1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او طالبانو د تاوتریخوالي د راکمولو هوکړه تائيد کړې

۱۳۹۸ اسفند ۲, جمعه

متحده آيالات له «طالبانو سره هوکړې» ته رسېدلې دي څو «په ښکاره توګه په افغانستان کې تاوتريخوالی راکم کړي.» دغه خبره مايک پمپيو د جمعې په ورځ کړې ده.

Kolumbien Anti-Terror-Konferenz in Bogota | Mike Pompeo
انځور: AP

پومپيو په یوه بیانیه کې ويلي دي چې که د تاوتريخوالي د کمولو اقدام تر سره شي، نو له طالبانو سره د تړون لاسليکول ښايي «پرمختګ وکړي.» د دې تر مخه د متحده آيالاتو د دفاع وزارت دا ويلي وو چې د تاوتريخوالي کمول به اووه ورځې دوام وکړي. که دغه کار نتيجه ورکړي، نو د متحده آيالاتو او طالبانو تر منځ يوې هوکړې ته به لاره هواره شي چې د امريکايي ځواکونو د وتلو مهال وېش او هغه ضمانتونه به هم پکې شامل وي چې طالبان بايد پرې نه ږدي چې افغانستان د تروريستانو له پاره په يوه خوندي پټنځای بدل شي. 
د بيانيې له مخې به دغه تړون احتمالاً د فبرورۍ په ۲۹مه لاسليک شي. دغه خبره په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين هم تائيد کړې ده. هغه د تويتر په يوه پيغام کې ليکلي دي چې د دواړو لورو «د اوږدو مذاکراتو وروسته توافقنامه مکمل شوې او د روانې فبرورۍ مياشتې په ۲۹مه به د دواړو لورو له خوا په دوحه کې لاسليک شي.» هغه زياته کړې ده چې په دغو مراسمو کې به د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو هئيتونه د شاهدانو په توګه ګډون وکړي. دا خبره لا معلومه نه ده چې آيا افغان حکومت به هم دغو مراسمو ته کوم استازی ورولېږي که څنګه. 

د افغانانو تر منځ خبرو ته لاره هوارول

د دې وروسته به د پومپيو په خبره د افغانانو د بېلابېلو ډلو تر منځ خبرې اترې پيل شي. نوموړي زياته کړه چې دغه چارې به په دغه «بنسټيز قدم» باندې ولاړې وي څو «يو هر اړخيز او دايمي اوربند هم برابر شي.» د امريکا متحده آيالاتو دغه مخکښ ديپلومات وويل چې البته د سولې يوازینۍ لاره دا ده چې افغانان «سره راغونډ شي او د مخ په وړاندې لارې په هکله توافق ته سره ورسيږي.» 
تر دې دمخه د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل، د فرانسې خبرې آژانس ته ویلي: «د تاو تریخوالي کمیدل د فبرورۍ له ۲۲مې نېټې څخه پیلیږي او یوه اوونۍ به دوام وکړي.»

د طالبانو د قطر د دفتر وياند، سهيل شاهين (کيڼ لاس ته)انځور: Reuters

Dpa/ns/sr
 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل