په امريکا متحدو ايالاتو کي د مسلمان مهاجرو شمېر کم سوی دی. يوې پلټنې ښودلې ده چي امريکا ته په هجرت کوونکو کي اوس هم مسيحيانو اکثريت دي.
اعلان
د «پيو ريسرچ سنتر» په نوم انستيتيوت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جولای ۱۳مه نېټه) د خپلې يوې څېړني پايلي خپرې کړي دي. په دغه څېړنه کي پر دې موضوع تحقيق سوی چي امريکا متحدو ايالاتو ته په تيرو وختونو کي د کوم دين پيروان زیات مهاجر سوي دي.
د دغې څېړني پايلو ښودلې ده چي امريکا ته د مسلمان مهاجرو او پناه غوښتونکو په ورتګ کي کمښت راغلی دی. ياد انستيتيوت وايي چي د دغې څېړني له پاره يې د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو له وزارت څخه اعداد او شمېرې تر لاسه کړي او هغه يې ارزولې دي.
د پيو انستيتيوت له خوا په خپاره سوي راپور کي ويل سوي چي د دونالد ترمپ تر ولسمشر کېدو وروسته امريکا متحدو ايالاتو د ۲۰۱۷م کال د جون مياشتي تر پای پوري ۹۵۹۸ مسيحي پناه غوښتونکو ته ځای ورکړی دی. په دې توګه نو امريکا ته په ياده موده کي د ورغلو مهاجرو نژدې ۵۰ سلنه برخه عيسويان دي. په راپور کي راغلي دي چي په ياده موده کي ۷۲۵۰ مسلمان پناه غوښتونکي هم امريکا متحدو ايالاتو ته ورغلي چي په ياده موده کي د ورغلو ټولو مهاجرو تقريبا ۳۸ سلنه برخه کيږي. له نورو اديانو سره د تړاو درلودونکو مهاجرو شمېر تقريبا ۱۱ سلنه بلل سوی دی.\
د راپور له مخي يو کال مخکي په عيني موده کي د ورغلو مسلمان مهاجرو سلنه ۴۶ او د عيسوي مهاجرو سلنه ۴۴ وه چي په دې توګه نو تر مسلمانانو کمه وه. د پيو د راپور له مخي د ترمپ د ولسمشرۍ په دوران کي د هغو مهاجرو شمېر چي امريکا متحدو ته ورتلل نور هم کم سوی دی.
پيو په داسي حال کي دغه راپور خپور کړی چي دونالد ترمپ غواړي امريکا ته د کلني ورتلونکو مهاجرو شمېر ته پوله وټاکي او دا چي هرکال تر ۵۰ زرو زيات مهاجر ور نه سي.
امريکا متحدو ايالاتو په ۲۰۱۶م کال کي ۸۴ زره مهاجرو ته ځای ورکړی وو. د پيو د راپور له مخي د دوی اکثره د کانګو، ميانمار، عراق، صوماليا، سوريې، اوکراين، بوټان او ايريتريا وکړي ول. زموږ له آرشيف څخه (04.12.2016):
په امريکا کي د مسلمانانو شمېر څو دی؟
د دونالد ترمپ د بريالي کېدو وروسته په متحده ايالاتو کي تر ټولو زيات اندېښمن وګړي مسلمانان دي. يو شمېر مساجدو ته د اختطارونو راپورونه هم ورکول سوي دي. راځئ چي پوه سو چي په امريکا کي د مسلمانانو شمېر څو دی؟
انځور: DW
د مسلمانانو لوی شمېر
د پيو ريسرچ سنټر نومي څېړنيز مرکز اټکل کوي چي د امريکا په متحده ايالاتو کي تقريبا ۳،۳ مليونه مسلمانان ژوند کوي. دغه مرکز اټکل کوي چي د امريکا د متحده ايالاتو د ۳۲۲ مليونو وګړو څخه تقريبا ۱ فيصد يې مسلمانان دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Martin
د مسمانانو په شمېر کي زياتوالی
د پيو ريسرچ سنټر د اټکل له مخي تر ۲۰۵۰ کال پوري به د امريکا په متحده ايالاتو کي مسلمانانو اوسنی شمېر دوه چنده زيات سوی وي.
انځور: picture-alliance/abaca
له يهوديانو کم له هندوانو زيات
د يو محتاط اټکل له مخي په متحده ايالاتو کي د اوسېدونکو مسلمانانو شمېر تر يهوديانو کم دی. په متحده ايالاتو کي د ژوند کوونکو يهوديانو شمېر ۵،۷ مليونه او د هندوانو شمېر ۲،۱ مليونه اټکل کيږي.
انځور: Getty Images/W. McNamee
تر يهوديانو به زيات سي
د پيو ريسرچ مرکز د اټکل له مخي به په ۲۰۴۰ کال کي د امريکا په متحده ايالاتو کي مسلمانان د عيسويانو وروسته په دويم لوی ديني ګروپ بدل سي. يعني د مسلمانانو شمېر به تر يهوديانو زيات سي.
انځور: dapd
په نيو جرسي کي زيات مسلمانان
د امريکا په بعضو ايالتونو کي د ټول هيواد د اوسط په پرتله د مسلمانانو شمېر زيات دی. نيو جرسي له دغو ايالتونو څخه يو دی چيري چي تر نورو ايالتونو زيات مسلمانان ژوند کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Fox
د مسلمان پناه غوښتونکو راتګ
د پيو ريسرچ د مرکز په وينا د ۲۰۰۷ کال وروسته د امریکا په متحده ايالاتو کي د مسلمانانو شمېر ډېر زيات سوی دی. د شمېر د دغې زياتېدنې لاملونه د مسلمان پناه غوښتونکو راتګ بلل سوی دی.
انځور: AP
د راغلو مسلمان مهاجرو شمېر
په ۲۰۱۶ کال د امريکا متحده ايالاتو ته تقريبا ۳۸۹۰۰ مسلمان مهاجر داخل سول. دا په داسي حال کي چي په دغه کال د ټولو قبول سوو مهاجرو شمېر ۸۵۰۰۰ ؤ.
انځور: picture alliance/Photoshot
د مذهب تبديلول
د امريکا په متحده ايالاتو کي ګڼ شمېر داسي کسان هم سته چي تر مخه د بل دين ول خو وروسته مسلمانان سوي دي. د پيو ريسرچ په وينا په متحده ايالاتو کي د مسلمانانو د شمېر ۲۰ فيصده برخه نوي مسلمان سوي کسان دي.
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck
مسلمان ضد فکر
د امريکا په متحده ايالاتو کي د سپتامبر د ۱۱مي د بريدونو وروسته د مسلمانانو ضد احساسات زيات سوي دي. د ټېري جونز په نوم دغه کس غوښتل چي قرآن پاک ته اور واچوي.
انځور: AP
د ترمپ ويناوي
نوي ټاکل سوي ولسمشر دونالد ترمپ د خپل انتخاباتي کمپاين پر وخت څو ځله د مسلمانانو پر ضد خبري کړي وې. نوموړي يو ځل ويلي ول چي «مسلمانان له متحده ايالاتو څخه کرکه کوي». ترمپ و امريکا ته د مسلمانانو پر داخلې د وقتي بنديز وړانديز هم کړی ؤ.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Locher
اسلام يو لوی دين
د اعدادو او شمېرو له مخي په نړۍ کي تقريبا ۱،۷ مليارد انسانان ژوند کوي چي دغه شمېره د نړۍ د ټول نفوس تقريبا ۲۳ فيصده جوړوي. د مسيحيت وروسته اسلام د نړۍ دويم لوی دين دی.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Rehder
اسلام په چټکۍ د خپرېدو په حال کي
د پيو ريسرچ مرکز په وينا اسلام د نړۍ د نورو ټولو اديانو په پرتله په چټکۍ د خپرېدو په حال کي دی.