترلاسه کولو اجازې ورکولو سره په نړيواله کچه يو ستونزمن مثال رامنځته کيدلای شي. دا ښايي د سيمې نور هېوادونه لکه مصر او يا ترکیه هم دې ته هڅولی شي چې اتومي وړتياوې ترلاسه کړي. او د پايلې په توګه به یې لا تر مخه بې ثباته لویديځ کې د اتومي وسلو د خپريدو لړۍ پيل شي.»

خو هيريرا، دا خبره هم واضح کړه چې امريکا په دې موخه سعودي عربستان ته شرطونه هم ايښودلی شي. هغه وايي «تر کومه حده چې موږ پوهيږو، امريکا د يوه داسې تړون په لټه کې ده لکه په ۲۰۰۹م کال کې یې چې له متحده عربي اماراتو سره کړی وو چې ۱۲۳ مادې یې پکې عملي کړې وې.»

له چين څخه د امريکا د مخکې کیدو هڅه

پر دې ټولو اندیښنو سربیره هم د امريکا او سعودي عربستان ترمنځ اتومي تړون څو نورې مهمې موخې هم لري. هيريرا، له دويچه سره په خبرو کې چين ته په اشارې سره وويل، «ځيني نور هېوادونه هم شته چې سعودي عربستان ته دا وړاندیز کوي.»

که چېرې د امريکا او سعودي اتومي تړون پرمختګ کوي، نو دا به په سيمه کې د چين هر ډول نفوذ هم له منځه يوسي. د سوداګرۍ له نظره د دې په نتیجه کې له امريکايي شرکتونو سره د ښو تړونونو د رامنځته کيدو امکان هم شته.

د ځينو کارپوهانو په حواله د دې تړون په برخه کې پرمختګ د امريکا راتلونکو ټاکنو سره هم تړاو لري او د بایدن اداره د ولسمشرۍ د ټاکنو تر مخه د دې ډول يوه تړون غوښتونکې ده.

نور کارپوهان بيا وايي چې د سعودي عربستان او امريکا ترمنځ د ژورې همکارۍ يوه معنا دا هم کیدلی شي چې د تیلو د بیو په اړه پر پريکړو د امريکا نفوذ ډېر وي. د امريکا حکومت به په څرګنده توګه د دې بيو راکمولو ته لومړيتوب ورکړي.

خو پوښتنه دا ده چې آیا دا ډول يو تړون کيدای شي په منځني ختیځ کې د يوې اتومي سيالۍ باعث وګرځي؟

هيریرا، وايي چې «يو ګواښ خو دا دی چې که تاسې يوه هېواد ته دې تکنالوژۍ ته د لاس رسي اجازه ورکوئ نو سيالي خو به پيل کيږي.» خو نوموړی په دې آند هم دی چې په کافي څارسره دا خطرونه را کمېدلای شي.

ب. ص/ ر. س (Cathrin Schaer)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل