له داعش څخه د عراق د موصل ښار د بيرته نيولو تر عملياتو دمخه امريکا پريکړه کړې ده چي دغه هيواد ته ۶۰۰ نور عسکر ولېږي. دوی به د عراق د امنيتي ځواک ملاتړ کوي.
اعلان
په عراق کي د داعش د پوخ سنگر موصل ښار د بيرته نيولو عملیاتو ته د تیاري په درشل کي امريکا متحدو ايالاتو پريکړې کړې ده چي دغه هيواد ته اضافي عسکر ولېږي.
د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزير اشتون کارتر، ويلي دي چي جمهوررئيس بارک اوباما او د عراق لومړی وزير حيدر العبادي، سره سلا سوي دي چي په عراق کي نور امريکايي ځواکونه ځای پر ځای سي. دغه عسکر به د عراق امنيتي ځواک لوژستيکي ملاتړ کوي.
د عراق د لومړي وزارت دفتر د معلوماتو له مخي، د عراق حکومت تر دې دمخه له امريکا متحدو ايالاتو څخه د «وروستي» وار له پاره د نورو ځواکونو د ورلېږلو غوښتنه کړې وه، څو د موصل ښار د بيرته نيولو عملياتو په برخه کي مرسته وکړي.
په عراق کي اوس هم ۴۶۰۰ امريکايي ځواکونه مېشته دي. د دوی ډېری د عراق امنيتي ځواک او کردانو «پيشمرگه» ملېشو ته پوځي روزنه ورکوي.
ځيني امريکايي عسکر په عراق کي له داعش سره مځکنی مخامخ جنگ هم کوي. درې تنه امريکايي عسکر د داعش جنگيالیو وژلي دي. په گاونډي هيواد سوريه کي هم په سونو امريکايي عسکر د داعش ضد ډلو چي پکښې کردي ملېشې هم شاملي دي، ملاتړ کوي.
موصل په عراق کي د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) وروستی ستر مرکز دئ. په دغه سيمه کي د عراق ډېر خام تيل سته. يوه مياشت دمخه د عراق امنيتي ځواکونو د امريکا په مشرتوب ائتلافي ځواکونو د هوايي ملاتړ په مرسته د دغه هيواد په شمال کي کجاره ښار ونيو. امنيتي ځواکونه غواړي چي اوس له دغه ښاره د موصل د بيرته نيولو عمليات پيل کړي.
داعش د ۲۰۱۴م کال په دوبي کي موصل او د هغه اړوني سيمي ونيولې.
نور مطالب
د داعش پر ضد د ښځو جګړه
د ۲۰۱۴م کال په دوبي کې افراطي ډلي داعش د عراق په شمال لوېديځ ايزيدانو پر سیمو یرغل وکړ. هغه مهال په زرونو ښځي وتښتول شوې، مریاني شوې او جنسي تیري پرې وشول. اوس دوی د دغي ډلې پر ضد وسلې پورته کړې.
انځور: Reuters/A. Jadallah
د دښمن څارل
دښمن همدلته باید وي. کردې جنګیالۍ حسیبه نوزاد د یوه دوربین له لاري موصل ښار ته نژدې پر هغه سرحد نظر اچوي چې دغه کردي سیمه د داعش تر کنترول لاندي سیمو څخه جلا کوي. کردي جنګیالي د عراق پوځ سره یوځای د پرمختګ په حال کې دي.
انځور: Reuters/A. Jadallah
د مقاومت په لومړۍ لیکه کې
دښمن لیدل شوی اوس باید پرې ډزونه وشي. حیسبه نوزاد د خپلې ایزیدۍ همکاري عاصمه داهر او نورو همکارانو سره د داعش ډلي ترهګر په نخښه کوي. دښمن ته یوازې د هوا له لاري ماته نه شي ورکول کیدای. له دې کبله کردۍ او ایزیدۍ ښځې هم د ځمکني مقاومت په لومړۍ لیکه کې شاملې دي.
انځور: Reuters/A. Jadallah
په ښه توګه لیدل باید وکولای شي
په دقیقه توګه د په نخښه کولو له پاره په ښه توګه لیدل اړین دي. له همدې امله ویښتان هم باید ښه ټول شي. حسیبه هم خپل ویښتان چوټي کوي. دغه «پوځي مود» چې د لویدیځ مجلې ورته کله کله د خوند له پاره په خپلو ګڼو کې ځای ورکوي په عراق او سوریه کې یو دردونکي حقیقت منعکسوي.
انځور: Reuters/A. Jadallah
وفادار ملګری
عاصمه داهر، په جګړه کې د دمې پر وخت. له هغې سره یو سور خیرسک ورسره دی. دا ښايي د هغې له پاره د ۲۰۱۴م کال تر یرغل د مخه د سوله ایز وخت یو سمبول وي چې د داعش ډلې د برید وروسته پای ته ورسید. دا د ډیرو ایزیدۍ میرمنو له پاره د کړاونو او خپلو کورنیو او د هغه څه له لاسه ورکولو د وخت پیل وو چې پر دوی ګران وو.
داعش د هر هغه چا ضد ده چې ایډیالوژي یې نه مني. دغه ډله د تقسیم په اصل عمل کوي او هڅه کوي بیلا بیل مذهبونه او نژادي لږکۍ یو د بل پر ضد وپاروي. خو دوی تل نه کامیابیږي. کردي او ایزیدي ښځي ژورې ملګرتیاوې لري او دغه ډله یې په دې توګه په سمبولیک ډول ماته کړې ده.
انځور: Reuters/A. Jadallah
د آزادۍ جاده
داعش لا له پوځي اړخه ماته نه ده خوړلې. د عراق او سوریې ډیري سیمې یې اوس هم په ولکه کې دي. کرداني او ایزیدانې به هم خپلې جګړې ته دوام ورکوي. خو دوی ترهګرو ته یو سبق هم ور زده کړی هغه دا چې ښځي په هیڅ صورت هم مریاني نه دي.