امريکا د ايران څخه په اټومي شخړه کښي ډير انتظار لري
۱۳۸۸ مهر ۹, پنجشنبهد امريکا د حکومت دپاره په خبرو کښي تګلاره روښانه ده . او هغه داچه ايران بايد خپل اټومي پروګرام کاملأ ښکاره کي .
دا تر دې خبري وروسته چه ايران په پټه د يورانيمو د غني کولو دوهمه دستګاه هم جوړه کړې ده ،نوره هم ډيره مهمه سوې ده .
د تيري جمعې په ورځ لږ څه وروسته تر هغه چه د ايران داټومي پروګرام په باب نوی خبر خپور سو ، د امريکا دمتحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما په پيتس برګ کښي د G20 د هيوادو د سرمشريزي پر مهال وويل ،
« ددغي ليدني کتني دپاره ايران بايد پوره تياری ولري . د بين امللي اټومي انرژۍ دسازمان IAEO سره کاملأ او هراړخيزه ګډ کاروکي،او داسي اساسي قدمونه پورته کي ،تر څو د خپل اټومي پروګرام په باب اعتماد رامنځته کي . او هغه بايد خپل سوله ايز نيت د ګټورو خبرو او مشخصو تدابيرو د لاري ښکاره کي . »
بارک اوباما وويل چه د امريکا متحده ايالات اساسأ ددې ضد ندي چه ايران دي د اټومي انرژۍ څخه د سوله ايزو مقاصدو په خاطر استفاده وکي . پر دې سربيره چه ايران ادعا کوي چه سوله ايز هدفونه تعقيبوي ، د امريکا خارجه وزيره هيلاري کلينتن وايي ،
« دغه ليدنه کتنه يو امتحان دی . ډير ښه ، خبري يوازي په درد نه خوري ، هغه په اثبات ورسوۍ . ثابته يې کۍ ،او موږ به وګورو چه تاسي واقعأ څه واياست . »
که بيا هم د ايران سره په اټومي شخړه کښي پرمختګ رانسي،نو په اوسنيو خبرو کښي د امريکا متحده ايالات نه غواړي ايران په اقتصادي بنديزونو سره تهديد کي . او لکه څنګه چه د امريکا د دفاع وزير رابرت ګيتس واضح کړل ،تر ټولو دمخه اول بايد حالت مشخص سي ،
« د ايران سره د 5 جمع يوه ليدنه کتنه لمړنی قدم دی ،تر څو وليدل سي ،چه آيا ايران تيار دی ،خپل سياست ته تغير ورکي ،او لوی قدرتونه ورسره مخالفت ونکي . او که دا کار ونسي ،نو به يې په مقابل کي ډير سخت بنديزونه وضع سي . »
داچه دغه بنديزونه به څه ډول وي ، د امريکا متحده ايالات وختي لا د هغه باب خپله طرحه لري .
رابرت ګيتس پدې اړه وايي ،« ډير مختلف امکانات موجود دي . مثلأ د بانکو په برخه ، د وسلو او د تيلو او ګاز د تکنالوژۍ په برخه کښي . زه ګمان کوم چه يو غټ لست موجوددی ،چه موږ د هغه څخه کار اخيستلای سو . »
د امريکا متحده ايالات پدې عقيده دي ،چه د نورو سختو بنديزونو د لاري به د ايران پر حکومت فشار يووار بيا اضافه سي . دفاع وزير رابرت ګيتس وايي،چه په ايران کښي د جمهوري رياست تر انتخاباتو وروسته د ايران په جامعه کښي يو ژور درز رامنځته سوی دی ،او شايد په حکومتي دستګاه کښي هم .
دی علاوه کوي ،« په ښکاره سره يو دليل دادی ،چه زه پر هغه باندي عقيده لرم : اضافه او سخت اقتصادي بنديزونه واقعأ تأثير کوي . موږ پوهيږو چه وضع سوو بنديزونو هم خپل تأثيرات وکړل . په ځوانانو کښي د بيکارۍ درجه 40 فیصده ده . دوی واقعأ مشکلات لري ، خصوصأ د ځوانانو سره . »
رابرت ګيتس پدې نظر دی چه د ايران په مقابل کي يوه نظامي حمله ،تر څو اټومي دستګاوي له منځه يوسي ، د حل يوه ښه لار نده ،او د هغه په وسيله به دجهان پرابلمونه حل نسي .
البريشت څيګلر/
کتونکي : محمد قاسم نوري