امريکا د سوريې پاڅونکوونکو ته پر وسلو بنديز ولگاوه؟
۱۳۹۶ تیر ۲۹, پنجشنبهواشنگټن پوست ورځپاڼي رپوټ ورکړی دی چي د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سوريې پاڅونکوونکو ته د CIA یا د امریکا د بهرني استخاباراتو ادارې، له خوا د پټو وسلو د ورکولو پروگرام متوقف کړی دی. دغه پاڅونکوونکی د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت پر ضد جنگیږي.
ورځپاڼي د حکومتي سرچینو په حواله لیکلي دي چي ترمپ دغه پریکړه څه نا څه یوه میاشت مخکي د CIA له مشر مایک پومپیو، او خپل امنیتي سلاکار هربرت رایموند مک ماسټر، سره تر لیدني کتني وروسته کړې ده. د ترمپ یوې ویاندې دغه رپوټ تایید کړی نه دی. CIA هم نه دي غوښتي چي پر دغه رپوټ باندي تبصره وکړي.
CIA د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما، د واکمنۍ پر مهال په ۲۰۱۳م کال کي د سوريې یاغیانو ته د وسلو د استولو یو پټ پروگرام پیل کړ. نوموړې استخباراتې ادارې په اصطلاح معتدل یاغیان په کوچنیو وسلو او مهماتو باندي مجهز کړل.
څه نا څه دوې اوونۍ دمخه په هامبورگ کي د G20 سرمشریزي پر مهال ترمپ په لومړي ځل د روسیې له جمهور رييس ولاد یمیر پوتین سره وکتل. په دې ترځ کي دواړو حکومتونو د سوريې په سویل لویديځ کي د اوربند اعلان وکړ. حکومتي مامورینو واشنگټن پوست ته ویلي دي چي د سوريې یاغیانو ته د وسلو نه لیږد، د اوربند کوم شرط نه وو. دغه پريکړه د اوربند د رامنځته کیدو پر سر د خبرو پر وخت سوې ده.
د پوتین بریا
ډیرو سرچينو دغه اقدام روسیې ته د یوه لوی امتیاز ورکولو په معنی ارزولی دی. د امریکا د حکومت یوه استازي چی نه یې غوښتل نوم يې بربنډ سي دغي ورځپاڼي ته ویلي دي چي «پوتین میدان وگاټه». خو نورو مامورینو بیا همدغي ورځپاڼي ته ویلي دي چي د وسلو لیږد پروگرام د متوقف کیدو په اړه د ترمپ دغه پريکړه، له روسیې سره ګډ کار ته د ترمپ لیوالتیا ښيي
مسکو د سوریې په شخړه کې د بشارالاسد له یو مهمو متحدینو څخه دی.
دغي امریکايي ورځپاڼي په عین حال کي دې ته هم اشاره کړې ده چي د وسلو د لیږد پروگرام ملاتړ کوونکو هم د هغه پر بریالیتوب باندي شک لاره، په ځانګړې توګه تر هغه وروسته چي روسیې په ۲۰۱۵م کال کي د سوريې په داخلي جګړه کي پوځي مداخله وکړه.
د امریکا حکومت په سوريه کي د داعش پر ضد جنگیږي. د امریکا پوځ د داعش پر مورچلو باندي هوايي بمبارۍ کوي او د وسلو او روزنو د ورکړې له لارې د سوريې د معتدلو یاغیانو ملاتړ کوي. خو د وسلو دغه پروگرام د CIA له خوا د پټو وسلو له لیږلو سره ارتباط نه لري، بلکي هغه د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاگون د عملیاتو په چوکاټ کي ترسره کیږي.