پرون، چهار شنبه د جون مياشتې ۷مه نېټه تر ماسپين وروسته د نيويارک ښار د هوا د کيفيت شاخص ۳۴۲ درجو ته لوړ شوی وو او د ککړتيا له نظره یې دغه ښار د نړۍ په تر ټولو ککړ ښار بدل کړی.
د دې ککړتيا دليل د کاناډا په ختیځ کې په ځنګلونو کې اورونه دي چې د امريکا د ختيځ ساحلونه یې هم سخت اغیزمن کړي دي.
په ځانګړي توګه نيويارک له بې ساري ککړتيا سره لاس او ګريوان دی او په دې ښار کې د هوا د ککړتيا په اړه د وروستۍ درجې خبرداری جاري کړل شوی دی.
اړونده موضوع: څرنگه له ککړي هوا څخه ځان وژغورو
د امريکا متحده ايالاتو د چاپيريال ساتنې ادارې (EPA) خبرداری ورکړی دی چې د امريکا په ختیځ کې شديده ککړتيا تر ۱۰۰ ميليونو ډېر وګړي ګواښي.
په دې ترڅ کې اعلان شوی خبرداری زیاتره یې د امريکا شمالي ختيځو سيمو ته او همدا راز لوېديځ لوري ته تر شيکاګو او په جنوب کې تر اتلانتا پورې ساحې ته متوجې دی. په ځينو سيمو کې د هوا د ککړتيا سره او په ځينو کې نارنجي درجه اعلان شوې ده.
اړونده موضوع: د هوا ککړتيا په اروپا کې هر کال د سونو تنکو ځوانانو ژوند اخلي
د سيمې له اوسيدونکو په ځانګړي توګه د لوړ سن لرونکو او ماشومانو څخه په کورونو کې د پاتېدو غوښتنه شوې ده. په ځينو سيمو کې ښوونځيو ته لارښوونه شوې ده چې په آزاده فضا کې له فعاليتونو ډډه وکړي.
په هغو سيمو کې چې د خبرداري لوړه سره درجه پکې اعلان شوې له ټولو اوسيدونکو څخه غوښتنه شوې ده چې په خپلو کورونو کې پاته شي.
په کاناډا کې له څو اونيو راهيسې په ځنګلونو کې اورونه بل دي. دا اورلګيدنې که څه هم چې د امريکا په ختيځ کې د هوا د ککړتيا باعث شوي، خو د اقليم بدلون او همدا راز په نيويارک کې د مضرو ګازونو توليد هم ښايي په دې وضعيت کې نقش ولري.
زموږ له آرشيف څخه:
کاناډا: په ځنګلونو کې اور لګېدنې او سیلابونه
د کاناډا په لویدیځ کې له ۱۰۰ څخه ډیرو ځنګلونو کي اورونه لګیدلی او په يو شمير نورو ځایونو کې سیلابونه را وتلي دي. د دې دواړو طبيعي پېښو دليل د تودوخې لوړه درجه ده. په دې «بې ساري وضعيت» کې هيڅ ښه والی نه ترسترګو کیږي.
انځور: Alberta Wildfire/REUTERSد کاناډا د البرټا ځنګل اور لګیدلی
دا لوګي د کاناډا په لویدیځ البرټا ايالت کې لوجپول ته نږدې د ځنګل له اور څخه راپورته شوي دي. د چارواکو په وینا، د یکشنبې په ماښام په دغه ايالت کې په ۱۰۷ ځايونو کې اورونه فعال وو. تر اوسه ۲۸ اور لگيدنې تر کنټرول لاندې نه دي راوستل شوي. د البرټا لومړي وزیر ډینیل سمیټ د «بې ساري وضعیت» له کبله د شنبې په ورځ بیړنی حالت اعلان کړ.
