د امريکا کانګرس د استازو مجلس مشر مایک جانسن، ویلي دي چې دا وړاندیز به د استازو په مجلس کې چې د جمهوري غوښتونکو نفوذ پکې ډېر دی، تصويب نه شي. دا په داسې حال کې ده چې د سنا مجلس مخکښ جمهوري غوښتونکی سناتور مچ مکانل، هم له دې لايحې څخه ملاتړ کړی دی او ويلي یې جمهوري غوښتونکي چې حتی په خپله هم په سپينه ماڼۍ کې وي، تر دې ښه تړون ته به ونه ورسيږي.
انځور: د مکسیکو او متحده ایالاتو پر پوله د کډوالو انتظار
نارینه او ښځینه کډوال غواړي، چې د امریکا متحده ایالاتو ته داخل شي. هغوی له پولي څخه د تیریدو وروسته د امریکایي پوله ساتونکو سره مخا مخ کیږي.متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ د مۍ په ۱۱ مه د کرونا ناروغۍ اړوند بیړنی حالت په رسمي توګه پای ته ورساوه. په دې توګه به کډوال هغه جنجالي قانون چې د ۲۰۲ کال په مارچ میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو د هغه وخت ولسمشر ټرامپ له خوا نافذ شوی و، لغوه شي.
انځور: PATRICK T. FALLON/AFP
له خنډونو څخه تیریدل
د دغو کډوالو له پاره، چې د متحده ایالاتو په لور ریو ګراند په پوله له اغزن تار او کټارو څخه تیریږي، د بندیز پای ته رسیدل د امید معنی لري. د « ۴۲ سرلیک» مقررې، د متحده ایالاتو چارواکو ته اجازه ورکړې وه، چې په پوله کډوال رد کړي. د دې مقررې سره، د کرونا وبا په جریان کې متحده ایالاتو ته د دوه نیم میلیونو څخه د زیاتو خلکو د ننوتلو مخه ونیول شوه.
انځور: HERIKA MARTINEZ/AFP/Getty Images
د ۴۲ سرلیک پر ځای ۸ سرلیک
خلک د مکسیکو او متحده ایالاتو ترمنځ د پولې کټارو ترمنځ په اوږدو لیکو کې انتظار کوي. د متحده ایالاتو حکومت ټینګار کوي چې د «۴۲ سرلیک مقرارتو» پالیسي له پای ته رسیدو وروسته به پولې خلاصې نه وي بلکې د « ۸ سرلیک» مقررات به پلي کیږي. د دې مادې له مخې، هغه خلک چې په خپلو اصلي هیوادونو کې له ځورونې سره مخ دي او متحده ایالاتو ته داخلیږي باید د پناه غوښتنه وکړي او له دې پرته به سمدستي اخراج شي.
دغه مېرمن د ریو ګراند سیند ترڅنګ په مکسیکو کې د سویلي او مرکزي امریکا د ډیرو نورو خلکو په څیر په متحده ایالاتو کې د ښه ژوند هیله لري. د متحده ایالاتو د حکومت د اټکل له مخې د مکسیکو په شمالي سیمو کې تر ۱۵۰ زرو زیات کسان متحده ایالاتو ته د ننوتلو انتظار باسي. دوی د بې وزلۍ، تاوتریخوالي، استبدادي رژیمونو، طبیعي پیښو او سازمان شویو جرمونو له امله خپل وطن پریږدي.
انځور: ALFREDO ESTRELLA/AFP
د امید زړه
دا کډوال امریکا ته رسېدلي او د ال پاسو په ښار کې د یوې کلیسا مخې ته ناست دي. د دې ښار ښاروال اوسکار لیزر تمه لري چې په راتلونکو څو ورځو او اونیو کې به ۱۵۰۰۰ نور کډوال هلته داخل شي، ځکه چې په وینا يې د مکسیکو په سیوداد جواریز ښار کې چې ال پاسو ته څېرمه پروت دی، له ۸ څخه ۱۰ زرو کډوال امریکا ته د ننوتو انتظار باسي. هغه زیاتوي چې پر دې سربیره د مهاجرینو یو «کاروان» د سیوداد خواریز پر لور روان دی.
انځور: PATRICK T. FALLON/AFP
متحده ایالاتو ته رسیدل، مګر منزل ته نه رسیدل
خو د امریکا متحدو ایالتونو د یوشمېر سرحدي ښارونو چارواکي اوس د دومره ډېرو کډوالو د رسیدو توان نه لري. په ایل پاسو کې دا کډوال له اخراج څخه تښتي او پر سړکونو خوب کوي. ماشومان د پیسو غوښتنه کوي او لږې روغتیایي اسانتیاوې ورته شته.
انځور: PATRICK T. FALLON/AFP
د کټارو په منځ کې
د متحده ایالاتو او مکسیکو ترمنځ کډوال. د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ادارې اعلان کړی دی چې د هېواد په پولو کې به یې د غیر قانوني تیریدو د مخنیوي له پاره سختګیره اقدام دوام ولري. امریکا د خپلو پولو د لا ښې ساتنې او ملاتړ له پاره ۱۵۰۰ اضافي سرتیري تیار کړې دي.
انځور: GUILLERMO ARIAS/AFP
انځورونه1 | 8
سناتورې کيرستين سينيما، وويل چې د دې قانون موخه د امريکا د جنوبي سرحد خونديتوب دی او د کورني امنيت وزارت موظف کوي که په يوه اونۍ له پولې څخه د تیريدو هڅې تر ۵۰۰۰ موردو ډېرې شوې نو سرحد دې وتړي.
نوموړې وويل چې «دا لایحه «حقيقي»، منطقي او زما په ژوند کې زموږ د سرحد د شخړې تر ټولو قوي حل دی.»
په دې لايحه کې د مهاجرت د قوانينو د عملي کولو له پاره ۲۰ میليارده ډالر په نظر کې نيول شوي دي چې په هغه کې د پناه غوښتنې د غوښتنليکونو د ارزونې او همدا راز د سرحد د څارنې له پاره د سونو کسانو ګمارل شامل دي.