1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: د روسیې په پرتله چين ستر او اوږدمهاله خطر دی

۱۴۰۱ خرداد ۶, جمعه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير پر نړيوالي ټولني د چين د مخنيوي او له دغه هېواد سره د مقابلې په موخه د يووالي غږ کړی دی. هغه وويل چې روسيه سملاسي خطر دی، خو له چين څخه نړيوال سيسټم ته ډېر درانه او اوږدمهاله خطرونه متوجه دي.

Außenminister Antony Blinken spricht im Jack Morton Auditorium der George Washington University über China
انځور: Alex Wong/AFP

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزير انتوني بلينکن د پنجشنبې په ورځ په جارج واشنګټن پوهنتون کې د وينا پر وخت وويل: «چين داسې يو هيواد دی چې د خپلو نظرياتو له مخې د نړيوال نظم د پلي کولو خپلې موخې ته د رسيدو له پاره غواړي چې اقتصادي، تخنيکي، پوځي او سفارتي وسيلې په خپله خوښه وکاروي.»

بلينکن په خپله وينا کې د چين په اړه د امريکا د حکومت تګلارو ته په اشارې سره د اقتصادي سيالۍ او پوځي ګټو ترمنځ د انډول ساتلو د هڅو يادونه وکړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وويل چې روسيه خو د نړيوال نظم له پاره فوري خطر دی، خو که په اوږدماله توګه ورته وکتل شي نو چين د نړيوال امنیت د زيانمولو لا زياته وړتيا لري. بلينکن وويل: «د نړيوال نظام تهدابونو ته دمګړۍ درانه او دوامداره خطرونه متوجه دي.»

پر اوکراين تر يرغل دمخه روسیې له چین سره «يو غير محدود» امنيتي تړون لاسليک کړی وو. دواړو هيوادونو د خپل منځي همکارۍ د بڼې په اړه يوه مفصله اعلامیه هم جاري کړې وه.

د بلينکن د وينا موخه څه ده؟

امريکا غواړي چې د چین د مقابلې او د دغه هيواد د پرمختګ د مخنيوي په موخه هره لاره چاره وکاروي چې د يو شمیر دوستانو او متحدينو په ګډون پکې وسايل، پوځ او نورې وسيلې شاملې دي.

امریکايي چارواکي دا خبره مني چې د چين مخ پر زياتيدونکو اغیزو او اهدافو ته يې د رسېدو د مخنيوي له پاره ډېر څه بايد وشي. امريکا د چين په شا او خوا کې د داسې يوه ستراتيژيک چاپيريال رامنځته کولو ته ليوالتيا لري چې د چين مشران یې په احاطه کې خپلې پريکړې ترسره کړي.

انځور: Alex Wong/AFP

بلينکن وويل چې متحدينو چې په اوکراين کې د روسیې د مقابلې له پاره کومه طريقه خپله کړې ده، هغه په راتلونکي کې د چين د ننګونو سره د مقابلې له پاره يو ښه ماډل ثابتيدلای شي.

بلينکن وويل: «دا چې موږ پوتين خپلو اهدافو ته له رسېدو ايسار کړ، نو موږ په دې توګه د نورو هيوادونو د مخنيوي او د هغوی له اړخه متوجه ننګونو ته ځواب ويلو په لړ کې خپلې مټې په کافي اندازه پياوړې کړي دي. د نړۍ نورو هيوادونو د يوې بلې نړيوالې جګړې او د اتومي قدرتونو ترمنځ د ټکر څخه ډډه کړې ده.»

د چين په تړاو د امريکا ستراتیژيکي تګلاره

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن څو ورځې ترمخه جنوبي کوريا او جاپان ته سفر وکړ. په دواړو هيوادونو کې د خبرو اترو په ترڅ کې چين يوه مهمه موضوع وه.

د بايدن ادارې هم د چين پر وړاندې د مخالفت يا دښمنۍ هغو تګلارو ته دوام ورکړی چې د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ په دوره کې پېل شوې وې. دا تګلارې په سنکیانګ ایالت کې د اويغور مسلمان اقليت، تبت، د چين په جنوبي سمندرګي او په هانک کانګ کې د ديموکراسي خوښوونکو پر ضد د چين د حکومت د اقداماتو په نظر کې نيولو سره جوړې شوې وې.

بلينکن د پنجشنبې د ورځې په خپله دغه وينا کې په ځانګړي توګه د اويغور مسلمانانو يادونه وکړه چې د واشنګټن په حواله یې چين نسل وژنه پېل کړې ده.

د آسيا د خپل وروستي سفر په ترڅ کې بايدن په څرګندو ټکو سره ويلي ول چې که چيري چین پر تایوان د بريد هڅه وکړي، نو امريکا به د تايوان دفاع وکړي. چين تايوان خپله برخه او ملکيت ګڼي.

که څه هم چې امریکا له تایوان سره رسمي اړيکي لري، خو دغه هيواد له ۱۹۷۹م کال راهيسې د «ون چاينا» يا «واحد چين» تګلاره عملي کوي. امريکايي چارواکي په دې آند دي چې د تایوان په اړه د بایدن پر څرګندونو سربیره هم د تايوان په اړه د واشنګټن په تګلارې کې کوم تغیر نه دی راغلی.

بلينکن هم په خپله وينا کې دا خبره تائید کړه او یې ويل چې «موږ د تايوان آزادي په رسميت نه پيژنو.»

ب. ص/ ن. ز ((AP,AFP,Reuters, DW Urdu

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب