د امريکا په واشنګټن ايالت کي پر يو بازار د وسله وال بريد شکمن مسؤل کس نيول سوی دی. د بريدګر د بريد لاملونه لا نه دي معلوم.
اعلان
د امريکا د متحده ايالتونو د واشنګټن ايالت په برلينګټن ښار کي پر یو سرپټي بازار د وسله وال بريد وروسته اوس يو تورن کس نيول سوی دی. په دې ترڅ کي د پوليسو يو وياند د ټويټر پر پاڼه يوه اعلاميه خپره کړېده. په دغه اعلاميه کي راغلي چي شکمن بريدګر يې نيولی دی.
دغه بريد د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتمبر ۲۳مه نېټه) ناوخته په يو داسي سرپټي بازار کي سوی ؤ چي پکښي د ځايي رسنيو په وينا خورا ګڼه ګوڼه وي. ويل سوي ول چي د بريد پر وخت هم په دغه بازار کي ګڼ شمېر انسانان موجود ول. په دغه وسله وال بريد کي ۵ انسانان وژل سوي ول.
د نيول سوي شکمن کس په هکله ويل سوي چي عمر يې ۲۰ کاله دی. خو دا چي دغه کس به ولي دغه وسله وال بريد کړی وي، په هکله يې لا تر اوسه معلومات نسته.
د جمعې په ماخستن د برلينګټن ښار په کاسکاد مال نومي بازار کي يو ځوان سړي وسله را وايسته او پر خلکو يې ډزې پېل کړې. په دې ترڅ کي يو سړی، يوه شپاړس کلنه انجلۍ او درې ښځي په ډزو ووژل سول.
بريدګر د وسله وال بريد څخه وروسته په تېښته کي بريالی سو. د عيني شاهدانو په وينا بريدګر د بريد وروسته په پښو د موټرو د لوی سړک پر لور وښتېد. د برلينګټن ښار د سيېټل ښار څخه په تقريبا ۱۱۰ کلومتر فاصله کي په شمال کي پروت دی.
د بريد وروسته پوليسو د يوې امنيتي ويډيو کېمرې له خوا اخيستل سوی د شکمن بريدګر انځور خپور کړی ؤ او له خلکو يې د هغه په تړاو د معلوماتو ورکولو هيله کړې وه.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (14.09.2015):
انځورونه: په کليفورنيا کي له کنتروله وتلی اور بل دئ
د امريکا په کليفورنيا ايالت کي له سختي گرمۍ او وچکالی په سبب بل سوی اور نور هم پراخ سوی. په دغه طبيعي ناورين کي په سونو کورونه سوځېدلي او ايره سوي دي. په زرونو اوروژونکي تلاش کوي چي اور په کنترول کي کړي.
انځور: Reuters/N. Berger
په کليفورنيا ايالت کي داسي اور بل سوی چي تر اوسه ئې ساری نه وو. د دې اور سبب په تيرو څلرو کلونو کي وچکالي او سخته گرمي دئ. په زرونو اوروژونکي هڅه کوي چي اور کنترول کړي او په سيمي مېشت خلک وژغوري. د کليفورنيا د ځنگلونو ادارې په خبره تر اوسه يو کس وژل سوی دئ.
انځور: Reuters/N. Berger
د کليفورنيا والي بري براون، په هغو سيمو کي چي اور ئې اخيستی دئ، بېړنی حالت اعلان کړی دئ.
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Pedroncelli
د سي ان ان خبر شبکې په حواله، د «ليک کانتی» ډېري سيمي خالي سوي دي او نژدې ۱۷ وگړي له خپلو کورونو څخه په ځغاسته وتلي دي.
انځور: Reuters/N. Berger
د ABC7 خبري شبکې د محلي چارواکو په حواله ويلي دي چي د نزدې ۶۴۰۰ هستوگنځيو د سوځېدو خطر سته. د عیني شاهدانو په خبره په ځينو سيمو کي د اور لمبې ۳۰ متره لوړي ختلې. دغه کور په «ميدل تاون» کي اور اخيستی او ايرې سوی دئ.
انځور: Reuters/N. Berger
ويل کيږي چي په سونو کورونه سوځېدلي او ايرې سوي دي. ځينو محلي رسنيو حتی ويلي دي چي تر زرو کورونو پوري سوځېدلي دي.
انځور: Reuters/N. Berger
له طبيعي پيښو سره د مبارزې ادارې رئيس مارک گيلاردوچي، ويلي دي چي سخته وچکالي د اور د پراختيا سبب سوې ده. د کليفورنيا ايالت د ځنگلونو ادارې ويلي دي چي سخت باد د اور وژونکو د هڅو خنډ گرځېدلی.
انځور: Reuters/N. Berger
کليفورنيا ايالت چي ۴۲۴ کيلومتره مربع پراختيا لري، د وروستيو کلونو د اوړي په مياشتو کي په ځانگړې توگه سپتمبر مياشت کي سخت اورونه پکښې بل سوي دي. ويل کيږي چي په کليفورنيا کي اوسنی اور په تير ۳۰ کلونو کي ساری نه لري.