انځور: Alberta Wildfire/REUTERSکاناډا د تودوخې لوړه درجه او وچ پسرلي تجربه کوي: د ځنګل اورونه د تودوخې له امله دي چې په ځینو ځایونو کې له اوسط څخه ۱۵ درجې پورته ده. باد او وچکالي د اور د خپریدو سره مرسته کوي. چارواکو ويلي دي چې په البرټا کې له ۳۷۵ زره هکتاره څخه ډیره ځمکه سوځیدلې ده.
انځور: Alberta Fire Service/The Canadian Press /AP Photo/picture allianceرخصتي نه، بلکې بیړنۍ سرپناه: په مرکزي البرټا کې د ډرایټون درې په شا او خوا کې خلک په ګرځنده کورونو کې په پارکینګ کې کیمپنگ کوي يعني خیمې وهي او ورځې او شپې پکې سبا کوي. د کوچني ښار ۷۰۰۰ اوسیدونکي د اونۍ په پای کې بايد د ځنګلونو د اور له کبله له خپلو کورونو وتلی وای. په ټولیزه توگه نږدې ۳۰ زره کسان له البرټا څخه ایستل شوي.
انځور: WALTER TYCHNOWICZ/AFPد پولیسو موټر ډریټن درې ته نږدې سړک بند کړی دی. ايالتي لومړۍ وزيرې سمیټ وویل چې ټولې سرچینې باید د بحران سره د مبارزې لپاره وکارول شي. نوموړې زياته کړې: «یو څو سپرغۍ د ډارونکي اور پیل کولو لپاره کافي دي.» د وضعيت د ښه کيدو په تړاو کومه وړاندوينه نه ده شوې. قوي بادونه او گرمي به د راتلونکو څو ورځو او اونیو لپاره دوام وکړي.
انځور: WALTER TYCHNOWICZ/AFP/Getty Imagesد اونۍ په پای کې په سویلي البرټا کې په وقفه يي ډول بارانونه وشول. د البرټا د ځنګلونو د اور وژنې ادارې یوې ویاندې وویل: «دې کار د اور خاموشه کوونکو سره دا مرسته کړې ده چې هغو سیمو ته ورسیږي چې مخکې د شديد اور له کبله نه شو ورتلای.»
انځور: Alberta Wildfire/Handout/REUTERSهغه خلک چې د اور څخه تښتیدلي، کولی شي د البرټا ولایت په پلازمینه اډمونټن کې د تخلیې په دې مرکز کې راجستر شي او خواړه ترلاسه کړي. ځینې زیانمن شوي کسان د کښتۍ یا چورلکې په واسطه دې خوندي ځای ته راوړل شوي دي. د البرټا د لومړۍ وزیرې سمیټ په وینا، پر زرگونو نورو کاناډايانو غږ شوی چې تخليه کيدو ته چمتوالی ونيسي.
انځور: Jason Franson/dpa/The Canadian Press/picture alliance د کاناډا په نورو سیمو کې بيا ستونزه اور نه، بلکې اوبه دي: د البرټا په گاونډي ايالت برټش کولمبیا کې د تودوخې لوړه درجه د واورې د چټک ويلې کيدلو لامل شوی چې په ځینو ځایونو کې په سیندونو کې اوبه پورته شوي. په ختيځ کيوبک ایالت کې هم اورښتونه او د واورې ويلي کيدل د سېلابونو باعث شوي.
انځور: Spencer Colby/Zumapress/imago imagesله جنوري راهیسې په سلگونو ځنگلونو کي اور لگيدنه
سږ کال یوازې په البرټا کې تر ۳۶۰ زیاتو ځنګلونو کې اور لګېدلی دی. د البرټا د ځنگلي اورونو سره د مبارزې څانگې مشرې کریسټي ټکر وویل: «دا د تیرو کلونو په پرتله د پام وړ ډیر اورونه دي.» د اقلیم د څیړونکو په وینا، د تودوخې لوړيدل د سختو موسمي پیښو شدت او احتمال ډيروي او په دې توگه یې پايلې هم ډیريږي.
انځور: Alberta Wildfire/Handout/REUTERS