1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا او طالبان د «تاوتريخوالي پر کمښت» توافق ته نژدې سوي

۱۳۹۸ بهمن ۲۳, چهارشنبه

د ترمپ د ملي امنيت سلاکار ويلي دي چي په راتلونکو ورځو يا اونيو کي له طالبانو سره توافق ته رسېدلو ته محتاطانه خوشبين دی. خو له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل به ژر نه وي.

Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

د امريکا متحده ايالاتو د جمهورئيس دونالد ترمپ، د ملي امنيت سلاکار رابرت اوبراين د سه شنبې په ورځ د دې پوښتني په جواب کي چي آيا ترمپ به د دواړو اړخونو له لوري «د تاوتريخوالي د کمښت» په اړه توافق لاسليک کړي، ويلي دي چي دغه شان يو توافق به د افغانستان اوږدې لانجې د حل يوه سياسي او بين الافغاني خبرو اترو ته لاره اواره کړي.

له دغو خبرو اترو څخه خبر يوه کس چي نه يې غوښتل يې نوم يې واخيستل سي اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغه هوکړه ليک کي به امريکايي ځواکونه او طالبان ژمنه کوي چې اووه ورځي له پوځي عملياتو څخه ډډه وکړي.

اوبراين په هغه غونډه کي چي د «اتلانتيک شورا» تحقيقاتي مرکز په کوربه توب رابلل سوې وه، وويل: «زه فکر کوم چي د پام وړ پرمختگ په حال کي يوو.»

هغه په دې اړه چي د افغانستان په اړه وړاندوينه ستونزمنه ده، محتاطانه خوشبيني وښووله چي په راتلونکو ورځو کي «ښه خبرونه» ولرو.

د امريکا او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو خبري دغي سرچينې اسوشېتد پرس ته ويلي دي چي که امريکا او طالبان «د تاوتريخوالي کمښت» ومني کيدای سي چي داواړه اړخونه په راتلونکو لسو ورځو کي د بين الافغاني خبرو اترو د پيل هوکړه ليک لاسليک کړي. د هغه په خبره په بين الافغاني مذاکراتو کي به پر طالبانو او د افغانستان پر مختلفو افشار سربيره هغه کسان هم گډون وکړي چي حکومتي منصب لري خو په دغو خبرو کي د حکومت استازيتوب نه کوي. طالبانو تر اوسه پوري له افغان حکومت سره له خبرو ډډه کړې ده.

اوبراين وويل: «جمهوررئيس ترمپ روښانه کړې ده چي د پرمختگ له پاره بايد تاوتريخوالی کم او له مفهمه ډک بين الافغاني مذاکرات وي.»

د ترمپ د ملي امنيت سلاکار زیاته کړه: «که دغو دوو مسالو او نورو موضوعاو ته رسېدگي وسي او موږ په دې وتوانېږو چي د هغو په اړه توافق ته ورسيږو، فکر کوم چي د افغانستان په اړه به ښه خبرونه ولرو، ځکه نو بايد منتظر اوسو چي په راتلونکو ورځو او اونيو کي څه کيږي.»

د امريکا متحده ايالاتو دغه چارواکي ويلي دي چي يو بل شرط دا دی چي طالبان ژمنه وکړي چي له القاعدې او داعش سره اړيکي قطع کوي.

اوبراين وويل: «موږ اوس ۱۸-۱۹ کاله کيږي چي په افغانستان کي حضور لرو. ترمپ غواړي له افغانستان څخه ووځو. موږ په افغانستان کي ډېر مالي او ځاني زيان ليدلی دی، خو اوس يې وخت دی چي امريکايان خپل کور ته ستانه سي.»

د ترمپ د ملي امنيت سلاکار وويل: «موږ غواړو کور ته ستانه سو، خو غواړو تر داسي شرايطو لاندي کور ته ستانه سو چي زموږ همکاران او په افغانستان کي نور شريکان مو خوندي وي او غواړو ډاډه اوسو چي افغانستان به بيرته د ترهگرو په پناه ځای نه بدليږي.»

د امریکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه کړې ده او يوازي دومره يې ويلي دي چي «په دوحه کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د تاوتريخوالي د کمښت په اړه خبري رواني دي.»

خو د افغانستان جمهوررئيس محمد اشرف غني د سه شنبې په ورځ په تويتر کي ليکلي دي چي د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو، د تليفون له لاري له طالبانو سره په خبرو کي د «پام وړ پرمختگ» خبر ورکړی دی.

غني ليکلي دي چي پمپيو د طالبانو د هغه وړانديز په اړه معلومات ورکړي دي چي په هيواد کي دننه د تاوتريخوالي د کمښت له پاره يې کړی دی.

(N.Z/M.J(AP

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل