امريکا ته د پاکستان خبرداری: بندیزونه به د ټولو په زيان وي
۱۳۹۶ شهریور ۲۱, سهشنبه
د پاکستان لومړي وزیر ويلي دي چې پر پاکستاني چارواکو بندیزونه او يا د نورو پوځي مرستو کمښت به د ترهګرو پر وړاندي ګډي مبارزې ته زيان ورسوي. ده خبرداری ورکړ چې د امريکا بندیزونه به د دغه مبارزې د لارې خنډ وي.
اعلان
د پاکستان او امريکا متحدو ايالاتو اړيکې له هغه راهيسې خړې شوي چې ولسمشر دونالد ترمپ تيره مياشت د افغانستان په هلکه خپله نوې تګلاره اعلان کړه او پاکستان یې د داسې يوه بې ګټې ملګري په توګه یاد کړ چې افغان طالبانو او نورو وسله والو ته په پنا ورکولو سره د «تخريب کارو عناصر ځاله» ده.
امريکا له پاکستان سره مرستې د حقاني شبکې پرضد د اسلام آباد حکومت په چلن پورې مشروطې کړي دي. امريکا تور لګوي چې دغه ډله په پاکستان کې ميشته ده او له طالبانو سره په افغانستان کې په خونړيو بريدونو کې مرسته کوي.
خو پاکستان تل دغه ډول تورونه رد کړي او پر دې ادعاوو ټينګار کوي چې امريکا د سخت دريځو د له منځه وړولو په موخه کافي اقدامات نه دي کړي او پاکستان په اصطلاح د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې سخت زيان ليدلي او له۲۰۰۱م کال کال راهيسې یې تر ۶۰ زره زيات تلفات ورکړي دي.
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي چې د سترې محکمې له خوا د پخواني صدراعظم محمد نواز شريف تر بې واکه کيدو وروسته، موقت لومړی وزیر وټاکل شو، د روتيرز خبري آژانس ته وويل چې د امریکا له خوا د پاکستان پر پوځ او يا استخباراتي چارواکو هر ډول بندیز به د ترهګرۍ ضد جګړې په ګټه نه وي.
نوموړي زياته کړه: «موږ د ترهګرۍ پر ضد په جګړه بوخت يوو او هر هغه څه چې زموږ دا هڅې کمزوره کوي، هغه به د امريکا هڅو ته زيان وي. دا کار به څه ګټه ورلري؟»
امريکايي چارواکو په شخصي توګه ویلي ول چې پر هغو پاکستاني چارواکو به هدفي بندیزونه ولګول شي چې له تندلارو ډلو سره اړيکي لري او پر يو لړ هغو لارو چارو هم خبرې شوې وې چې له مخې یې پاکستان خپلې تګلارې ته په بدلون ورکولو مجبور شي. په دې کې د مرستو کمښت هم شامل دی.
له چين او روسیې سره د وسلو تړونونه؟
په ۲۰۱۶م کال کې له پاکستان سره د امريکا پوځي مرستې تر يو ميليارد ډالرو کمې وې. دا مرستې په ۲۰۱۱ م کال کې خپل اوج یعني ۳،۵ ميليادر ډالرو ته ورسېدلې.
د پاکستان موقت لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي وويل په دې هکله وويل: «که چيرې پوځي مرستې کمي شي نو دا به زموږ د ترهګرۍ ضد هڅو ته هم زيان ورسوي. دا کار به د هيچا په ګټه نه وي.» ده زياته کړه: «دمګړۍ ګډو هڅو ته اړتيا ده.»
عباسي وويل چې د پوځي مرستو د کمښت او د کانګرس له خوا پاکستان ته د سبسايدي شويو F-16 جنګي جټ الوتکو د ورکړې د مخنيوي يو عملي اړخ دا دی چې پاکستان به له چين او روسیې څخه د وسلو رانيولو ته مجبور شي.
د ترمپ د ادارې کلک دريځ به اسلام آباد او پيکنګ يو بل ته نور هم نزدې کړي. چين لا د مخه هم په پاکستان کې د «پاکستان او چين د اقتصادي دهلیز» د پروژې په ترڅ کې پر سړکونو، د ريل پټليو او انرژۍ په برخه کې د ۶۰ ميلياردو ډالرو د مصروفو ژمنه کړې ده.
عباسي وويل: «موږ له چين سره ډيري پياوړې اقتصادي اړيکي لرو او له ۱۹۶۰م کال راهیسې مو پوځي اړيکي هم ډيري پياوړي دي. نو په دې توګه به همدغه هيواد زموږ انتخاب وي.»
عباسي وويل چي پاکستان د افغانستان د ټولو کړاونو له پاره ګرم بلل «غير عادلانه» کار دی. ده زياته کړه چې پاکستان بايد د واشنګټن له خوا زيات ستايل شوی وای ځکه دغه هیواد په کلونو کابو ۳،۵ ميليونو افغانانو ته پنا ورکړې.
ده زياته کړه چې په افغانستان کې میشت وسله وال هم په پاکستان کې پر ملکيانو او د پاکستان پر پوځ بريدونه ترسره کوي چې دا کار پاکستان ته اړ کړې د دواړو هيوادونو ترمنځ کابو۲۵۰۰ کيلومتره سرحد د ساتلو له پاره په «ميلياردو ډالر» مصرف کړي.
ده زياته کړه: «موږ غواړو چې پر ټول سرحد د ګټارو په لګولو سره دغه وضعيت کنترول کړو.»
زموږ له ارشيف څخه:
د هند او چين تر منځ سرحدي شخړي دلیل څه دی؟
د هندوستان او چين تر منځ سرحدي شخړه په لسونو کلونه پخوانی تاریخ لري. دغه شخړه په چين کې د تبت له شاملېدو سره پیل شوې ده. په یوه انځوریز رپوټ کې د دې جنجال مهمو ټکو ته یوه کتنه.
انځور: Getty Images/AFP/I. Mukherjee
پخوانۍ شخړه
د نژدې ۳۵۰۰ کیلومتره اوږد ګډ سرحد حدود باید څه وي؟ پر همدې مسالې په ۱۹۶۲م کال کې د دغو دواړو هیوادونو ترمنځ یوه جګړه هم وشوه، خو جنجال پای ته و نه رسید. لیري پرتي سیمې، نابشپړ شوي سروې او د بریتانوي استعمار نقشو دغه شخړه نوره هم پیچلې کړه. د نړۍ د دوو لویو اقتصادي قدرتونو تر منځ سرحدي ترینګلتیا پخپله دوی او نړۍ اندیښمنه کړې ده.
انځور: Getty Images
اکسای چین
اکسای چین چې د کاراکاس سیند پر غاړه پرته سیمه ده او د سمندر له سطحې څخه له ۱۴ زرو څخه تر ۲۲ زرو فټو پورې لوړوالي لري ډیره برخه ویجاړه ده. دغه ۳۲ زره کیلومتره مربع پراخه ساحه پخوا یوه تجارتي لاره وه او له همدې امله سوداګریز ارزښت لري. هندوستان ادعا کوي چې چين د جموو کشمیر په اکسای چین کې د دغه هیواد ۳۸ زره کیلومتره مربع ساحه اشغال کړی ده.
انځور: Vogel/Bläse
اروناچل پردیش
چين ادعا کوي چې هندوستان په اروناچل پردیش سیمه کې د میکموهن لائن په ذریعه د دوی۹۰ زره کیلومتره مربع ساحه لاندي کړې ده، په داسې حال کې چې هندوستان دا خپله سیمه ګڼي. د همالیا په سیمه کې د دغې سرحدي شخړې د حل په خاطر په ۱۹۱۴م کال کې د بریتانیا، هند او تبت تر منځ په شمله کې یو کنفرانس هم جوړ شوی وو.
انځور: picture-alliance/dpa/dinodia
دغه کرښه چا جوړه کړې ده؟
د بریتانيا استعماري دولت د میکموهن په نامه هغه کرښه رامنځته کړی وه، چې د بریتانوي هند او تبت تر منځ سرحد یې ویشلی وو. د شمله په کنفرانس کې د چین استازی موجود وو خو هغه د دغې کرښې په رسمیت پیژندلو او یا لاسلیک کولو څخه انکار وکړ. هغه ویلي ول چې تبت د چین د حکومت برخه ده، له همدې امله تبت له يوه بل هيواد سره د جوړجاړي حق نه لري.
انځور: Imago
نړیوال سرحدونه
په ۱۹۴۷م کال کې د هند تر آزادۍ وروسته دغه هیواد د میکموهن لائن یا کرښې ته د رسمي سرحد درجه ورکړه. که څه هم په۱۹۵۰م کال کې پر تبت د چین تر کنترول وروسته دغه کرښه په یوه سرحدي شخړې بدله شوه. چين د میکموهن لائن یو غیرقانوني، استعماري او عنعنوي کرښه بولي، خو هندوستان بیا دې ته د یو نړیوال سرحد په توګه قايل دی.
انځور: Reuters/D. Sagol
تړون
د هندوستان تر خپلواکۍ وروسته په ۱۹۵۴م کال کې د چین او هندوستان تر منځ د تبت په سیمه کې د تجارت او تګ راتګ په برخه کې یو تړون رامنځته شو. تر دغه تړون وروسته هند په دې فکر کې شو چې نور نو سرحدي جنجال هیڅ ارزښت نه لري او چین د دې تاریخي ارزښت قبول کړ.
انځور: picture-alliance/Bildagentur-online
د چين دریځ
چین وایې چې د دې شخړیز سرحد په برخه کې له هند سره هیڅ ډول تړون نه دی شوی او هند باید پر تبت د چين حاکمیت ومني. سربیره پر دې چین دا هم وایې چې بیجینګ اوس هم د میکموهن لائن په اړه اندیښنې لري.
انځور: Getty Images/AFP/G. Baker
سکم
په ۱۹۶۲م کال کې د چين او هندوستان تر منځ جګړه وشوه. دغه جګړه چې یوه میاشت یې دوام وکړ د چین پوځ پکښې د هند لداخ او اروچل سیمو ته هم ورننوت، خو وروسته بیا بیرته اصلي سرحدي پولي ته ستون شو. په دې ځای کې بوتان هم سرحد لري. سکم هغه وروستۍ سیمه ده چې هند ورته لاسرسۍ لري. بوتان هم د سکم پر یوې برخې دعوی لري چې هند بیا د دې ادعا ملاتړ کوي.
انځور: Getty Images
مان سروَور
د چين په خپلواکمنه سیمه تبت کې، مان سروَور د هندوانو مهم مذهبي مقام دی چې د لیدو له پاره یې دوی هرکال هلته ورځي. د روانې شخړې تر پیلیدو وروسته چين د هندوستان هندوان له ختیځې لارې څخه دغه مقام ته له ورتګ منع کړي دي.
انځور: Dieter Glogowski
د خبرو اترو هڅې
په تیرو۴۰ کلونو کې د چين او هندستان له خوا د دغې سرحدي ستونزې، البته د خبرو اترو له لارې د حلولو کوښښ شوی دی، خو تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسیدلي.