امريکا متحده ايالات وايي دا چې روسيه اوس د پلازمينې کيف په نيولو کې پاتې راغلې ده نو له دې کبله اوس مسکو د اوکراين د ختیځ ځينې سيمې په ځانګړي توګه لوهانسک او دنيڅک په څېر سيمې په رسمي توګه په خپله دولتي ساحه کې د ضم کولو پلان جوړوي.
د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان «او اس سي ای» کې د امريکا ځانګړي استازي مايکل کارپنتر په حواله «روسیه د مې مياشتې په نيمايي کې دغه اوکرايني سيمې په خپله دولتي ساحه کې د شاملولو له پاره د لاس په کار کيدو اراده لري.»
نوموړي زياته کړې چې روسیه د خیرسون سيمې له پاره همداسې يو پلان لري. کارپنتر په واشنګټن کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل چې امريکا په دې آند ده چې «دا پټ اطلاعات ډېر د باور وړ دي.»
هغه ويلي دمګړۍ وضعيت دا ډول دی چې روسیې چې د لویدیځ پر کومو سيمو ولکه کړې ده، له هغوی څخه د ګټې پورته کولو د هڅې سره سره به دغه هېواد د لویدیځ پر بندري ښار اوديسا هم هوايي بريدونه جاري وساتي.
له ماريپول څخه به تخيله دوام ولري
د ماريپول ښاري شورا پخپله فيسبوک پاڼه باندې ليکلي چې د ښار تخليه به نن، سه شنبه هم دوام ولري. پر فيسبوک پاڼه کې راغلي: «ملګرو ملتونو او د سره صليب کمېټې د سه شنبې د ورځې له پاره د ښاريانو پر تخلیې توافق کړی دی.»
په اوکراين کې د بې سرحده ډاکترانو ټولنې د بيړنيو پېښو همغږي کوونکې آنيا وولز د آلمان فونکه رسنیزې ډلې ورځپاڼو ته ويلي چې په بندري ښار ماريپول کې بشري وضعيت «د بشپړې تباهۍ يوه منظره وړاندې کوي.»
د اوکراين په جګړه کې د ناهيليو او ویجاړۍ شيبې
د انځورونو ګالري: په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې بریدونه دوام لري، د اوکراین اوسیدونکي د ورځني ژوند شيبې په اضطراب او ناهیلیو کې تيروي.
انځور: Vadim Ghirda/AP Photo/picture alliance په کيف کې يوه سپين سرې ښځه د خپل کور له ماتې کړکۍ څخه بهر ته ګوري. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې که جګړه ۱۲ میاشتې دوام وکړي د دغه هېواد ۹۰ سلنه وګړي ښایي له فقر سره مخامخ شي. که داسې وشي، اوکراين له اقتصادي پلوه کابو دوه لسيزې شاته ځي.
انځور: Thomas Peter/REUTERSد لوږې له کبله له مرګ څخه تيښته
د اوکراين دويم ستر ښار خارکيف، کې لوږي ځپلي خلک د سالتيوکا په سیمه کې پر يوه پلورنځي هجوم وروړی دی. د خارکيف، چرنيهيف، سومي او د اوکراين په شمال شرق کې اوختیرکا وضعيت متزلزل دی. د دغه ښار خلک په پرله پسې ډول د توغندیو او هوايي بریدونو لاندې ژوند کوي.
انځور: Andrea Carrubba/AA/picture allianceد ویجاړیو په ترڅ کې د آرامۍ يوه شيبه
په کيف کې د اطفايې کارکونکې، يوې ښځې ته چې د روسي ځواکونو په بمبارۍ کې يې اپارتمان ويجاړ شوي تسلي ورکوي. دغه ښځه د نورو ډيرو کسانو په څير له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ شوې، چې کورونه یې د روسيې د ادعا برخلاف چې ويلي وو پر غير نظامي خلکو بريدونه نه کوي، په پرله پسې ډول تر بریدونو لاندې راځي. هره ورځ يو شيمر ملکي وګړي وژل کيږي، ټپيان کيږي او کورونه يې پر کنډوالو اوړي.
انځور: Vadim Ghirda/AP Photo/picture alliance په خارکيف کې تر ځمکې لاندې زيږنتون کې يوه مور خپل ماشوم په غيږ کي نيسي. ښایي ډیر وخت میندواره میرمنې په دغه ډول سرپناوو کې ماشومان وزیږوي. ډیری روغتونونه د روسي بمباریو په ترڅ کې په نښه شوي دي. حتی په ماریوپول کې د ماشومانو یو روغتون بمبار شوی چې د نړۍ په کچه سخت غبرګونونه راپارولي.
انځور: Vitaliy Gnidyi/REUTERSپه دهلیز کې د ټپیانو درملنه
د اوکراین په ماریوپول ښار کې ټپیان د یوه روغتون په دهلیزونو کې بستر شوي دي. د دې بندري ښار وضعیت، چې روسیه یې د کنټرول ادعا کوي، ویجاړونکی دی. د اوکراین په شمال ختیځ کې د ایزیوم په محاصره شوي ښار کې هم وضعیت همداسې دی. د اوکراین حکومت په دې لټه کې دی چې د محاصره شویو ښارونو اوسیدونکو ته خواړه او درمل ورسوي.
انځور: Evgeniy Maloletka/AP/dpa/picture allianceد دونیڅک په سیمه کې د وولنوواخا ښار چې د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې دی، اوسیدونکي یې له څه مودې راهیسې بشري مرستې ترلاسه کوي. د اوکراین په ختیځ کې دونیڅک او لوهانسک سیمې د سختو جګړو ډګر دی. د روسیې او د اوکراین د بېلتون غوښتونکو له خوا ورکول کیدونکي خبرونه کې ادعا کیږي چې روسي ځواکونو په سیمه کې نور ځایونه نیولې دي.
انځور: ALEXANDER ERMOCHENKO/REUTERSد اوکراین په لوېدیځ ښار لویف کې د یوې کورنۍ غړي په خاموشۍ سره د وژل شویو سرتېرو له پاره د ماتم مراسم تر سره کوي. په دغه ښار کې د روسیې په بریدونو کې ګڼ شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیسارۍ په وینا د فبرورۍ له ۲۴مه د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د مستند شوو ملکي وګړو شمېر له ۷۰۰ څخه زیات دی. په دغه ډله کې ۴۲ ماشومان او تنکي ځوانان شامل دي.
انځور: Vincenzo Circosta/ ZUMAPRESS/picture allianceپه کیف کې يو تن کارکونکې له یوه پلورنځي څخه کثافات لرې کوي چې، د روسیې د توپچي برید وروسته یوازې کنډوالې پاتې دي. د ودانيو ترڅنګ داسې بريښي چې له کییف څخه هیلې هم کوچیدلي دي. کله به بیا دا پلورنځی پرانستل شي؟ آیا کیف ته به بیا ورځنی ژورند راوګرځي؟ دا هغه پوښتنه ده چې ټول اوسیدونکي له ځانه کوي.
انځور: Mykhaylo Palinchak/ZUMAPRESS/picture alliance نوموړې وويل چې تر کومه حده چې د ويجاړۍ خبره نو بوچا، ارپين او هوستوميل یې پر وړاندې هیڅ نه ول. هغې وويل: «دمګړۍ د اوکراين په جنوب لوېديځ کې کلابند بندري ښار ماريپول ته د مرستندويه توکو رسول کابو ناممکنه خبره ده. هغه خلک يوازې پر خپله تکيه ژوندي دي.»
تر دريو زرو ډېر ملکيان وژل شوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کميسارۍ دفتر دا خبره تائيد کړې ده چې پر اوکراين د روسیې د فيبرورۍ پر ۲۴مه نيټه د بريد له پېل راهيسې تر اوسه هلته د وژل شويو ملکيانو شمير تر دريو زرو هم اوښتی دی.
ياد دفتر د دوشنبې په ورځ وويل چې د رسمي شميرو پر اساس په اوکراين کې تر اوسه ۳۱۵۳ ملکيان وژل شوي دي خو ښايي حقیقي شميرې تر دې هم لوړ وي ځکه چې د لاسرسي ستونزې موجود دي چې له کبله یې د ځینو خبرونو د تائيدولو عمل ډېر ستونزمن دی.
د ملګرو ملتونو دې دفتر دا هم ويلي چې زياتره دغه عادي وګړي د داسې توغنديو، هوايي بريدونو او وسلو هدف ګرځيدلي چې د چاودنو اغیز یې ډېره پراخه ساحه تر پوښښ لاندې راولي.
آلمان: د سولې تر تړونه پر روسیې بندیزونه
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ وايي چې پر روسیې به بندیزونه تر هغه وخته پورې په خپل ځای پاته وي چې ولسمشر ولاديمیر پوتين له اوکراين سره د سولې يو تړون لاسليک نه کړي.
هغه وويل: «موږ به بندیزونه تر هغه لغوه نه کړو، تر څو چې پوتین له اوکراین سره يوه تړون ته ونه رسيږي. هغوی د سولې په خپلو شرائطو سره د داسې کوم تړون ته نه شي رسيدلی.»
شولڅ زياته کړه چې آلمان به هيڅکله هم له روسیې سره د کريميا الحاق په رسميت ونه پيژني.»
ب. ص/ خ. ح (afp, dpa, AP, Reuters )