امريکا د BP شرکت ته د 55 مليونه ايرو تاوان يو چک ليږلی دی
۱۳۸۹ خرداد ۱۴, جمعهاو وايي ،
«زه ددغه ټول حالت په خاطر ډير عصباني يم . »
که جمهوررييس بارک اوباما په قهر هم وي ، بيا هم دی پر ځان حاکم وي ، خو ده د CNN د تلويزوني خپروني سره په مرکه کښي وويل ، چي دی اوس ددغي موضوع په اړه د عادي حالت څخه وتلی دی . دی بيا وايي،
«دغه مثال ددې خبري اثبات دی ، چي يو چا ددغي معاملې عواقب نه وه سنجولي . »
دغه مرکه په حقيقت کښي ددې دپاره سوې وه ، چي څنگه نور د تيلو بهيدلو د فاجعې مخ ونيول سي ، او يا لږ تر لږه هغه راکم سي .
انتقاد کونکي وايي ، چي جمهوررييس بارک اوباما ددغي فاجعې په اړه ډير وروسته او کرار عکس العمل وښوی .
د 6 هفتو راهيسي د امريکا په جنوبي سواحلو کښي تيل بهيږي ، بيله دې چه يو څه بندسي ، او تر اوسه پوري هم د تيلو شرکت BP پر ندی کاميابه سوی، چي د اوبو د تل څخه د تيلو راوتلو سوريان بند کي . د BP په اړه بارک اوباما وويل ،
«دوی زما د عصبانيت څخه پوهيږي، خو زما د توقع برخلاف ، ما عاجل عکس العمل ندی ليدلی . »
په دې ترڅ کښي پرون پنجشنبه BP د يو څه برياليتوب خبر ورکی . د ليري ځايه کنټرول کيدونکي لوی انبور په واسطه انجينرانو وکولای سول ، چي د تيلو راوتلو خراب نل د نورو څخه جلا کي . او اوس بايد يو غټ کيپ په کار ولويږي ، تر څود تيلو راوتلو لار جلا کي . دا خبره د امريکا د حکومت د تيلو بندولو د عملياتو مشر تاډ اِېلن وکړه .
خو دغه کيپ به په مکمل ډول د تيلو راايستل بند نکي . د تخنيکي مشکلاتو له کبله د تيلو راوتلو ځای دونه چټل سوی دی ، چي کيپ پر هغه باندي په آسانۍ سره نه برابريږي . او بيا هم د مکسيکو په خليج خلگ بايد انتظار وباسي .
د BP د شرکت رييس توني های وارډ وويل چي راتلونکي ۱۲ تر ۲۴ ساعتو به دا وښيي، چه آيا د لوی کيپ ايښولو ميتودبه مؤثر وي او کنه . ده اضافه کړه ،
«د BP شرکت به دلته ډير مصروف سي ، موږ پوهيږوچي دا د کار شروع ده . »
د امريکا حکومت په دې منځ کښي د BP شرکت ته لمړنی د تاوان يوچک ليږلی دی . او په هغه کښي يې د خپله د تر اوسه عملياتو او مصارفو د ۵۵ مليونه ايرو په ارزښت يو چک BP ته ليږلی دی . واشنگټن وايي چي د نورو تر څنگ يې په زرهاوو کومکيان هلته ورليږلي دي ، تر څو د اوبو پر سر د تيلو د پراخيدو مخ ونيسي .
ددغي اقليمي فاجعې راهيسي د مکسيکو په خليج کښي تر اوسه پوري ۷۵ مليونه ليټره تيل بهيدلي دي . ددغي اقليمي فاجعې څخه د امريکا ۴ ايالتونه متضرر سوي دي ، او فلوريدا ته به هم د هغه تيل ورورسيږي ، دا هم پداسي حال کښي چه هلته د تفريح او ميلو وختونه شروع کيږي .
په دې منځ کښي د امريکا جمهوررييس بارک اوباما نن جمعه ددريمي پلا دپاره د خليج سواحلو ته پر لاري دی ، تر څو د نژدې ځان د حالاتو څخه خبر او د متضرر سوو خلگو سره وگوري .
نيکوله/محمد قاسم نوري
کتونکی : فضلي