1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د افغانستان د پخواني اردو الوتکي اوکراين ته ورکړي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۰, سه‌شنبه

طالبانو ویلي چې له متحده ایالاتو سره یې د افغانستان د پخواني اردو د الوتکو د ورکولو پر سر خبرې پیل کړي چې په پام کې ده اوکراین ته ورکړل شي. سیګار تائید کړې چې د افغانستان د پخوانۍ اردو الوتکې اوکراین ته ورکړل شوي دي.

Afghanistan Gegenoffensive nach Einnahme Kundus durch Taliban
انځور: Reuters

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد، له قوله لیکلي دي چې دوی له امریکا متحده ایالاتو سره د افغانستان د پخوانۍ اردو د څرخي الوتکو د بیرته راستنولو په هکله بحثونه پیل کړي دي.

د افغانستان له پاره د امریکا د بیا رغاونې د څار ادارې سیګار په وروستیو کې ویلي دي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د افغانستان د پخوانۍ اردو پنځه «ام آی -۱۷» ډوله الوتکې چې د ترمیم له پاره اوکراین ته لیږدول شوې وې، کیف ته سپارلي دي.

د باختر دولتي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پر دې سربیره متحده ایالاتو ۱۶ نورې دغه ډول الوتکې او پوځي تجهیزات چې د افغانستان له پاره په پام کې نیول شوي وو، هم اوکراین ته ورکړي دي.

د باختر خبري آژانس د رپوټ له مخې، ذبیح الله مجاهد په دې اړه ویلي دي: «موږ له امریکایانو او له نورو هغو هیوادونو سره چې زموږ الوتکې پکې دي مذاکرات لرو او هڅه کوو چې الوتکې د افغانستان ملکیت او بیرته افغانستان ته راوګرځول شي.»

د یاد خبري آژانس په وینا که څه هم دغه ټولې الوتکې د متحده ایالاتو له لوري خریداري شوې، خو د نړیوالو تعاملاتو له مخې د افغانستان ملکیت دی.

سیګار څو ورځې دمخه په یوه رپوټ کې ویلي وو چې د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د دغه هیواد کانګرس ته خبر ورکړی چې په پام کې لري د افغانستان د پخوانۍ اردو پنځه «ام آی-۱۷» ډوله الوتکې چې د ترمیم په خاطر په اوکراین کې وي، د اوکراین حکومت ته ورکړي.

د دغې ادارې په وینا اوکراین دغه نظامي مرسته د ۲۰۲۲م کال د مارچ میاشتې په ۱۱مه نېټه منلې ده.

پر دې سربیره سیګار په خپل دغه رپوټ کې لیکلي دي چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د اپریل میاشتې په نیمایي کې د اوکراین له پاره د مرستو یوه نظامي بسته اعلان کړه چې په هغې کې هم ۱۱ «ام آی-۱۷» ډوله الوتکې شاملي دي چې د افغانستان د پخوانۍ اردو له پاره رانیول شوې وې.

د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په ۱۵مه نېټه واک ته د طالبانو تر رسیدو روسته د افغانستان د اردو په لسونو الوتکې ازبکستان او تاجیکستان ته انتقال شوې او دغه هیوادونه لا تر اوسه دې ته نه دي حاضر شوي چې دغه الوتکې بیرته افغانستان ته ولیږدوي.

امریکا متحده ایالاتو لا هم پر طالبانو بندیزونه نه دي لیرې کړي او له دغه هیواد سره یې خپلې مرستې درولي دي. متحده ایالاتو د افغانستان له پاره یوازې بشري مرستو ته چې د مرستندویه سازمانونو له لوري لګول کیږي اجازه ورکړې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب